لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بربنډو فلمونو هنرمنده سټورمي ډانیلز چې په ټرمپ يې هم دعوا درلوده نیول شوېده


Stormy Daniels
Stormy Daniels

د لوڅو یا بربنډو فلمونو هنرمنده سټورمي ډانیلز د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د امریکا د شمال ختیځ ایالت اوهایو د بربنډو جونو په یو نڅاځي یا سټریپ کلپ کې نیول شوې ده.

د مېرمن ډانیلز څارنوال وايي، دغه ښایسته نڅاګره مېرمن په دې تورنه شوې چې نڅاځي ته ورغلو خلکو ته یې اجازه ورکړې چې ددې بدن ته لاس ور وړي او دا ددغه ایالت له قانون څخه سرغړونه ده.

خو د ډانیلز وکیل اسوسېټېډ پریس ته ویلي دي چې ناڅاځي ته ځینو ورغلو خلکو هغې ته په غیر جنسي توګه لاس ور اوږد کړی وو.

ډانیلز چې اصلي نوم یې سټېفني کلیفورډ دی، د پنجشنبې په سهار له پولیسو سره بندي شوې او ښايي له جرمي تورونو سره مخ شي.

ډانیلز ددې کال په سر کې هغه مهال مشهوره شوه کله چې یې وویل، د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره یې په ۲۰۰۶ کال کې هغه مهال جنسي اړیکې درلودې کله چې ټرمپ واده درلود خو ټرمپ دغه تورونه رد کړیدي.

ډانیلز د ټرمپ او د هغه د اوږدې مودې پخواني وکیل مایکل کوهن پرضد یوه حقوقي دعوا پرانیستې او هغه تړون یې مات کړی چې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې یې د ټرمپ د دغه راز د پټ ساتلو لپاره کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG