لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتون تحفظ موومنټ له ځایي انتظامیې سره تر مذاکراتو وروسته د سره روغه پرلت منسوخ کړ


د پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو احتجاجونو په ترڅ کې نن د اتوار په ورځ د جنوبي وزیرستان په سره روغه سیمه کې احتجاجي ناسته اعلان کړې وه، خو وروستي خبرونه وایي چې دغه احتجاجي پرلت بیرته منسوخ شوی دی.

د دې تحریک مشر منظور پښتین د ټولنیزو رسنیو له لارې له خپلو پلویانو غوښتي وو، چې په وزیرستان کې د پوځ له خوا د بې ګناه خلکو د کورونو د محاصره کولو، د هغوی د ځورولو او نیول په ضد دې نن په سره روغه سیمه کې احتجاجي پرلت پیل کړي.

منظور پښتین پر خپل فېسبوک په یوه پوسټ کې دعوه کړې او لیکلي یې دي چې په قبایلي سیمو کې که چاودنه پر عام ولس وشي ھم عام خلک پکې و وژل شي او که پر امنیتي ځواکونو وشي هم عامو خلکو ته یې زیات تاوان رسېږي. ښاغلی پښتین تور لګوي او لیکي:

"بیا پوځ راشي او په عام ولس تشدد شروع کړي او پہ تشدد تشدد څه کسان و وژني او څه کسان له ځانه سره یوسي او ورک یې کړي".

پاکستاني پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه دعوې او تورونه تل رد کړي چې ګواکې دوی پر عامو خلکو تشدد کړی او یا یې وژلي دي او وایي چې دوی د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ډېرې قربانۍ ورکړې او په عملیاتو کې یې یواځې وسلوال په نخښه کړي دي.

د سره روغه د ممکنه پرلت په اړه له تېره ماښامه راهیسې پر ټولنیزو رسنیو زیات کمپاین وشو او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د دې پرلت لپاره پر فېسبوک او ټویټر باندې د #PTMSararoghaSitIn په نامه ځانګړی هېشټېګ وچلاوه، چې ګڼ شمېر خلکو پکې برخه واخیسته.

په سره روغه کې د احتجاجي ناستې له اعلانولو سره داسې خبرونه خپاره شول، چې د جنوبي وزیرستان ضلعي چارواکو د پښتون تحفظ موومنټ له غړو سره د سیمې د ځایي مشرانو په ملتیا مذاکرات پیل کړل او تېر ماخوستن ناوخته یې د هغوی غوښتنې ومنلې.

وروسته د غورځنګ یو فعال غړي عالمزېب خان مسید پر خپل فېسبوک او ټویټر پاڼه اعلان خپور کړ، چې وایي له ځایي انتظامیې سره یې مذاکرات کامیابه شول او نننۍ اعلان کړې احتجاجي ناسته یې منسوخ کړه. اورنګزېب خان لیکلي:

"د مذاکراتو په تفاهمنامه باندې ځایي انتظامیې د پي ټي ایم مذاکراتي ډلې لاسلیکونه وکړل. د وچې خوړې او تنګي بدینزي د کومو نیول شویو کسانو غوښتنه چې له لومړۍ ورځې شوې وه هغه ومنل شوه".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دعوه کوي چې دوې اوونۍ وړاندې په سره روغه کې تر یوې پېښې وروسته امنیتي ځواکونو پر عامو خلکو تشدد کړی وو او ځینې یې له ځانه سره بوولي وو، چې وایي لا تر اوسه هم نه دي خوشي شوي، خو امنیتي ځواکونو د دې دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

عالمزېب خان وایي چې د جنوبي وزیرستان له چارواکو یې د خپلو غوښتنو د پوره کېدو لپاره لیکلی ضمانت اخیست دی. د احتجاجي پرلت تر منسوخېدو وروسته د دې تحریک ګڼ شمېر پلویانو پر دې پرېکړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ځایي چارواکو پخوا هم دوی ته همداسې ډاډ ورکړی، خو دوی چې کله احتجاج منسوخ کړی نو غوښتنې یې نه دي منل شوې.

د جنوبي وزیرستان دا احتجاجي ناسته په داسې وخت کې اعلان شوې وه چې د پښتون تحفظ موومنټ ۳۳ غړي په تېرو څو ورځو کې د پښتونخوا په بنو ښار کې پولیسو په دې تور نیولي وو، چې وایي د اکتوبر په ۲۸مه یې د ۱۴۴ دفعې باوجود په دې ښار کې جلسه کړې وه او په هغه کې یې خلک د ریاست او پوځ په ضد را پارولي وو.

دغو ۳۳ تنه نیول شویو کسانو درې ورځې په بنو جېل کې تېره کړې، چې له هغوی څخه ۳ د جمعې په ورځ او ۳۰ تنه پرون د خالي- شنبې په ورځ په ضمانت را خوشي شول.

د پاکستان پوځ او وزیراعظم عمران خان د پښتون تحفظ موومنټ غوښتنې آییني او قانوني ګڼي. پوځ څو ځله ویلي چې دوی د دې تحریک ځینې غوښتنې منلې او د نورو د منلو لپاره به یې کار کوي. همدارنګه وزیراعظم عمران خان هم څو ورځې وړاندې د قومي اسمبلۍ له غړو علي وزیر او محسن داوړ سره د لیدو په وخت د دوی د غوښتنو د پوره کولو ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG