په افغانستان کې د سولې رسمي مذاکراتو ته د لارې هوارولو په مقصد د طالبانو او امریکا تر منځ راتلونکې غونډه- چې په سعودي عربستان کې به کېده- ځنډول شوې ده، خو طالبانو ویلي چې په افغانستان کې "د جګړې او غیرقانوني قبضې" د پای ته رسېدو په مقصد یې له امریکې سره یې د خبرو اترو لپاره اړیکي دوام لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له امریکا ږغ سره په مرکه کې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو امکان یو ځل بیا رد کړی دی، وایي له امریکې سره یې د خبرو یو نوی پړاو پیلېدونکی دی، خو وایي د دغو خبرو وخت او ځای نه دی معلوم.
طالب ویاند ویلي، په سعودي عربستان کې ناسته د دوی په پلان کې نه وه، خو ځینې سرچینې دا غونډه له دې کبله ځنډول شوې چې طالبانو نه غوښتل له افغان پلاوي سره لیده په دې غونډه کې وویني. ذبیح الله مجاهد هغه رپوټونه هم په کلکه رد کړل، چې وایي د طالبانو استازي د روانې میاشتې په پای کې په سعودي عرب کې له افغان چارواکو سره مخامخ خبرو ته تیار شوي دي.
که څه هم طالبان په افغانستان کې د سولې لپاره یواځې له امریکا سره پر خبرو ټینګار کوي، خو ایران هم په وروستیو کې دعوه کړې چې له افغان طالبانو سره یې لیدلي دي. په دې تړاو تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سید عباس عراقچي کابل ته تللی او له طالبانو سره د ایراني مقاماتو د وروستیو کتنو په اړه یې افغان ولسمشر اشرف غني ته معلومات ورکړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي تېره اوونۍ یوې خبري غونډې ته ویلي وو، د افغان طالبانو له استازو سره يې د غونډې کوربه توب درلود چې د افغان سولې په اړه پکې تفصیلي خبرې اترې وشوې، خو دا چې د دغو خبرو نتیجې څه وې، نه افغان او نه هم ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.
طالبانو هم د جنوري په لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې تهران ته د دوی د يوه پلاوي سفر تایید کړی او ویلي يې وو چې دا پلاوی یې د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو په خاطر هغه هېواد ته لېږلی وو.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې که له امریکا سره خبرو اترو د دوی له توقع سره سمې نتیجې ور نه کړې او پوځونو یې له طالبانو سره جګړې ته دوام ورکړ، نو د ده په وینا له امریکې سره بله لاره نه شته، بې له دې چې له افغانستانه و ایستل شي.
خو د امریکې او طالبانو تر منځ د قطر او ابوظبۍ د وروستیو خبرو د مثبتو نتیجو په اړه نه یواځې دوی بلکې سیاسي څېړونکو او د سیمې هېوادونو هم هیله مندي ښکاره کړې ده. ذبیح الله مجاهد پر ټولنیزو رسنیو په خپاره کړي یوه بیان کې وروستۍ خبرې اغېزمنې بللې دي او ویلي یې دي چې که له امریکا سره خبرې یې همداسې ګړندۍ روانې وې، نو کېدای شي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لار هواره شي او په دې هېواد کې امن راشي.
په تېره دسمبر میاشت کې چې د عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د امریکا او طالبانو تر منځ پرله پسې دوې ورځې خبرې وشوې، تر هغه څو ورځې وروسته نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر خپور کړ، چې امریکا غواړي له افغانستانه خپل نیمایي ځواکونه وباسي. که څه هم سپینې ماڼۍ تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د امریکې مرستیال مشر مایک پینس دوې ورځې وړاندې له فاکس نیوز سره په مرکه کې دا منلې، چې وایي ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د خپلو پوځونو د کمولو د بهیر ارزونه کوي.
هلته بیا د افغان سولې په تړاو د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هېواد به یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو د هڅو په لړ کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو کوربتوب کوي. اردوغان د جنوري پر څلورمه په انقره کې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره ګډې خبري غونډې ته وويل چې تر مارچ مياشتې وروسته به د افغانستان، پاکستان او ترکيې درې اړخیزه غونډه کوي چې په افغانستان کې د سولې په اړه به خبرې پکې وشي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ترکیه په سیمه کې خپل پیاوړي دريځ او دغه شان له پاکستان او روسیې سره خپلو ښو اړیکو ته په پام سره کولای شي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول ولوبوي.
په افغانستان کې د امریکې اوولس کلنه جګړه د دې هېواد تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه بلل کېږي، چې د یوې اندازې له مخې تر اوسه تقریباً یو کرب ډالر ورباندې لګېدلي او د شاوخوا 2400 امریکایي پوځیانو په ګډون یونیم لک کسان پکې وژل شوي دي.