لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ: نور له شمالي کوریا څخه اټومي ګواښ نه شته


川普总统参加了新加坡的美朝峰会后13号返回华盛顿

د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا له رهبر کېم جان اون سره د سینګاپور د سرمشریزې وروسته هېواد ته له رسېدو سره سم د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له شمالي کوریا څخه نور اټومي ګواښ نشته.

(همدا اوس له الوتکې کوز شوم. ډیر اوږد سفر وو خو اوس هر څوک خپل ځان خوندي ګڼلی شي د هغې ورځې په پرتله چې ما په کار پیل وکړ.)

ټرمپ په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي:

(له کېم اون سره لیدنه په زړه پورې وه او یوه مثبته تجربه وه. شمالي کوریا د یوې غوره راتلونکې ظرفیت لري)

کېم د نهې یا سې شنبې په ورځ له ټرمپ سره په لیدنه کې دا ومنله چې د کوریا ټاپو په بشپړه توګه له اټومي وسلو پاک کړي او ټرمپ وویل، دی به له جنوبي کوریا سره خپل پوځي تمرینونه وځنډوي.

د دواړو مشرانو ترمنځ په لاسلیک شوي تړون کې دا نه دې ویل شوي چې د شمالي کوریا بې اټومي کېدل به څه ډول او څه وخت رامنځ ته کیږي.

څېړونکي په دغه تړون کې د جزیاتو نه شتون ته ګوته نیولې او دا پوښتې چې ایا ټرمپ خو به د ډېر لږو څېزونو د ترلاسه کولو لپاره ډېر زیات څه له لاسه نه وي ورکړي.

ټرمپ له دغه تړون څخه په دفاع کې ویلي دي چې د شمالي کوریا د اټومي وسلو د ګواښونو په برخه کې دا یو ستر ګام وو او وویل چې دی باور لري چې د کېم حکومت به په ددغه تړون په عملي کېدو باندې ډېر ژر کار پیل کړي.

ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو ټویټ کې ویلي:

(زما د کار له پيل څخه دمخه خلکو فکر کاوه چې مونږ به له شمالي کوریا سره د جګړې پر لور روان یو. ولسمشر اوباما ویلي وو چې شمالي کوریا زمونږ تر ټولو لویه او خطرناکه ستونزه ده خو تر دې وروسته نه ده. نن شپه ښه خوب وکړئ.)

د امریکا پخواني سفیر بېل ریچارډسن امریکا غږ ته وویل، هغه اندېښنه لري چې شمالی کوریا به د خپلو توغندیو د ټکنالورۍ په اړه څه کوي او همدارنګه د اټومي کموالي، د سولې د تړون او د بشري حقونو په برخه کې هېڅ هم نه دې ویل شوي.

د شمالي کوریا رسمي خبري رسنۍ د شورو یا چهارشنبې په ورځ د کېم له خولې وویل چې دا یو بیړنۍ خبره ده چې شمالي کوریا او امریکا سترې پرېکړې وکړې چې د یو او بل په وړاندې به پارونکي پوځي اقدامات نه کوي.

کېم دا هم وویل، چې امریکا د باور جوړونې په برخه کې ريښتینې ګامونه پورته کړي او دی به هم د هغوي په وړاندې ورته د ښه نیت غوره ګامونه پورته کړي خو دا چې دغه ګامونه به څه وي نور جزیات نه دې ورکړي.

په راپور کې دا هم راغلي دي چې کېم ټرمپ ته د پیانګ یانګ د سفر بلنه ورکړه او ټرمپ هم کېم واشګټن ته وباله چې دواړو د یو او بل بلنه ومنله او دا هم د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې مهم ګام بلل کیږي.

په تړون کې له دواړو هېوادونو څخه غوښتل شویدي چې د کوریا په ټاپو باندې د تل پاتې سولې لپاره دې په ګډه کار وکړي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو یو نوی فصل پرانستل شي او د جګړې د پاتې بندیانو تبادله هم ترسره شي.

دواړو غاړو دا ژمنه هم وکړه چې په راتلونکې کې به هم په خپلو کې مذاکراتو ته کښیني.

XS
SM
MD
LG