لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او ایران ترمنځ لفظي شخړو دوام وکړ


د امریکا او د ایران ترمنځ لفظې جګړې د ګل یا دوشنبې په ورځ هم دوام وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په یو ټویټ کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اتوار یا یکشنبې د ورځې ټویټ بې اغیزې وګاڼه په کوم کې چې هغه ایران ته خبرداری ورکړی وو چې هېڅکله دې امریکا ته ګواښ نه کوي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د یکشنبې په شپه په خپلې ټوېټر پاڼې باندې د ایران ولسمشر ته یو توند پیغام پرېښی وو.

دغه ټویټ وروسته له هاغې شوی وو کله چې د ایران ولسمشر حسن روحاني ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې د زمري له لکۍ سره دې لوبې نه کوي.

"مونږ نه غواړو له دوی یعنې امریکا سره جګړې ته ولاړ شو. خو دوی باید په دې ښه پوه شي چې له ایران سره جګړه د ټولو جګړو مور ده. دوی باید په دې هم پوه شي چې له ایران سره سوله د ټولو سولو مور ده. "

دغه توندې خبرې وروسته له هاغې وشوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په کلیفورنیا کې په خپلو خبرو کې ایرانیانو ته یو پیغام واستوه.

"د روانو لاریونونو په لړ کې چې د ۴۰ کلن ظالم رژیم پرضد کیږي، زه د ایران خلکو ته یو پیغام لرم او هغه دا چې امریکا مو اوري، امریکا مو ملاتړ کوي او امریکا له تاسو سره ده. "

د سپینې ماڼۍ ویاندې سېرا هوکبي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا له ایران سره د جګړې د ګواښ پر لور روانه ده وویل:

"ګورئ، ولسمشر ټرمپ د ایران ځواب ویلی او دی به ایران ته اجازه ور نه کړي چې امریکا ته ګواښونه وکړي. که څوک دا د جګړې په معني ګڼي نو لومړۍ باید د ایران څرګندونو ته وکتل شي. "

ځینې کارپوهان وايي، په داسې حال کې چې امریکا په ایران باندې سخت اقتصادي بندیزونه لګوي داسې نه ښکاري چې د کوم پوځي غبرګون ښودل دې جدي وي.

له اټلانټیک کونسل څخه باربارا سلېون وايي:

"ولسمشر ټرمپ په څرګندو ټکو ویلي چې دی نه غواړي امریکا په منځني ختیځ کې ښکېله شي او حتی نه غواړي چې په سوریه کې خپل سرتیري وساتي نو ځکه د جګړې په اړه پوښتنه نشي کېدای. بل پلو ایران د خپل اټومي تړون له مخې اوس هم خپل اټومي پروګرام بند ساتلی. "

سنډرز او د ټرمپ د ادارې نور چارواکي وايي، د امریکا د سیاست موخه د رژیم بدلون نه دی بلکه هدف دا دی چې ایران اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او دا مهمه نه ده چې څوک دې مشرتابه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG