لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هند او پاکستان تر منځ توندې خبرې: د پاکستان پوځ وایي جګړې ته تیار دی خو امن غواړي


د هندي پوځ د مشر پر توندو خبرو پاکستاني هم ورته توند غبرګون څرګند کړی دی. د هند د پوځ مشر بپین روات تېره ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي وو، نور وخت راغلی چې په کشمیر کې د پاکستاني پوځ او ترهګرو وحشت ته کلک ځواب وویل شي.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور یې په ځواب کې رسنیو ته وویل، چې د پاکستان پوځ جګړې ته تیار دی، خو وایي د خپل ولس، څنګلورو او د سیمې په خاطر د امن لار غوره ګڼي.

آصف غفور له یوه شخصي پاکستاني ټیلیویژن سره په خبرو کې د هندي پوځ د مشر خبرې غیرذمه دارانه او د دواړو هېوادونو د امن ته پاروونکې وبللې:

"پاکستان یو امن خوښوونکی هېواد دی، خو موږ یو ایټمي هېواد هم یو، موږ جګړې ته هم تیار یو، خو موږ د پاکستان د خلکو، د ګاونډیانو او سیمې په خاطر امن ته لومړیتوب ورکوو، نو د هند د پوځ مشر باید په دې پوه شي چې امن باید خراب نه کړو، که امن وي نو پاکستان، هند او سیمه به پرمختګ وکړي، موږ د امن خواته تلل غواړو خو د چا د امن هیله باید کمزوري ونه ګڼل شي".

د هندي پوځ مشر بپین روات له پاکستان سره د مذاکراتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې په دې برخه کې یې د حکومت پالیسي څرګنده ده او هغه دا چې وایي ترهګري او مذاکرات پر یوه وخت پر مخ نه شي تلای او پاکستان ته پکار دی چې لومړی له خپلې غاړې ترهګري بنده کړي.

د هند د پوځ مشر دا خبرې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان تر هغه بیان وروسته مخې ته راغلې، چې د هندي حکومت پر هغه پرېکړه یې ناهیلي څرګنده کړه، چې په نیویارک کې یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د خپل خارجه وزیر لیدل رد کړل.

عمران خان تېره ورځ پر ټویټر د هند دا رویه منفي او له تکبره ډکه ګڼلې وه.

عمران خان وړمه ورځ په یوه لیک کې له هندي وزیراعظم نریندرا مودي څخه په یوه لیک کې د مذاکراتو د پیلولو غوښتنه کړې وه او هیله یې څرګنده کړې وه چې راتلونکې اوونۍ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې سره وویني خو هند دا وړاندیز رد کړ.

د هندي پوځ د مشر له خوا پر پاکستان د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې د ترهګرۍ د تور په ځواب کې د پاکستاني پوځ ویاند وویل، چې هېواد یې د ترهګرۍ ښکار دی او له اوږدې مودې راهیسې د ترهګرۍ په ضد جګړه کوي.

بلې خواته د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري هم د پاکستاني پوځ په ملاتړ د هندي پوځ مشر ته ځواب ورکړ او ویلي یې دي چې پاکستان او هند دواړه اېټمي هېوادونه دي او د دوی تر منځ د جګړې امکان نه شته. فواد چودري د هندي پوځ د مشر وروستۍ خبرې د کرپشن له یوه سکېنډل څخه د هندوستان د خلکو د توجه اړولو یوه هڅه بللې، چې د هند حکومت پکې تورن دی.

د پاکستاني او هندي مشرانو تر منځ وروستیو توندو خبرو پر ټولنیزو رسنیو هم بحثونه پیل کړي او څېړونکي وایي چې د مذاکراتو لپاره د پاکستان د وړاندیز ځواب ته د هند انکار یو ځل بیا د دغو دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې خرابې او بیا خبرو امکان یې ختم کړ.

XS
SM
MD
LG