لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې تاریخي لنډ مهالی اوربند پلی شوی


په افغانستان کې د دولت او د وسلوالو طالبانو ترمنځ له کلونو جګړو وروسته د لومړي ځل لپاره د جمعې په ورځ یو تاریخي لنډ مهالی اوربند پلی شوی.

افغان حکومت د تېرې نهې یا سې شنبې د ورځې راهیسې د وسلوالو طالبانو پرضد خپل عملیات درولي وو تر څو هغوی د سولې خبرو ته وهڅوي.

ددې په ځواب کې وسلوالو طالبانو هم ژمنه وکړه چې د کوچني اختر په درې واړو ورځو کې به په افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه نه کوي.

په طالب پلوو ټولنیزو رسنیو باندې داسې انځورونه هم خپاره شویدي چې په کې طالبان له افغان امنیتي سرتیرو سره د اختر مبارکۍ کوي.

افغان ولسمشر اشرف غني د اختر د لمانځه له کولو وروسته وویل، دواړو اړخونو د تېرې شپې له نیمايي څخه په دوه اړخیزه توګه اوربند کړی.

ښاغلي غني د جمعې په ورځ د خپلو خبرو پرمهال وویل:

(زه افغانانو ته د لومړني تاریخي اوربند مبارکي وایم.)

له دې خبرې سره ټولو ګرد چاپېر ولاړو خلکو د خوشحالۍ لپاره لاسونه وپړکول.

افغان ولسمشر ددغه اوربند د منلو په برخه کې د طالبانو ستاینه وکړه او وویل چې حکومت به یې د ټولو هغو کارونو هرکلی وکړي، د کومو له امله چې په افغانستان کې د وینې توېدنه ودریږي او خلک په سوله کې ژوند وکړي.

(زه هیله لرم چې د سولې دغه تړون به وغځېږي او په دې افغان مسلمان ملت کې به نوره وینه تویه نشي.)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د اختر په مناسبت په خپل یو ټویټ کې لیکلي:

(زه د بهرنیو چارو د وزارت په استازیتوب خپلو مسلمانو ملګرو او شریکانو ته د کوچني اختر مبارکي وایم. په داسې حال کې چې تاسو دا ځانګړې ورځ لمانځئ، زه تاسو ته په راتلونکي کال کې د سولې او نیکمرغۍ هیله کوم.)

امریکايي څېړونکي برناټ روبین په دې هکله په خپل یو ټویټ کې لیکلي دي:

(زه وړاندیز کوم چې افغان حکومت دې علما یو ځل بیا سره راټول کړي او یوه داسې فتوا دې ورکړي چې د کال هره ورځ د اختر ورځ ده او له همدې امله اوربند باید وخت او حد و نه لري. ایا کوم څوک به دا خبره رد کړي؟)

په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونو هم ژمنه کړې چې ددغه اوربند درناوی به کوي خو ویلي یې دي چې د داعش او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

ټولو افغانانو ددغه اوربند تود هرکلی کړی او حتی جګړه ځپلو مېرمنو د شپې لخوا د اوربند په ملاتړ د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې لاریون وکړ او ددغه اوربند د اوږدېدو غوښتنه یې وکړه.

خو ځینې کارپوهان لکه په واشنګټن کې مېشت مایکل کوګلمن په دې اړه شک څرګندوي چې ګواکې دغه اوربند دې د سولې پر خبرو کوم اغیز ولري.

(طالبانو د افغان حکومت لخوا په یو اړخیزه توګه د اوربند له اعلانېدو سره سم خپلې جګړې زیاتې کړې. له دې ښکاري چې طالبان به له خپلو اصولو سره سم عمل وکړي او داسې نه ښکاري چې له دې اوربند سره دې د پخلاینې په برخه کې باور زیات شي.)

د طالبانو مشر هیبت الله اخنذاده په خپل اختریز پیغام کې ویلي وو چې له شخړې څخه د وتلو یواځینۍ لاره داده چې له امریکا سره نېغ په نېغه خبرې وکړي او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

خو افغان کارپوهان د طالبانو دا دریځ د پاکستان د پوځ دریځ ګڼي.

وتلي افغان کارپوه انجینیر مطیع الله خروټی وویل:

(په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له شتون څخه تر هر چا زیات د پاکستان پوځ ویریږي او دلیل یې د هغوي اټومي وسلې دي نو له همدې امله افغان طالبانو ته پټنځایونه، پیسې او وسلې ورکوي خو پاکستان دغه تورونه تل رد کړیدي.)

افغان ولسمشر اشرف غني د جمعې د ورځې په خبرو کې د هغو افغان فعالینو هم ستاینه وکړه کومو چې له هلمند څخه د کابل پر لور پلی مزل پیل کړی او د سولې نارې وهي.

ولسمشر وویل، دغه ځوانان د سولې له پیغام سره اوس کابل ته نږدې شوي او د کابل له اوسېدونکو یې وغوښتل چې د هغوی تود هرکلی وکړي.

XS
SM
MD
LG