لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر کښې په نښتو کښې نور ١٧٣ مظاهره چيان وژل شوي


په مصر کښې امنيتي ځواکونه د قاهرې په هغه جومات ورختلي چرته چې د لرې کړی شوي صدر محمد مورصي په سلگونو مرستيالانو د جمعې د ورځې خونړو پيښو وروستو پناه اخستې. د پېښې د ځاې نه رارسيدلي رپورټونه ښایی چې مصري پوځ د دواړه اړخو تر مينځه د سختو ډزو وروستو د الفتح جومات مخې ته ځاې صفا کوي. دعرب ميډيا لخوا خپرو کړل شوو ويډيوگانو کښې ښکاري چې امنيتي ځواکونه په جومات ډزې کوي او د جومات دننه په خلکو کښې د يرې مناظر ليدل کيږي.
د محمد مورصي مرستيالانو د جمعې د ورځې احتجاجونو په مهال راپورته شوي خونړو پېښو وروستو په دغه جومات کښې پناه اخستې وه. د جومات نه بهر خبريالان واي د امنيتي ځواکونو او په ظاهره د جومات منارې نه د ځنې وسله والو ترمينځه ډزې شوي خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې ډزې اول چا کړي.
د مصر يو حکومتي وياند واي د جمعې د ورځې راهسې روانو احتجاجونو کښې ١٧٣کسان وژل شوي. د دې وړاندې د شورو په ورځ د لرې کړی شوي صدر مورصي مرستيالانو د احتجاجونو په وخت د حکومتي ځواکونو په تشدد کښې د ٦٠٠ پورې مظاهره چيان وژل شوي وو.
ددي تر څنگ د خالي په ورځ د قاهرې په يو بله برخه کښې گنړشمېر احتجاج کوونکي لارو کوڅو ته راوتي او د حکومت او پوځ پر ضد يې چغې وهلې. د قاهرې نه علاوه د مصر په اسکندريه او اسماعيليه ښارونو کښې هم د تشدد پېښې رامنځ ته شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG