لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د یو شمیر امریکاېي سفارتخانو د بندیز اعلان


د امریکا د خارجه دفتر تر مخه د نړۍ په ځنو هیوادونو کې به د اتوار په ورځ یو شمیر امریکاېي سفارتخانی بندی وي. که څه هم د امریکا خارجه د بندیدونکو سفارتخانو نومونه نه دي خودلي ، خو خارجه دفتر په یو بیان کې ویلي د منځني خطیز ، شمالي افریقې او په ځنو نورو مسلمانانو هیوادونو کې به سفارت خانې د اتوار په ورځ بندی وي چرته چې په عامه توګه د اتوار په ورځ سفارت خپل کارونه جاري ساتي.
د خارجه دفتر ویاندی میرمن مري هارف خبریالانو ته ویلي دغه ګام په امریکاېي سفارتخانو کې د کارکونکو کسانو حفاظت لپاره پورته کړی شوی دی. میرمن هارف زیاته کړی یو شمیر سفارتخانو ته ویل شوي د اګست په څلورمه نیټه دی سفارتخانې بندی اوساتي.
د امریکا نیویارک ټایمز اخبار د یو رپورټ تر مخه په جزیره نما عرب او په خاصه توګه په یمن کې القاعده او د دغو سره تړلې ډلې دومره توان لري چې په نورو هیوادونو کې په امریکاېی احدافو بریدوه اوکړي. اخبار د یو امریکاېي چارواکي د خلی لیکلي په یو وخت باندی د ډیرو کونسلګرو بنیدل څه نوی خبره نه ده ، خو زیاتوي دا ځلې امریکاېي استخباراتي ادارو ترلاسه شوي دهړکې سنجیده اغستي.
دا تازه ګام په داسې حال کې پورته شوی چې تیر کال هم پدی ورځو کې یعنی د روژی میاشتې په اخرو ورځو کې د لیبیا په بن غازی ښار کې په امریکاېي سفارتخانه د ترهګرو یو برید کې د امریکاېي سفارتکار په شمول څلور امریکایان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG