لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اورکزو په ترهګر برید کې وژل شوي زیاتره غریبانان خلک وو


د خیبرپښتونخوا په اورکزۍ ضلع کې د جمعې په ورځ شوي ځانمرګي برید کې وژل شوي زیاتره غریب خلک وو چې د یخنۍ د موسم ارزان بیعه جامو اخستو لپاره هلته ورغلي وو.

ځاي خلکو وي او ای ډیوه ته ویلي د اورکزۍ په کلايا بازار کې د هرې جمعې په ورځ میله لګي چې پکې د عام ژوند د استعمال لپاره ارزان بیعه سامان اخستل کیږي.

پدغه سامانونو کې زاړه کوټونه، بنېنونه، ټوپۍ، جرابې، دستانې او د یخنې نور ضروري څیزونه خرڅیږي. د ګېرچاپېره سیمو نه خلک دغه مېلې ته چرګان او کونترې هم د خرڅ لپاره راوړي.

ځاي خلک واي په اورکزو کې د دسمبر نه د فرورۍ میاشت پورې اکثر واورې کیږي او موسم ډېر یخ وي.

د پېښې یو عینې شاهد ډیوه ته ویلي، مونږ سودا کوله، ناګهانه یو لوی درز وشو او ما ولیدل چې ګېر چاپېره بیا هر اړخ ته مړه او ژوبل تنان پراته وو.

دغه تن ډیوه ته دا هم ویلي مېله د جمعې په ورځ د سحر لسو بجو نه شروع شي او د جمعې د مونځ پورې دوام لري، بیا خلک د مونځ نه وروسته خپلو کورونو ته ځي.

د ځانمرګي برید په ټوله نیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه ښاي چې د بازار دوکانونه د خښتو او خټو نه جوړ دي چې ځاي اقتصادي وضع ښکاره کوي.

د ډیوه خبریال عدنان بټني وايي چې دا بازار یو ټوله نیز کاروباري مرکز دی کوم چې د سیمې د خلکو لپاره د استعمال شوو ارزان بیعه جامو د اخستو یواځینی مرکز دی.

ځاي چارواکو پخلی کړی چې په وژل شوو کسانو کې درې ماشومان هم وو.

د اورکزۍ سیمې نه د قامي اسمبلۍ غړي واجد حسین وي او ای ډیوه ته ویلي په وژل شوو تنانو کې اکثره شیعه مسلمانان دي.

د چاودنې ځای ته نزدې د شیعه مسلمانانو امام بارګاه هم ده.

په اورکزۍ سیمه کې ددې وړاندې هم یو شمېر ترهګر بریدونه شوي چې پکې ددغه سیمې قامي مشران او عام خلک په نښه کړی شوي. ترټولو خونړۍ پېښه په کال ۲۰۰۸ کې رامنځ ته شوې وه کله چې یو ځانمرګۍ برید کوونکي د بارودو یو ډ ک ګاډی د قامي مشرانو د جرګې په منځ کې وچولو چې پکې سلو ته نزدې ګډون وال ووژل شو.

اورکزۍ یواځینۍ پخوانۍ قبایلي سیمه ده چې د افغانستان سره يې کومه پوله نه لګي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG