لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داجمل قصاب دمرگ سزا پځايې ساتل شوې


دهند سپريم کورټ دممبۍ بريدونو کې ژوندي بچ شوي يواځيني بريدکوونکي اجمل قصاب ته اورول شوې دمرگ سزا پځايې ساتلې ده.
اجمل قصاب دخپلې سزا په ضد دهند ستره محکمه کې يو اپيل جمع کړى ؤ چې په هغې فيصله دشورو په ورځ اورول شوې ده.
اجمل قصاب دهاغو لسو بريدکوونکو څخه يو دى چې په نومبر کال 2008م کې دهند ممبۍ ښار کې يې په هوټلونو، يوې يهودي عبادت خانې او ريلوى سټيشن يې بريدونه ترسره کړي وؤ ، په دغو بريدونو کې 166 کسان وژل شوي وؤ.
دهند يوې لاندينۍ محکمې په اجمل قصاب، دوژنې، دهند په ضد دجگړې او ترهه گرۍ دجرمونو په ثابتيدو هغه ته دمرگ سزا اورولې وه چې هائيکورټ هم پځايې ساتلې وه.
دممبۍ بريدونو کې دککړو لسو بريدکوونکو څخه يواځې اجمل قصاب په زخمي حالت کې ژوندى نيول شوى ؤ، په ابتدائي توگه دجرم دمنلو وروستو اجمل قصاب په عدالت کې ورکړي دخپل بيان څخه منکر شوى ؤ.
هند دممبۍ دبريدونو ذمه وار کالعدم تنظيم لشکرطيبه گرځولې وه، دپاکستان حکومت هم دممبۍ د بريدونو ديو شکمن منصوبه جوړونکى ذکي الرحمان لکهوي پشمول اووۀ کسان نيولي او دهغوي په ضد يې عدالتي کارروائي پيل کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG