لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نواز شریف وکیلانو ته په زندان کې د هغه د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې


د اډیالا زندان ادارې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د بندي شوي پخواني وزیر اعظم نواز شریف، د هغه لور میریم نواز او زوم کپټن محمد صفدر او د دوي د وکیلانو ترمنځ لیدنه لغوه (کنسل) کړې ده.

د وکیلانو یوې ډلې غوښتل د نواز شریف له کورنۍ سره د دوی د ځینو ملکیتونو په اړه خبرې وکړې.

د شورو یا چهارشنبې په ورځ وتلي دفاعي کونسل د حساب ورکولو (اکاونټېبېلېټي) قاضي ته وویل، چې د زندان چارواکو دوی ته اجازه نه ده ورکړې چې له خپلو موکلینو سره وویني.

د محکمې له اورونې سره سم د زندان چارواکو د شریف د کورنۍ وکیلانو ته اجازه ورکړې وه چې له هغوي سره په زندان کې وګوري.

ټاکل شوې وه چې د زندان د چارواکو او د وکیلانو په مشوره دغه لیدنه د زیارت یا پنجشنبې د ورځې د غرمې په ۱۱ بجو وشي.

خو کله چې د وکیلانو دغه ډله اډیالا زندان ته رسېږي نو د زندان د مشر لخوا دوی ته د لیدنې د لغوه کېدو ویل کیږي او وکیلان بیا له دغې ټاکل شوې لیدنې پرته بېرته ستنېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG