لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مصر کې د آئیني ریفرینډم غیرقانونه گرځولی شوی دی


ریفرینډم کې برخه اخستلو د پاره خلک په قطار کې ولاړ ښکار کیږي
مصر کې د انساني حقوقو ډلې وايي د نوي آئین د منظورۍ د پاره شوې ووټونه یا ریفرینډم کې په پراخه کچه د قوانینو خلاف ورزۍ شوې دي نو ځکه دې بیا د سره ووکړی شي.
د بشري حقوقو د اووؤ ډلو یو ائتلاف خپل غږ په داسې مهال پورته کړی چې اخوان المسلیمون چې صدر محمد مورسي ورسره تړون لري د خالي په ورځ شوې ووټونو کې د گټې دعوه کړې ده او ویلي يي دې چې ریفرینډم کې برخه اخستونکو ٥٦ فیصد خلکو نوی آئین منظور کړی دی.
د انساني حقوقو ډلو ویلي ریفرینډم کې ځنې خلک په غیرقانوني توگه د ووټ اچولو نه منع کړی شوې دي او په ځنې موقعو کې د ججانو په ځائې نورو خلکو د ووټ اچونې د عمل څارنه کړې ده.
د حکومت تر ټولو مشهور مخالف محمد البرادی هم په ریفرینډم تنقید کړی دی. په ټویټر خپل پیغام کې هغه ویلي ریفرینډم کې په پراخه کچه درغلۍ شوې دي او پکې د خلکو د برخه اخستلو شرح یا ټرن اؤټ کچه هم ټیټه وه.
اخوان المسلیمون ویلي د خالي په ورځ شوې ریفرینډم کې په ٢٦ میلنه ووټرانو کې دریمه برخه خلکو برخه اخستې ده. د ریفرینډم په وړمبي پړاؤ کې د مصر چې ټولې ٢٧ صوبې لري، ١٠ صوبو کې ووټونه اچول شوې دي چې د قاهره او سکندریه ښارونه پکې شامل دي. په دویم پړاؤ کې به په باقي پاتې صوبو کې د راتلونکې خالي په ورځ ووټونه اچول کیږي.
XS
SM
MD
LG