لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد د لویې جرګې د اعلامیې او د ولسمشر غني د فیصلې هرکلی وکړ


امریکا په افغانستان کې د وروستۍ لویې جرګې اعلامیه او د صدر محمد اشرف غني دا فیصله چې د طالبانو پاته څلور سوه قیدیان به خوشې کوي، ستایلې ده.

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد پخپل ټویټر پاڼې یو بیان جاري کړی او په هغه کې یې ویلي چې په "دغو سترو ګامونو سره، له څلویښتو کلونو جنګ نه پس، د سولې دپاره یو تاریخي فرصت مخې ته راغلی دی؛ داسې یو فرصت چې ټول افغانانو ته یې ګټه رسیږي او د سیمې او نړۍ امنیت ښه کوي."

د خلیلزاد د بیان په یوه بله برخه کې راغلي چې امریکا د داسې یو افغانستان په امید ده چې خپلواک وي، متحد وي، او جمهوریت پکې قایم وي، او نه یوازې دننه افغانستان کې امن وي، بلکې له ګاونډیو ملکونو سره هم په امن کې ژوند وکړي او نړۍ ته هېڅ خطره پیدا نکړي.

زلمي خلیلزاد پخپل بیان کې دا خبر هم ورکړی چې په آینده څو ورځو کې، کیدی شي د قیدیانو د خلاصون پروسه بشپړه شي او بیا به سمدستي د قطر په سرښار دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

لویه جرګه چې درې ورځې یې په کابل کې دوام درلود، اعلامیه جاري کړه چې دا پاته څلور سوه طالبان دې، د سولې په خاطر، له قیده خوشې شي.

ولسمشر غني هم وعده وکړه چې د لویې جرګې د سپارښتنې پر بنسټ به د دغو څلورسوه طالبانو د خوشې کولو امر د اتوار-یکشنبې ورځې تر پایه امضا کړي. خو هغه له طالبانو وغوښتل چې د خبرو نه مخکې دې د بشپړې ډزبندۍ وعده وکړي.

طالبانو دا منلې چې د بندیانو د خلاصون نه پس په لسو ورځو کې به مذاکرات پیل کړي، مګر د سمدستي ډزبندۍ وعده یې نده کړې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین رایټرز خبرې ایجنسۍ ته ویلي؛ "ډزبندي د مذاکراتو یوه مهمه برخه ده او مهمه برخه به وي، چې د مذاکراتو په جریان کې به ورباندې فېصله وشي (ترهغې مخکې، نه)."

لویه جرګه چې پکې شاوخوا درې زره کسانو ګډون کړی و، د اتوار/یکشنبې په ورځ کابل کې ختمه شوه
لویه جرګه چې پکې شاوخوا درې زره کسانو ګډون کړی و، د اتوار/یکشنبې په ورځ کابل کې ختمه شوه

غربي سفارتکارانو هم مېډیا ته ویلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبره به په همدې هفته کې په سرښار دوحه کې پیل شي.

یاده دې وي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ سږکال د فرورۍ په آخره کې په دوحه کې یوه لوظنامه لاسلیک شوه او په کې ویل شوي و چې د طالبانو پنځه زره قیدیان به د افغانستان له جېلونو آزادیږي. که څه هم دا پروسه ډېره وځنډېده، خو افغان حکومت په تدریج سره څه دپاسه څلورنیم زره طالبان له جېلونو خوشې کړل. د پنځو زرو قیدیانو ليست طالبانو حکومت ته سپارلی و، خو حکومت ویل په دې لېست کې داسې څلور سوه کسان شته چې غټ جرمونه یې کړي او صدر غني وویل چې د خوشې کېدو صلاحیت یې نلري.

پس له هغه، ولسمشر غني لویه جرګه راوغوښته چې د دې پاته څلور سوه بندیانو د خوشې کولو او یا ساتلو په اړه ورته مشوره ورکړي.

طالبانو ټینګار کاوه چې تر څو یې ټول پنځه زره قیدیان نه وي خوشې شوي، دوی به مذاکراتو ته حاضر نشي. اوس داسې معلومیږي چې د بین الافغاني مذاکراتو پیل ډېر نږدې دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG