لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن پوسټ : پاکستاني چارواکو دډرون بريدونو خفيه منظوري ورکړې وه


باوجوددپاکستان په حکومت کې شاملو لوړپوړو چارواکو تر څو کلونو نۀ يواځې دا چې په خفيه توگه ددغه پروگرام منظوري ورکړې وه بلکې دمعمول مطابق يې په دغو حملو په هکله په خفيه ډول احوالونه هم اوريدل.
باوجوددپاکستان په حکومت کې شاملو لوړپوړو چارواکو تر څو کلونو نۀ يواځې دا چې په خفيه توگه ددغه پروگرام منظوري ورکړې وه بلکې دمعمول مطابق يې په دغو حملو په هکله په خفيه ډول احوالونه هم اوريدل.
امريکائي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ ته دترلاسه شوؤ سي ائي اى دخفيه دستاويزاتو اؤ پاکستاني سفارتي پيغامونو ترمخه پرله پسې دسي ائي اى دډرون کمپائن دغندنې کولو باوجوددپاکستان په حکومت کې شاملو لوړپوړو چارواکو تر څو کلونو نۀ يواځې دا چې په خفيه توگه ددغه پروگرام منظوري ورکړې وه بلکې دمعمول مطابق يې په دغو حملو په هکله په خفيه ډول احوالونه هم اوريدل.
امريکائي ورځپاڼې دغه ادعا په داسې حال کې کړې ده چې دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف تيره ورځ واشنگټن کې ميډيا سره دخبرو په مهال وئيلي وؤ امريکائي صدر براک اوباما څخه يې دپاکستان په قبائيلي سيمو دډرون حملو داودرولو غوښتنه کړې.
په دغو دستاويزاتو کې د٢٠٠٧م څخه تر٢٠١١م پورې تر څلورو کلونو دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دترسره شوؤ لسگونو ډرون حملو يادونه شوې اؤ پکې نقشې ، دپه نخښه کړل شوؤ ودانو په هوا کې دبريد څخه لمړى اؤ وروستو اخستل شوي عکسونه هم شامل دي، په دغه موده کې پاکستان کې دډرون حملو کې ډرامائي چټکتيا راغلې وه.
ددغو دستاويزاتو څخه معلوميږي چې دسي ائي اى دترهه گرۍ دمخنيوي مرکز په ځانگړې توزگه دپاکستان حکومت ته دورکولو لپاره تيار کړي وؤ.
واشنگټن پوسټ ليکي دډرون پروگرام لپاره دپاکستان دغه خفيه منظوري په واشنگټن اؤ اسلام اباد کې دهاغو قومي امنيتي رازونو څخه يو ه ده کومه چې په راز کې نۀ ده ساتل شوې اؤ تر دې چې دډرون حملو په پيل کې به دغه الوتکې دپاکستان دفضائي اډو څخه الوتې.
په دغو دستاويزاتو کې دلږ ترلږه ٦٥ؤ ډرون بريدونو يادونه شوې اؤ ټاپ سيکرټ گرځول شوي ، خو په دغه اړه پاکستان ته دمعلوماتو ورکولو اجازت ورکړل شوى.
دواشنگټن پوسټ په وينا واشنگټن کې دپاکستاني سفارت خانې وياند دتبصرې دخواست ځواب نۀ دى ورکړى اؤ بل اړخ ته دسي ائي اى وياند په دغو دستاويزاتو دتبصرې کولو څخه انکار ، خو کړى خو ددې اصليت يې شک نۀ دى کړى.
دخفيه دستاويزاتو ترمخه گڼو حملو کې دهدف په تعين کولو کې دپاکستاني چارواکو دکردار ثبوتونه ترلاسه کيږي.
گڼ دستاويزات ټاکنگ پوائنټس گرځول شوي اؤ وئيل شوي چې دهاغه وخت دسي ائي اى ډپټي ډائريکټر مائيکل جى موريل دهاغه وخت پاکستاني سفير حسين حقاني ته پرله پسې حال احوال تيرولو ، خو حسين حقاني په دغه اړه دڅه رقم تبصرې کولو څخه انکار کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG