لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کروندګر د څاښت (لس بجيزې) چايو پراټو نه بې برخې شول


د پاکستان په خېبر پښتونخوا او د پښتنو په ځينو نورو سيمو کې هم د سهار د څاښت يا لسو بجو چای او پراټې يو عام رواج دی.

د لسو بجو دغه چاې پراټې کېدی شي نوکر پېشه خلکو يا د نورو هنرمندانو ته داسې په وخت ورنصيب نه شي خو د کرونده ګرو لپاره د دغې چاېو قضا کول بيخي د فرض مونځ پرېښودل دي.

د نوي دور سره د زوړ وخت دغه ښکلی رواج هم ورو ورو په تلو دی چې کرونده ګرو به په پټي کې د ګوډ چارۍ په وخت د زميدار د کور لاره څارله چې کله به چاې پراټې ورځي.

هغه وخت کې به چاې پراټې په هر کور کې هره ورځ نه پخېدلې، دا به صرف د مېملنولپاره يا په اختر شوقدر کې پخېدلې په عامو ورځو کې به کلي والو پښتنو اکثر بېګانۍ ډوډۍ په سکرو توده کړه او ورسره به يي سحرې چاې څښله.

په پټي کې د کرونده ګرو لپاره کرپندۍ پراټې او ټينګه چاې داسې وو لکه د اختر سحر، ټولو به په پټي کې خپلې خپلې کودالۍ يا بېلچې ودرولې او د پټي په پوله پروت د پراټو د شکور نه به يي خپې تاؤ کړې او په توده توده چاېې به يي ځانله زړونه ټکور کړل.

کرونده ګرو له پټي ته د چاېې د وړلو ذمه واري به اکثر په کور کې د ماشومانو يا مشرانو وه ځکه چې ځوانان به هم اکثر پخپله په پټي کې په کار کې بوخت وو.

د کور مشره ابۍ به هم کله کله په دغه ذمه وارۍ کې د ماشومانو سره ملګرې شوه، په سور درستخوان کې تړلی د پراټو شکور به اکثر يو ماشوم اخستې وو او د تودو چاېو ډک چاېنک چې په سخکوري کې به يي اکثر د وړو پېړه يا د ختې بوجه ورټومبلی شوې وه چې تويي نه شي، به بل ماشوم اخستی وو.

د کرونده ګرو لپاره دغه د ساختي چاې دومره مشهورې دي چې وخت په وخت ترې له کوره مرور يا په کور کې بې وسه خلک هم خوندونه اخلي او اکثر د پټي په لار کې د چاېې او پراټو وړونکي ماشومان څاري چې په څه بهانه ترې ځان پټي ته مخکې ورسوي او د کرونده ګرو په نيمګړي ست پراټو ته سترګې کلکې کړي.

د کرونده ګرو لارويو او نورو ګاونډيانو ته د چايو ستونو راته د دوابې د شاميرکاکا قيصه راياده کړه.

شامېر کاکا د سردرياب په غاړه په خپل پټي کې ګنو ته تلۍ اړولې چې وړو ورپسې د ساختي چاې پراټې وروړلې.

شاميرکاکا د سيند پورې غاړه نورا جان له ډېر په ډاډه زړه په دې خيال غږ ورکړو چې هسې هم نه شي ورپورېوتلی،

"نوراجانه چاېو له راشه، دا کارونه چا ختم کړي، راځه کيږي به"

نوراجان چې د شامير کاکا بيابيا غږونه واورېدل نو خوا ته پروت ټوپ ( ټيوب) يي د سيند غاړې ته راښکلو او سمدستي يي پرې خېټه ورواچوله، دغه وو چې د سيند بلې غاړې ته د شامير کاکا خواله ورپورېوتلو.

وېل شاميره کا چرته کېنم؟

شاميرکاکا چې د کور نه ورله صرف د خپل ځآن لپاره يوه پيالۍ ،او په چاې جوش کې لږه چاې او يوه پراټه راغلې وه، ډېر په زړه ماتي اوېل،

"زما دې کاواکه خلې ته کېنه"

نن سبا کرونده ګر ګليله من دي چې د پښتنو په اکثرو سيمو کې اوس د دوي لپاره د چاېو پراټو دغه ښکلی رواج بدل شوی.

په خېبر پښتونخوا کې زميدار وايي دوي اوس خپلو دياړي مارانو او د پټي مزدورانو له چاې پراټې نه پخوي، بلکه د بازار نه ورله چولې يا ګونګړي او لوبيا يا کلول او د تنور ډوډۍ واخلي او ځان ته کار آسان کړي.

زميدار وايي هغه وختونه لاړل چې ښځو به د پټي مزدورانو له شل شل پراټې او ډکې ډکې پتيلې چاېې پخولې اوس اکثره جينکۍ سکولونو کالجونو ته ځي او په کور کې ناستې مشرانې مېرمنې دغه درانه کارونه نه شي کولې.

مشران وايي پخوا به ددوي زيات وخت په پټو کې تېرېده، د پټي په يو ګوټ کې به د توتانو زړه جنګۍ وه چې پکې به د زمېدارۍ ټول اوزار هم پراته وو او پکې به د يخو اوبو منګی او چيلم هم پروت وو چې څوک به په لاره تېردل نو د ښه چاري سره سم به جنګۍ ته ورستانه شول، چاېې چيلم به يي هم اوکړل او دمه به هم شول او په جنګۍ کې ناست خلک به يي د بهر دنيا له حاله هم خبر کړل.

خو اوس وختونه بدل شوي، پښتانه زميدار هم په اوزګار وخت کې د نوي دور د ټيکنالوجۍ نه خوندونه اخلي، اوس هغه وخت نه دی چې د ګوډ چارۍ يا لو لور په وخت به ورته په پوله رېډيو پروت وو او د خيال محمد استاذ غزلې به يي اورېدلې .

پښتانه کرونده ګر هم اوس دغه کار د موباېل ټيلي فون ياسمارټ فون نه اخلي، دوي په پټو کې په خپل آيي فون د نوي دور د سندرونه هم خوند اخلي او د ګرې نړۍ نه د ځان خبرولو لپاره پرې د رېډيو نورې خپرونې او خبرونه هم اوري.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

XS
SM
MD
LG