د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د اندونیزیا له غونډې وروسته یې له پاکستاني دیني عالمانو سره د نورو غونډو لپاره کار پیل کړی خو د اندونیزیا وروسته د ځینو پاکستاني عالمانو طالب پلوو بیانونو د دې ډول غونډو نه د خلکو هیلې مړاوې کړیدي.
د سولې د عالي شورا دغه وروستۍ هڅې په داسې حال کې کیږي چې په اندونیزیا کې د غونډې وروسته د پاکستاني عالمانو له ډلې ځینو غړو د وسلوالو طالبانو په پلوۍ څرګندوې کړې وې.
د اندونیزیا له کانفرانس څخه ورورسته په ټولنیزو رسنیو باندې په یوې خپرې کړې ویډیو کې انورالحق حقاني چې د جمعت علما اسلام ګوند د مشر مولانا سمیع الحق چې د طالبانو د پلار په نامه هم یادیږي ورور دی ویلي دي، چې ده د اندونیزیا په کانفرانس کې دیني عالمان دې ته پرې نه ښودل چې د طالبانو نوم دې ددغه کانفرانس په اعلامیه کې راولي.
په پاکستان کې د دار العلوم حقاني مدرسې مشر مولوي انورالحق حقاني چې په اندونیزیا کې یې د مې په ۱۱ نېټه د عالمانو په جوړ شوي کانفرانس کې ګډون کړی وویل، پاکستاني عالمانو د اندونیزیان په کانفرانس کې د طالبانو استازیتوب کړی.
"په ټولې غونډه کې د اوربند په اړه نه خبرې شوي او نه هم کومه پرېکړه. مونږ هغوي پرې نه ښودل چې د طالبانو یادونه وکړي. ګډونوالو په بیان کې د طالبانو نوم واچولو خو مونږ ورڅخه بېرته لیرې کړ. تاسو (طالبانو) اندېښنه مه کوئ، مونږ مو استازیتوب کوو. هر څه په سمه توګه پر مخ ولاړل. "
د انور الحق حقاني له څرګندونو وروسته په سیمه کې څېړونکي وايي، چې اوس دا نه ده معلومه چې د پاکستان او افغانستان د عالمانو ترمنځ په راتلونکي کې کېدونکې غونډې به څومره مثبتې اغیزې ولري.
د اندونیزیا او د نورې اسلامي نړۍ د دینې عالمانو د ملاتړ راخپلولو څخه هدف دا دی چې، په افغانستان کې هغه تاوتریخوالی راکم شي او مخالفین په دلایلو باندې قانع کړی شي چې د جګړې له لیارې سیاسي اهداف نه شي ترلاسه کیدای.
د طالبانو او د حقاني د مدرسې اړیکې
د خیبر پښتونخوا پېښور ختیځ ته په اکوړه خټک کې د حقانیه مدرسه د مذهبي علومو پخوانی مرکز ګڼل کیږي خو دغې مدرسې له افغان جهاد وروسته د طالبانو لیکو ته د سرتیرو د لېږلو او په افغانستان کې د طالبانو جګړې ته د جهاد د نوم ورکولو پر سر په نړیوالو رسنیو کې د (ترهګرۍ د کارخانې) نوم ګټلی دی.
د افغان طالبانو اکثره مشران ادعاوې کوي چې د دیني علومو سندونه یې له همدې مدرسې څخه ترلاسه کړیدي.
همدارنګه د مدرسې مشر مولانا سمیع الحق هم څو وارې ځان ته د طالبانو د روحاني پلار لقب ورکړی.
مولانا او د مدرسې مفکوره یې تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو په پلوۍ ولاړه ده او په افغانستان کې د بهرنیانو د شتون مخالفت کوي.
د پاکستان پولیسو دا راپور هم ورکړی چې د یاد هېواد پخوانۍ وزیر اعظمې بې نظیر بوټو د وژنې پلان د همدې مدرسې په انګړ کې جوړ شوی وو او برید کونکي یې هم د همدې مدرسې چڼي وو.
په حقانیه مدرسه باندې په پاکستان کې هم نیوکې کیږي خو د خیبر پښتونخوا واکمن ګوند تحریک انصاف د مدرسې سره ژوره خواخوږي لري او تر اوسه یې له حکومتي بودیجې څخه یادې مدرسې ته نږدې ۵۰۰ میلیونه روپۍ هم ورکړې دي.
د تحریک انصاف دغه ګام ته سیاسي مخالفینو او د مدني ټولنې غړو سخت غبرګون ښودلی او دا یې د طالب پلوي فکر ملاتړ بللی خو د واکمن ګوند مشر عمران خان د خپل حکومت ددغه ګام دفاع کړې ده.