لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عوامي نشنل ګوند: د ټاکنو پر وخت د کالاباغ د ډېم د مسلې راپورته کول غلط دي


د پاکستان د عوامي نشنل پارټی (اې ان پي) یو ځل بیا د کالا باغ له ډېم سره مخالفت کړی او د سپریم کورټ لخوا ددې کېس په راپورته کولو یې خواشینې څرګنده کړې ده.

د عوامي نشنل پارټۍ یو مشر غلام احمد خان بېلور د شورو یا چهارشنبې په ورځ په دې اړه له یوې خبري غونډې وروسته وې او اې ډیوې ته وویل:

(مونږ ته دا د افسوس ځای دی چې سوپریم کورت دا کېس د اورېدو لپاره راپورته کړ. سوپریم کورټ ته دا معلومات نه شته چې درې واړو صوبو ددې پرخلاف قراردادونه پاس کړیدي؟ دا نه تخنیکي او نه قومي مسله ده بلکه دا یوه انساني مسله ده. په دې کې مونږ هم تباه کېږو او سېند هم.)

نوموړي وړاندې وویل، د کالاباغ د ډېم په اړه پرېکړه هر وخت غلطه ده او ځآنګړې توګه دا وخت چې انتخاباتو ته چمتوالی روان دی.

تر دې مخکې د عوامي نيشنل پارټۍ یو بل مشر اسفنديار ولي خان وئيلي وو چې د پاکستان دريوؤ صوبو د کالاباغ ډيم مخالفت کړى، اوس که سپريم کورټ هم ددې په حق کې فيصله ورکړي نو دوی به يې و نۀ مني.


دخالي په ورځ دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور په نشترهال کې دکالاباغ ډيم نامنظور په غږ دعوامي نيشنل پارټۍ يوه احتجاجي جلسه ترسره شوې چې پکې دخيبرپښتونخوا وزيراعلي اميرحيدر خان هوتي، دسندهـ صوبائي صدر شاهي سيد ، داين اين پي صوبائي وزيران اود خيبرپښتونخوا نورو عهديدارانو گډون کړى.


دعوامي نيشنل پارټۍ دمشر اسفنديارولي خان او دخيبرپښتونخوا د وزيراعلي امير حيدر خان هوتي پشمول دگوند ټولو مشرانو دغه جلسې ته دوينا په مهال کالاباغ ډيم يوه ښخه کړل شوې منصوبه وگرځوله او د هغې جوړولو په اړه يې دلاهور هائيکورټ د امر مخالفت او غندنه وکړه.
همدغه شان دخيبرپښتونخوا وزيراعلي امير حيدر خان هوتي وويل کالاباغ ډيم مړه اسپه ده او ددې بيا ژوندي کوونکي په اصل کې پښتون قام تباه کول غواړي کوم چې دوړاندې څخه تيار شوى يو سازش دى او مونږ به يې کاميابيدو ته نۀ پريږدو.
وزيراعلي وويل دا يوه لانجمنه معامله ده او په دې اړه به داسلام اباد مشاورتي غونډه کې گډون کوؤ، خو په دې حواله زمونږ دريځ بدل شوى نۀ دى بلکې دوړاندې پشان اوس هم په ډاگه وائيو چې کالاباغ ډيم په يو صورت کې هم نۀ منو او په دغه غونډه کې به هم پخپل دې دريځ ټينگ ولاړ يو.
بايد وويل شي دکالاباغ ډيم په ضد دپاکستان دخيبرپښتونخوا دواکمن گوند عوامي نيشنل پارټۍ دمشرانو له لوري ددغه څرگندونو څخه يواځې يوه ورځ دمخه په سندهـ صوبه کې هم صوبائي اسمبلۍ دکالاباغ ډيم په ضد د قرارداد په گډ ډول منظور کړى ؤ او دبلوچستان ايالت دننه هم ددغه لانجمن ډيم سخت مخالفت کيږي.
په پاکستان کې يواځې دپنجاب صوبې لخوا دکالاباغ ډيم په حق کې غږ پورته کيږي ، خو تيره ورځ دپنجاب صوبې دواکمن سياسي گوند مسلم ليگ(ن) مشر او دپاکستان پخواني وزيراعظم ميا نواز شريف هم دخيبرپښتونخوا په مردان سيمه کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وينا کې وئيلي وؤ ترڅو چې دهيواد څلور واړه صوبې دکالاباغ ډيم په اړه گډ دريځ خپل نۀ کړي نو ددغه ډيم جوړول به ممکن نۀ وي.

د کالاباغ له ډېم سره د سېند مخالفت:

د پاکستان په جنوبي صوبه سندهـ کې سندهي قام پرست ګوندونو قومي عوامي تحريک او سندهياني تحريک د لانجمن کالاباغ ډېم د منصوبې په ضد احتجاجي لاريون کړی او وئيلي دي د کالاباغ ډېم د جوړلو خبره د ملک د يو والي په ضد سازش دی .

د سندهـ صوبې په بدين سيمه کې د اتوار په ورځ د سندهي قام پرسته ګوند قومي عوامي تحريک د مشر رسول بخش رئيس پليجو په مشرۍ په لويه شمېره کې ښځو، ماشومانو او سړو د لانجمن کالاباغ ډېم د مجوزه منصوبې په ضد لاريون کړی دی ، چې پکې لاريون کوؤنکو د کالاباغ ډېم جوړېدو په ضد تودې نعرې وهلي دي .

رسول بخش رئيس لاريون کوؤنکو ته د وينا په مهال د پاکستان مسلم ليګ (ن) ډلې مرکزي حکومت او د کالاباغ ډېم د جوړولو پلويانو ته خبرداری ورکړی چې د دغې لانجمن ډېم جوړول د ملکي يو والي او سالميت په ضد سازش کول دي .

نوموړي وئيلي چې د سندهـ، خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبايي اسمبليانو په متفقه توګه دغه منصوبه رد کړې او د دغو درې واړو صوبو اوسېدونکي به کله هم څوک دغه ډېم جوړولو ته نه پرېږدي .

سندهي قام پرست مشر تور لګولی چې ځينې خلک په داسې وخت کې په ملک کې اړی ګړی جوړول غواړي چې ملک د منځنو او بهرنو چېلنجونو سره مخ دی .

د قام پرست ګوند صدر اياز لطيف پليجو وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د مسلم ليګ (ن) ډلې د حکومت يو مرکزي وزير خواجه اصف په داسې وخت کې د لانجمن کالاباغ ډېم خبره راپورته کړې چې په ملک کې د ترهګرۍ په ضد جګړه روانه ده .

هغه ووئيل په داسې حال کې چې په لمړي ځل د ملک ټولې ادارې، پارليمنټ، پوځ،او خلک سره د ميډيا او مدني ټولنې د ترهګرۍ په ضد يو موټی دی او د دغې رنځ نه ځان خلاصول غواړي، د مرکزي حکومت د يو وزير د کالاباغ ډېم په اړه بيان ورکول مونږ ته بهرنی سازش ښکاري او هغه تور ولګوؤ چې خواجه اصف په دغه خبره سياست کول غواړي او د خلکو توجه بل لور ته د اړولو هڅه کوي .

پينځه ورځې وړاندې د اوبو او بجلۍ مرکزي وزير خواجه اصف په سېنيټ کې وئيلي چې د اوبو د ذخيره کولو د اووه منصوبو(چې پکې لانجمن کالاباغ ډېم شامل دی ) په جوړولو غور روان دی .

د اياز لطيف پليجو په وينا څو ورځې وړاندې د پاکستان تحريک انصاف ډلې مشر عمران خان هم د کالاباغ ډېم په اړه دغه ډول بيان ورکړی دی ، هغه ووئيل په ملک کې د ترهګرۍ په ضد قامي تګ لاره (نيشنل اېکشن پلان) جوړ کړی شوی او د پاکستان او چين ترمينځ د اقتصادي راهدارۍ خبرې کيږي ، د نوموړي په وينا په داسې حال کې به دغه ډول بيانونه په ملک کې د ټکراؤ سبب وګرځي .

د لانجمن کالاباغ ډېم د جوړېدو په ضد په کال ۱۹۸۸م کې په خېبرپښتونخوا، په کال ۱۹۹۴ کې په بلوچستان او په کال ۲۰۱۲م کې په څلورم ځل په سندهـ اسمبلۍ کې متفقه قراردادونه منظور کړی شوي دي .

د پاکستان پنجاب صوبې ځینو سیاسي مشرانو تل ددغه ډېم د جوړېدو غږ پورته کړی او وایي چې د دې ډېم له جوړېدو سره به د هېواد دغې غټې صوبې ته ډېره ګټه ورسېږي.

پنجاب دا تورونه هم ردوي چې ګنې دا کار یواځې د خپلې صوبې د ځانګړو ګټو لپاره کوي.

XS
SM
MD
LG