لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


 .
.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د یکشنبې د ورځې په ټاکنو کې چې په دې وروستیو کلونو کې تر ټولو له سیالیو ډکې ټاکنې وې په پرېکړنده اکثریت وګټله.

اردغان په دغو ټاکنو کې تر ۵۲ فیصدو زیاتې رایې واخیستې او دوهم پړاو ته د ټاکنو د ورتګ اړتیا پېښه نه شوه.
د اردغان پلویانو په ښارونو او واټونو کې د هغه بریا په جشنونو ولمانځله.

په استانبول کې د موټرو کتارونه جوړ شوي وو او ټولو د خوشحالي چیغې او نارې وهلې.

-------------

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د امریکا شریکانو ته خبرداری ورکړ چې که د امریکا په سوداګریزو توکو باندې محدودیتونه لیرې نه کړي نو امریکا به د هغوی په ځواب کې لا سخت غبرګون څرګند کړي.

ټرمپ وویل، امریکا په ټینګار سره وايي، که ټولو هغو هېوادونو چې د امریکا د سوداګریزو توکو په وړاندې یې جعلي خنډونه جوړ کړي او پرې لوړ ټکسونه لګوي او دا دواړه لیرې نه کړي نو امریکا به د هغوي په وړاندې لا سخت ګامونه پورته کړي.

ټرمپ د یکشنبې د ورځې په ټویټ کې وړاندې لیکلي دي چې، سوداګري باید مناسبه وي او یو اړخیزه نه وي.

-------------

سعودي عربستان د ښځو د موټر چلونې یا ډرایورۍ په برخه کې په ښځو باندې په نړۍ کې وروستی لګېدلی بندیز لېرې کړ.

له دې سره به د هغو مېرمنو په ژوند کې د پام وړ اسانتیاوې راشي چې یا یې ځان ته موټر چلونکي ساتلي وو، یا به له نارینه خپلوانو سره تللې او یا به یې ټکسي کاروله.

ددې میاشتې په سر کې د سعودی عربستان حکومت هغو ښځو ته د ډرایورۍ د لایسنس ورکولو لړۍ پیل کړې وه چاچې له نورو هېوادونو لکه برتانیې، لیبنان او کاناډا څخه اخیستي وو.

دغو مېرمنو ته د سعودي د ډرایورۍ د لایسنس له ورکولو مخکې د موټر چلونې یو ساده او اسانه ازموینه واخیستل شوه.

----------------------

په پاریس کې د اف ای ټي اف په غونډه کې په دې مسله خبرې کیږي چې ایا پاکستان د هغو هېوادونو په کتار کې شامل کړای شي چې له ترهګرو سره مالي مرسته کوي او که څنګه؟

د یادې ادارې لخوا د جون په ۲۴ نېټه دغه غونډه پیل شوې او ټاکل شوېده چې د جون تر ۲۹ نېټې پورې به دوام وکړي.

پاکستان د یادې ادارې لخوا په تېره غونډه کې بچ شوی وو خو له پاکستان څخه غوښتل شوي وو چې ترهګرو ته دې د مالي سرچینو او دغه هېواد څخه په تورخم او چمن کې د پیسو د سپیناوي یا مني لانډرینګ د مخنیوي په برخه کې اړین ګامونه واخلي.

کچېرې پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړ په نوملړ کې چې ورته ګرې لست وايي شامل کړای شي نو دا به د پاکستان اقتصاد ته ډېر زیات تاوان ورسوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG