لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل ته د جنرال باجوه د سفر په شپه هم طالبانو ستر بریدونه کړي


افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره د نهې یا سې شنبې په ماسپښین په دوه اړخیزو مسلو په داسې حال کې خبرې کړي چې په شپه یې طالبانو په افغان امنیتي ځواکونو باندې څو ځایه بریدونه کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي دي چې په دغه کتنه کې د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان د پلي کېدو، تروریزم سره پر مبارزې، د سولې په مذاکراتو د افغانانو په مالکیت او مشرۍ او د تاوتریخوالي په کموالي مفصل بحث وشو.

اخوا د پاکستان د پوځ په بیان کې راغلي دي چې جنرال باجوه د روژې او اختر په مناسبت د افغان حکومت لخوا د سولې د ابتکار هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دا ډول هلې ځلې به په راتلونکې کې نورې هم اوږدې شي.

په بیان کې دا هم راغلي، چې په ګڼو مسلو خبرې وشوې چې د هغو له ډلې په افغانستان کې د سولې بهیر، د داعش او نورو ترهګرو لخوا د ډیورنډ پر کرښه د ترهګرۍ او نشي موادو د قاچاقو د مخنیوي په اړه خبرې وشوې.

خو نه د افغان حکومت او نه هم د پاکستان لخوا په خپرو شویو بیانونو کې د طالبانو په اړه څه راغلي دي چې څه ډول کیدای شي د سولې خبرو ته د هغوی د چمتوالي په برخه کې باید نور څه وشي.

خبر زیاتوي جنرال باجوه د ناټو له عمومي قومندان سره په خبرو کې وویل چې پاکستان هیله لري چې امریکايي او د ناټو ځوکونه باید په افغانستان کې بریالي شي او یو سولیز افغانستان پرېږدي.

بل لوري ته افغان او امریکايي ځواکونو تل په پاکستان باندې تورونه پورې کړیدي چې ترهګرو ته یې په خپل هېواد کې پټنځایونه ورکړيدي او له هغوی سره د روزنې او وسلو په برخه کې مرسته کوي خو پاکستاني چارواکي دغه تورونه نه مني.

باجوه کابل ته د اوربند په لومړۍ ورځ تللی:

د پاکستان د پوځ مشر په داسې حال کې کابل ته تللی، چې د وسله والو طالبانو سره د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا د اعلان شوي اوربند لومړۍ ورځ وه.

طالبانو هم افغان امنیتي ځواکونو سره یو درې ورځینی اوربند اعلان کړی، چې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ به پیل شي.

ولسمشر اشرف غني تر دې مخکې ویلي وو چې د پاکستان لخوا له افغانستان سره شوې ژمنې باید په عملي ډګر کې پلې شي.

کابل ته د جنرال باجوه له سفر سره سره د طالبانو بریدونه:

کابل ته د جنرال قمر جاوید باجوه سفر په شپه وسلوالو طالبانو د یولوی برید په ترڅ کې د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ له حکومتي ځواکونو څخه ونیوله.

د افغانستان خبري شبکې پژواک د فاریاب د ولایتي شورا د رئیس محمد طاهر رحماني‌ له خولې ویلي چې طالبانو تیره شپه په کوهستان ولسوالۍ یو دروند برید کړی اؤ دغه ولسوالي یې قبضه کړې ده.

هغه ویلي په دغه مهال شوې نښته کې د کوهستان د ولسوال په ګډون اووه امنیتي سرتیري وژل شوي ،۱۳ژوبل شوي اؤ دوه نور بې درکه دي.

سمیزو چارواکو ادعا کړېده چې په دغې جګړه کې تر شلو زیات وسلوال طالبان هم وژل شویدي.

د یو بل خبر له مخې د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، تیره شپه شاوخوا دوه بجې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ په مرکز او امنیه قوماندانۍ باندې موټربم برید وکړ، چې په نتیجه کې یې ۶ پولیس ووژل شول او ۲۶ تنه ټپیان شول.

ښاغلي نوري له امریکا غږ اشنا سره په خبرو کې وویل، چې په ټپیانو کې د مقر ولسوال هم شامل دی.

په غزني کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې لا هم په مقر ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

XS
SM
MD
LG