لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري: حکومت نړول نه غواړو ځکه چې بیا به د ریاست پاللي توندروه قبضه پرې وکړي


په پاکستان کې د مسلم لیګ نواز ګوند تر مشرانو وروسته اوس د پیپلز ګوند مشران د کرپشن او درغلۍ له تورونو سره مخ دي او له هېواده بهر یې پر سفر بندیزونه لګېدلي دي. په دغو کسانو کې پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري، د هغه خور فریال تالپور، د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو او د سیند وزیراعلی مراد علي شاه هم شامل دی.

هغه د خالي- شنبې په ورځ د سیند په کشمور سیمه کې یوې جلسې ته په وینا کې د تحریک انصاف ګوند او پوځ له نوم اخیستو پرته پر دواړو کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل د پاکستان په تاریخ کې چې چا هېواد ته خدمت کړی دی واکمنې ډلې یا اسټېبلشمنټ له هغو سره په سیاست کې ښه نه دي کړي.

د پاکستان د سپریم کورټ په امر د جعلي بېنکي اکاونټونو په مقدمه کې د 172 مهمو شخصیاتو نومونه د سفري بندیزونو نوملړ ته اچول شوي وو، چې مرکزي کابینې یې د دسمبر په 27مه نېټه منظور ورکړه.

زرداري د ده او د ګوند د نورو کسانو په ضد د مرکزي حکومت اوسنیو هڅو ته په اشارې سره وویل، چې څومره یې د ګوند د پرمختګ مخه نیول کېږي همدومره به یې ملاتړي زیاتېږي:

"دوی موږ نیولي یو چې تاسې له هېواده بهر نه شئ تلای، ما چې ضمانت اخیستی وو پاسپورټ مې هملته ور پرېیښی وو، ماته اې سي ایل ته د تلو ضرورت څه دی، که هسې ډنډوره ږغوې، ډرامه کوې او پر ټیلیویژن سندره وایې کوه یې، دا خو چې انتخابات کېدل هم لا دې دغه راګ پیل کړی وو، په دې سره زما ووټرو زما ملاتړ پرېنښوو".

آصف زرداري وویل، د بې نظیر بوټو حکومت دوه ځله ختم کړل شو او د ده د ولسمشرۍ په وخت یې هم د حکومت د نړولو هڅه وشوه خو نړوونکي- چې اشاره یې پوځ ته وه- کامیابه نه شو. زرداري وویل، ګوند به یې له خپلې هغې تګلارې پر شا نه شي چې پر وسایلو واک صوبو ته لېږدول غواړي:

"زموږ سوچ دا دی چې صوبو، ضلعو او سیمو ته باید د هغوی پر وسایلو حق ورکړل شي، له کومه ځایه چې ګېس را وځي نو لومړی حق ورباندې د هغو خلکو دی باید ورکړل شي او دا کار د هېواد په تاوان نه په ګټه دی".

آصف زرداري وویل، ګوند د اوسني حکومت د را نسکورولو هڅې نه کوي، ځکه چې وایي که حکومت کمزوری شي، نو دا ویره شته چې حکومت په هېواد کې موجودو توندروه مذهبي ډلو ته په لاس ورشي:

"موږ د خپلې خاورې او ولس په خاطر مبارزه کوي او موږ غواړو چې تاسې په حکومت کې پاته شئ، ځکه موږ ډارېږو چې که تاسې پاته نه شوئ نو تاسې چې له دې هېواد سره د ملایانو د پاللو ټوکې وکړې هسې نه هغه ورباندې قبضه وکړي، ځکه موږ غواړو چې ستاسې ادارې پاته شي، خو تاسې چې پخپله سیاسي ادارې ختموئ نو زه به مو څه پوه کړم".

په پاکستان کې اوسني اقتصادي بحران ته په اشارې سره آصف علي زرداري وویل، د تحریک انصاف ګوند چې په هېواد کې ټیکس نه شي را غونډولای، نو دا خو د ادارو او د حکومت کمزوري ده. ده د پوځ د نوم له اخیستلو پرته وویل:

"اوس چې تاسې څوک غواړئ هغه پر حکومت کښېنوئ خو هغوی حکومتونه نه شي چلولای، قرضې به راوړئ خو هغه به په بېنکونو کې جمع کېږي چې سټېټ بېنک ته به تش یو څه مهلت په لاس ورشي نور هیڅ په لاس نه شي ورتلای".

آصف علي زرداري پخپلو خبرو کې په پاکستان کې د تېر 2017م کال پر سرشمېرنه هم اعتراض وکړ او ویې ویل د هېواد ابادي تر هغه ډېره زیاته ده څومره چې په دغه سرشمېرنه کې ښوول شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG