لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

جان کيري: امريکا به افغانستان څخه بخښنه نۀ غواړي

دامريکا اؤ افغانستان حکومتونه دهاغه امنيتي تړون په شرطونو متفق شوي چې ورسره به په افغانستان کې امريکا يو اوږد پوځي موجوديت ته لاره هواره شي.
دامريکا اؤ افغانستان حکومتونه دهاغه امنيتي تړون په شرطونو متفق شوي چې ورسره به په افغانستان کې امريکا يو اوږد پوځي موجوديت ته لاره هواره شي.

پيښور- دامريکا خارجه وزير جان کيري دشورو په ورځ اعلان کړى چې امريکا اؤ افغانستان ددواړو هيوادونو ترمينځ دهاغه دوه اړخيزه امنيتي تړون لفظونو ته غوڅ شکل ورکړى چې په نتيجه کې په يې د٢٠١٤م څخه وروستو هم ځينو امريکائي پوځيانو ته افغانستان کې دپاتې کيدو اجازت وي اؤ ورسره به په کابل کې حکومت ته دبلينونو ډالرو نړيواله مرسته دوامداره وي.
خارجه وزير دميډيا هاغه راپورونه هم مسترد کړي چې پکې وئيل شوي وؤ اوباما انتظاميه به افغانستان کې دطالبانو په ضد دجگړې په مهال په شوؤ پوځي تيروتنو افغانانو څخه بخښنه غواړي.
جان کيري وئيلي دي دامريکا اؤ افغانستان حکومتونه دهاغه امنيتي تړون په شرطونو متفق شوي چې ورسره به په افغانستان کې امريکا يو اوږد پوځي موجوديت ته لاره هواره شي.
جان کيري وويل مونږ په هاغو نکتو متفق شوي يو چې لويې جرگې ته به وړاندې کيږي، هغوي ته به ددې منظوري ورکول وي
څو ورځې دمخه دافغان صدر حامد کرزي يو لوړپوړي نزدې ملگري په ډاگه کړې وه چې حامد کرزى به تر هاغې ددغه تړون اجازت نۀ ورکوي ترڅو چې صدر اوباما افغانستان کې د١٢ کلنې جگړې په مهال په پوځي تيروتنو ديو خط له لارې بخښنه ونۀ غواړي، خو دشورو په ورځ جان کيري په ډاگه کړې ده چې په دغه اړه دصلاح راتللو لپاره به دامريکا له لوري کومه بخښنه نۀ غوښتل کيږي.
جان کيري وويل صدر کرزي دبخښنې لپاره غوښتنه نۀ ده کړې، دبخښنې په اړه هيڅ بحث نۀ دى شوى
اسټريلوي چارواکو سره له خبرو وروستو په خارجه محکمه کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ښاغلي کيري په دې خبره ټينگار کړى چې امريکائي ځواکونه به د٢٠١٤م وروستو په افغانستان کې ډير محدود رول لوبوي.
دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ په ترسره کيدونکي دغه دوه اړخيزه امنيتي تړون دزيارت په ورځ کابل کې ددوه نيمو زرو قبائيلي مشرانو لخوا دمشورتي جرگې په مهال بحث پيليږي.
دغه مشران به پريکړه کوي چې ايا دامريکا اؤ افغانستان ترمينځ دهاغه امنيتي دوه اړخيزه تړون اجازت ورکړل شي که نه چې په نتيجه کې به يې د٢٠١٤م څخه وروستو افغانستان کې دځينو امريکائي پوځيانو دموجوديت ته قانوني جواز پيدا شي،
ددغه تړون په يوه لانجمنه نکته کې امريکائي پوځيانو ته دافغان قانون څخه استثنا ورکول هم شامل دي.
دافغانستان صدر حامد کرزي تيره اوونۍ په طالبانو هم غږ کړى ؤچې هغوي دې په دغه تړون دخپلې رايې څرگندولو لپاره جرگې ته خپل استازي وليږي
خو افغان طالبانو دمخه دهيواد جرگه مسترد کړې اؤ خبردارى يې ورکړى چې که چرې دغه تړون يې تائيد کړو نو هغوي ته به ”دغدارانو“ په حيث سزا ورکوي.
دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ د امن په دغه دوه اړخيزه تړون تيره مياشت کابل کې دصدر کرزي اؤ امريکا دخارجه وزير جان کيري ترمينځ اوږد بحث شوى ؤ، خو دغه تړون ته غوڅ شکل له دې امله نۀ ؤ ورکړل شوى چې صدر حامد کرزي په ډاگه کړه په لانجمنو قومي معاملو دفيصلې اختيار يواځې دافغانستان پارليمان لري.
واشنگټن هڅه کوي دغه تړون داکتوبر تر اخرې پايې ته ورسيږي ، ترڅو دکال ٢٠١٤م ددسمبر دمياشتې په پايې کې افغانستان څخه دامريکا په مشرۍ دنيټو دائتلافي ځواکونو دپينځوؤ اوياؤ زرو جنگي پوځيانو وتلو ته لاره هواره شي.

See all News Updates of the Day

د پاکستان سېنېټ قرارداد منظور کړی، د احمديانو لږکۍ ګرځولو ورځ دې رخصتي او قامي ورځ ونمانځل شي

د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې منظور کړل شوي قرارداد کې ويل شوي، د اووم ستمبر ورځ، چې احمديان په دغه ورځ لږکۍ ګرځول شوي، دا ورځ دې عامه رخصتي او د قامي ورځې په توګه ونمانځل شي.

پاکستان کې په اووم ستمبر 1974 کې د ذوالفقار علي بټو په وزيراعظمۍ کې پارلیمان د اييني بدلون د لارې احمديان غېر مسلمانان ګرځولي وو.

پرون په 16م ستمبر د جمعيت علما اسلام ف ګوند سېنېټر مولانا عطا الرحمان په سېنېټ کې دغه قرارداد وړاندې کړی او په اکثريت سره منظور کړل شوی دی.

د رپورټونو ترمخه، د قرارداد مخالفت چا هم نه دی کړی.

په قرارداد کې ويل شوي، دغه ورځ دې په سرکاري کچه رخصتي اعلان شي، چې ماشومان خبر شي په دې ورځ د احمديانو لږکۍ ګرځولو تاريخي فيصله شوې وه.

پرون د قرارداد وړاندې کولو په وخت عطا الرحمان ويلي، کومو علماو چې په دغه لړ کې کار کړی هغوی دی په تمغو ونازول شي.

د قرارداد وروسته د لږکيو سېنېټر دنيش کمار په قرارداد د خبرو کولو ويلي، خو د پيپلز ګوند د سېنېټ غړي فاروق اېچ نايک ورته ویلي، چې قرارداد منظور شي په هغې بيا خبرې نه شي کېدی.

پاکستان کې احمدي ټولنه وايي، د وړاندې نه د بې زغمۍ او مذهبي کرکې سره مخ وو او د اييني بدلون وروسته یې مشکلات نور سېوا شوي دي.

د احمديانو غېر مسلمانانو ګرځول کېدو په 50 کاله پوره کېدو روانه میاشت پاکستان کې مذهبي ډلو بېلا بيل پروګرامونه تابيا کړي او جمعيت علمااسلام ف ګوند د لاهور په مينار پاکستان کې د يوم الفتح په نوم غونډه راجوړه کړې وه.

د پاکستان د بشري حقونو سرکاري کمېشن په خپل يو وروستي رپورټ کې په احمديانو کېدونکو حملو، بد چلند او د دوی د عبادت خانو او هديرو د سپکاوي په ګډون په رياستي کچه توپیري سلوک باندې اندېښنې ښودلي. کمېشن د مرکزي او صوبايي حکومتونو څخه د موثره ګامونه پورته کولو غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو سرکاري کمېشن په وروستي رپورټ کې ویل شوي چې په کال 2023 کې ددغه هېواد د احمدي ټولنې د خلکو په ضد په خپلو عبادت خانو باندې د کلمې د لګولو له کبله 765، د عبادت لپاره د اذان کولو 47، د خپلې عقیدې د تبليغ کولو 861 مقدمې درج شوې دي.

د رپورټ ترمخه همدا ډول نزدې 334 احمديان د مذهب د سپکاوي د تورونو سره مخامخ دي.

د جون په میاشت کې په نړيوال کچ د مذهبي ازاديو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رپورټ کې ويل شوي وو، پاکستان کې په کال 2023 کې د مذهب د سپکاوي په تور د 329 کسانو خلاف مقدمې درج شوي دي چې 20 فيصده پکې احمديان، 3.3 فيصده عيسوي لږکۍ او 75 فيصده مسلمانان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مذهبي ازادیو په اړه امریکايي رپورټ له حقیقتونو لرې بللی او ویلي یې وو، پاکستان کې هر تن ته مذهبي ازادي ترلاسه ده.

ملګري ملتونه: طالبانو په افغانستان کې د پولیو وېکسین کمپېن ځنډولی؛ طالبان: نه دی ځنډېدلی

ټاکل شوې وه چې په همدې سپټمبر میاشت کې افغانستان کې د پولیو وېکسین تازه کمپېن پیل شي (فایل فوټو)
ټاکل شوې وه چې په همدې سپټمبر میاشت کې افغانستان کې د پولیو وېکسین تازه کمپېن پیل شي (فایل فوټو)

رپورټونه وايي چې د پولیو کمپېن د تطبیق په څرنګوالي باندې د طالبانو حکومت او د روغتیا نړیوال تنظیم ترمنځ د بحثونو او جنجال له کبله په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد کمپېن ځنډول شوی دی.

خو طالبان وايي چې په دې اړه لا «رسمي څه نشته».

ملګرو ملتونو د نهې -دوشنبې په ورځ سپټمبر په 16 وویل چې طالبانو دغه کمپین ځنډولی دی. د روغتیا نړیوال تنظیم چارواکي وايي په هغو بحثونو خبر دي چې په افغانستان کې د کور په کور په ځای په جوماتونو کې د وېکسین تطبیق کېدل غواړي.

اسوسیېټېډ پرېس د عامې روغتیا د تنظیم د یو چارواکي حامد جعفري په حواله لیکلي: « د پولیو د ختمولو نړیوال نوښت د پالیسۍ د تازه بحثونو په اړه خبر دي چې د پولیو کور په کور کمپېن ساحې-په ساحې کمپېن ته انتقالوي».

نوموړي وویل چې په دغه کمپېن کې د خېل شریکان یې «په اوسنۍ تګلارې کې د هر بدلون د اغیز او اندازې د درک په اړه یې د بحث په پروسې» کې لګیا دي.

په افغانستان کې د پولیو وېکسین کوونکي کور په کور ګرځي او ماشومان وېکسین کوي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې له دې لارې اکثریت ماشومان وېکسین کېږي. خو په کندهار کې، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده مرکز بلل کېږي، دا وېکسین په سیمو او جوماتونو کې کېده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په کندهار کې د پولیو پېښې ځکه زیاتې دي،‌ چې هلته کور په کور وېکسین نه کېږي. دغه سازمان دا خبره هم کوي چې د وېکسین په دغه کمپین کې شاملې وېکسین کوونکې«میرمنې تقریبآ ۲۰ فیصده دي چې کافي نه دي او له کبله یې په ځینو برخو کې ټول ماشومان هم نه شي وېکسین» کېدای.

طالبان دا ټېنګار هم کوي چې باید له وېکسین کوونکو ښځو سره یې محرم هم وي.

دا تغیر داسې مهال راغلی دی چې ټاکل شوې وه چې په افغانستان کې د سپټمبر په میاشت کې د پولیو کمپېن پیل شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوې اعلامیې کې ویلي دي:‌ «ځینې رسنیو راپورونه خپاره کړي چې ګواکې په افغانستان کې د پولیو وېکسین منع شوی، او یا هم بند شوی دی ، ستاسې د معلوماتو لپاره باید ووایو چې په دې اړوند تر اوسه د وېکسین د تطبیق د منع یا بندیدو اړوند رسمي څه نشته او نه هم د بندیز کومه ستونزه وجود لري.»

ده ویلي دي چې دوی هڅه کوي چې «ټولو هغه مشروع او تکنیکي نظریو سره مل د پولیو وېکسین تطبیق کړي چې د ټولنې په کچه مؤثر او مثمر تمام» شي.

په افغانستان کې د پولیو د کمپېن بندېدل د پولیو د محوه کولو د کمپېن په وړاندې لوی خنډ بلل کېږي. دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو وایرس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.

د روغتیا نړیوال تنظیم وايي چې په روان 2024 کال کې په افغانستان کې د پولیو 18 پېښې ثبتې شوي دي. دا شمېر په 2024 کال کې شپږ و.

د پولیو د ختمولو نړیوال نوښت ، چې هرکال تقریبآ یو میلیارد ډالر لګوي چې دا وېکسین ختم کړي، ځو څلې پاتې راغلی دی چې په ټاکلي وخت سره دا وایرس ختم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د وېکسین په کمپین کوونکو باندې بریدونه شوي او یو شمېر یې وژل شوي‌ او ژوبل شوي دي. نا امني، دودونه، د میندو او پلرونو او کورنیو نه همکاري د پولیو وېکسین د محوه کولو د کمپین په وړاندې لوی خنډونه شمېرل کېږي.

یادونه: د وي او اې اشنا په مننه

امریکا کې نيول شوي پاکستاني تن عدالت ته خواست کړی، د قتل په سازش کې دې قصورواره ونه ګرځول شي

هغه پاکستانی چې په اړه یې دعوه کيږي د ايران سره اړيکې لري، د ګل، دوشنبې په ورځ یې عدالت ته خواست کړی چې هغه دې د ايران د پاسداران انقلاب ځواک کمانډر قاسم سليماني د وژنې د بدل اخستو دپاره، د امريکايي سياستمدار د وژنې په شازش کې قصور واره ونه ګرځول شي.

د رويټرز د خبر ترمخه، 46 کلن اصف مرچنټ د بروکلېن عدالت کې د مجسټرېټ جج رابرټ ليوي په وړاندې پېش کړل شوی او هغه د نړيوالو پولو نه پورې د ترهګرۍ د هڅو او په اجرت د قتل په تور کې هم د خپلې بې ګناهۍ دپاره خواست کړی دی.

جج حکم کړی، مرچنټ به د مقدمې د اورېدنې پورې په بند کې وي.

مرکزي استغاثه عدالت ته ويلي، مرچنټ امریکې ته د تلو او هلته د پلان دپاره د کسانو ګمارلو نه وړاندې په ايران کې وخت تېر کړی دی.

د استغاثې په وينا، مرچنت يو پټ ايجنټ ته ويلي چې هغه د يو هدف څخه د اسنادو پټولو او په امریکا کې د مظاهرو کولو اراده هم لرله.

د رويټرز ترمخه، په دغو حالاتو خبر يو تن د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، تورن [مرچنټ] پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ په ممکنه توګه د هدف دپاره نومولی خو د قتل رسمي پلان یې نه وو جوړ کړی.

عدالتي اسنادو کې د هدف نوم نه دی ویل شوی، او نه د حملې ويل شوي دي.

ډانلډ ټرمپ چې صدر وو په 2020م کال کې په سليماني د ډرون بريد منظوري ورکړې وه.

د خبر ترمخه، داسې کومې اشارې هم نشته چې مرچنټ د اتوار، يکشنبې په ورځ په فلورېډا ګالف کورس کې د ټرمپ د وژنې د هڅې د پلان، يا د جولايۍ په مياشت کې په پنسلوينيا کې د ريپبلکن صداراتي امېدوار [ټرمپ] په جلسه د ډزو سره تعلق لری.

مرچنټ په 15مه جولايۍ په ټېکساس کې نيول شوی وو.

په 11م ستمبر په مرچنټ فرد جرم لګول شوی وو، او د امریکې د انصاف وزارت او سرکاري وکیلانو په یو بیان کې ويلي ووؤ مرچنټ په مبینه توګه د اجرتي قاتل په تلاش کې وو چې د امریکې کوم سیاستدان یا کوم حکومتي چارواکی ووژني.

د امریکې مشر سرکاري وکیل، یا څارنوال، مېرېک کارلېنډ، په بیان کې ويلي وو د مرچنټ خلاف د ترهګرۍ او د قتل الزامات څرګندوي چې امریکا به د هغه خلکو احتساب کوي چې د امریکایانو خلاف د ایران "مهلک سازشونه" عملي کوي.

پاکستان: اييني ترميمي قانوني مسوده پارليمان کې نه دې وړاندې کړل شوي

پاکستان کې د دوو ورځو راهسې داسې امکان څرګندېدو چې حکومت به د اييني ترميمونو قانوني مسوده پارلیمان ته وړاندې کړي، خو پرون د ګل، دوشنبې په ورځ هم قانوني مسوده نه ده وړاندې کړل شوې، اول د برني اېوان سېنېټ او بيا د قامي اسمبلۍ غونډه د نامعلومه وخته پورې ځنډول شوې ده.

حکومتي وزيرانو ويلي، راتلونکو څو ورځو کې به په قانوني مسوده د اتفاق رای په جوړولو کار وشي او د هغې وروسته به بيا پارليمان ته وړاندې کړل شي.

د قامي اسمبلۍ اسپيکر اياز صادق په مشرۍ د اسمبلۍ غونډه کې د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني سپیکر اسد قېصر ويلي، پارلیمان د ربړ سټېمپ په شان کارول کيږي، او دغه ترميمي اييني مسوده د کومې خوا راغلې ده.

نوموړي د حکومت مخالفه ګوند مشر مولانا فضل الرحمان مننه کړې چې هغه د زړورتيا څرګندونه کړې ده.

هغه ويلي، د شپې په تياره کې قانون سازي کول به غلا ګڼل کيږي، که کوم اييني بدلون کيږي په هغې دې د ټولو سره مشوره وشي او پارلیمان کې دې پرې بحث وشي.

مولانا فضل الرحمان سره په قامي اسمبلۍ کې اته او سېنېټ کې پينځه غړي دي، ويل کيږي د اييني بدلون دپاره د نوموړي ملاتړ مهم دی، ځکه په ایین کې د ترمیمونو لپاره ضروري ده چې حکومت باید په سېنېټ او قامي اسمبلۍ کې په درېو کې د دوو برخو غړو ملاتړ ولري، کومه شمېره چې دا وخت د حکومت سره پوره نه ده.

د رپورټونو ترمخه د اييني بدلونونو مسوده چې خپره شوې نه ده، ويل کېده په دغو اييني بدلونونو کې د سپريم کورټ او هايکورټ د ججانو د عمر نېټه د 65 نه تر 68 پورې کلونو پورې غځولو وړانديز کېدلو.

او پاکستاني مطبوعاتو داسې خبرونه هم خپرول کېده چې د ممکنه قانون سازۍ په مسوده کې د جوډیشل کمېشن او پارلیماني کمیټۍ خپلو کې د یو کولو تجویز هم شامل وو.

د پاکستان پيپلز ګوند نويد قمر هم پرون د قامي اسمبلۍ غونډه کې د اييني ترميمونو د قانوني مسودې نه وړاندې کېدو وروسته ويلي، داسې تاثر ورکول کيږي چې يو ګونډ ګټه وکړه او بل ماتې وخوړه، که ګټه وي او که بايلات، هغه به د پارلیمنټ وي.

د دفاع وزير خواجه اصف ويلي، په ايين کې د بدلون په اړه به اتفاق رای جوړولی شي او د هغې وروسته به اييني مسوده پارلیمان ته راوړلی شي.

د قانون مرکزي وزير، اعظم نزير تارړ دا ټاکل د پارلیمان کار دی چې ملک په کومه خوا بوتلل پکار دي، کله چې اتحادي حکومت جوړ شو، هغه وخت ټاکل شوې وه چې په ايين کې موجودې نيمګړتياوې به لرې کولی شي.

هغه زياته کړې، د کابينې او خصوصي کمېټۍ د منظورۍ وروسته به قانوني مسوده اېوان ته وړاندې کولی شي، مجوزه يا تجويز کړل شوي ترميم کې د اييني عدالت وړانديز شته دی، خو دا د چيف جسټس د ريټايرډ کېدو سره وتړل شو او په عدالت حمله وګرځول شوه.

بل لور ته په اډياله زندان کې بندي د پاکستان تحریک انصاف ګوند باني عمران خان ويلي، اييني ترميم د ده په جېل کې ساتلو دپاره راوړل کيږي.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، عمران خان د 190 ميلينه پاونډونو د قضیې اورېدنې په وخت جرنلسټانو سره غېر رسمي خبرو کې ويلي، اييني عدالت ځکه جوړول کيږي چې دوی د سپريم کورټ نه په ويره کې دي، د نوي ترميم نه به د ملک راتلونکی تباه شي.

رپورټونه وايي، پرون سپريم کورټ ته خواست شوی چې مجوزه يا تجويز کړل شوی اييني ترميم دې لاقانونه وګرځول شي.

د پارليمان د غونډو ځنډېدو وروسته د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د جمعيت علمااسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان سره ليدو ورغلی دی.

د ليدنې وروسته د پيپلز ګوند خورشيد شاه مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، مولانا یې په اعتماد کې اخستی، دواړه ګوندونه په دې سلا شوي چې په شريکه به يو ډرافټ راوړي او ګډې خبرې به پرې کوي.

هغه زياته کړې، قانون سازي یې حق دی او څوک یې ترې هم نه شي ودرولی.

د مولانا فضل الرحمان سره د اتوار، يکشنبې په ورځ او بيا د شپې حکومتي او اپوزيشن پاکستان تحريک انصاف پلاوو ليدنې کړې وې.

کلوني فاونډیشن فار جسټس رپورټ: په پاکستان کې د مذهب په سپکاوي تورن کسان د 'سختو' قانوني جګړو سره مخ دي

په دغه رپورټ کې د پاکستان کې د بشري حقونو د یوې مشهورې وکیلې او فعالې حنا جیلاني له قوله ویل شوي چې : ” د پاکستان عدالتي نظام په پاکستان کې د مذهب سپکاوي د قوانینو د غلط ګټې په مخنیوي کې په مکمل توګه ناکامه شوې دی“. (فایل فوټو)
په دغه رپورټ کې د پاکستان کې د بشري حقونو د یوې مشهورې وکیلې او فعالې حنا جیلاني له قوله ویل شوي چې : ” د پاکستان عدالتي نظام په پاکستان کې د مذهب سپکاوي د قوانینو د غلط ګټې په مخنیوي کې په مکمل توګه ناکامه شوې دی“. (فایل فوټو)

د یو نوی رپورټ ترمخه په پاکستان کې د مذهب سپکاوي قانون نه په پراخه توګه غلطه ګټه پورته کیږي. ډیر کسان چې د خپل ځان دفاع کوي بې اساسه تورونو، اوږد مهاله قانوني جګړو او د مقدمې وړاندې د اوږد مهاله جپل وخت تیروي ځکه چې ججان یا قاضیان د مذهبي ډلو د خفا کولو نه بچ کیدو دپاره په احتیاط سره چلند کوي.

د امریکا کلوني فاونډیشن فار جسټس (CFJ) د ګل-دوشنبې په ورځ خپلې څرګندونې د پاکستان د ابادۍ په لحاظ ترټولو لوی صوبې پنجاب مرکز لاهور کې په 2022م کال کې د شپږ میاشتو دپاره 24 مقدماتو څارنې وروسته خپرې کړي.

کلوني فاونډیشن فار جسټس وویل چې 15 تورن کسان د مرګ د لازمي سزا سره مخ کیدې شي که چېرته مجرم ثابت شي. په رپورټ کې ویل شوي چې کلوني فاونډیشن څارونکو په زیاتو مقدمو کې لږ پرمختګ لیدلی، يه 252 اوریدنو کې 217 ځنډول شوي، او زیات تورن کسان د مقدمې وړاندې په حراست کې ساتل شوي دي.

د کلوني فاونډیشن فار جسټس قانوني ماهر او د لنډن سکول اف اکنامکس پروفېسر زېمران سیمویل وویل : "دا رپورټ هغه پروسېس یا پروسه چې د پام وړ ځنډ او غیر منصفانه عمل په ګوته کوي، چې د پاکستان د مذهب سپکاوي قانون نه غلطه ګټه اخیستنه، امتیازي سلوک ، او د ویرې پراخه فضا رامنځته شوې ده".

زېمران سیمویل زیاته کړه: ” په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون په خپل اوسني شکل او په کومه طریقه چې عملي کیږي د اصلاحاتو او بیاکتنې ته سخت ضرورت لري“.

پاکستان چې اکثریتي ابادی یې مسلمانان دي، د اسلام او د اسلام پیغمبر محمد (ص) ته د سپکاوي څرګندونې د دې هېواد د مذهب سپکاوی د قانون له مخې د مرګ سزا ده، که څه هم د دغه قوانینو له مخې تر اوسه هیڅوک هم اعدام شوي نه دي.

د سي اېف جې (CFJ) په رپورټ کې د پاکستان د مذهب سپکاوي په قوانینو نیوکې شوې چې د نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دي، په ځانګړې توګه په شهري او سیاسي حقونو نړیوالو تړون چې (ICCPR) ویل کیږي.

په رپورټ کې تور لګول شوی چې د حفاظتي ګامونو باوجود لکه د تورونو د حکومت نه منظوري ضرورت خو دغه اکثره په پام نه نیول کیږي.

په دغه رپورټ کې د پاکستان کې د بشري حقونو د یوې مشهورې وکیلې او فعالې حنا جیلاني له قوله ویل شوي چې : ” د پاکستان عدالتي نظام په پاکستان کې د مذهب سپکاوي د قوانینو د غلط ګټې په مخنیوي کې په مکمل توګه ناکامه شوې دی“.

رپورټ کې ویل شوي چې ځینې مقدمې حتی عدالت نه وړاندې کیږي، او د مذهب د سپکاوي تورن کسانو پرضد د خلکو تشدد مخ په زیاتیدو دی.

پاکستاني چارواکو په سمدستي توګه د کلوني فاونډیشن فار جسټس رپورټ څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی، کوم چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیټې د اکتوبر په 17 نیټه کېدونکي د پاکستان بیاکتنې نه وړاندې خپور شوی دی.

اسلام اباد په پرله پسې د مذهب د سپکاوي په قوانینو بهرنۍ نیوکې ردوي او دا د پاکستان داخلي مسله ګرځوي.

د سي اېف جې (CFJ) دا رپورټ څو روځې پس د هغه پېښې مخې ته راغلې چې د پاکستان په بلوچستان صوبې په مرکز کوټه ښار کې د توهين رسالت يا مذهب د سپکاوي په مقدمه کې يو تورن تن چې د کوټې په تاڼه کې بندي وو، د تاڼې يو پوليس عسکر پرې په حوالات کې دننه ډزې کړي او دغه تورن تن یې وژلی و.

چارواکي ویلي وو چې دا پېښه په 12م سېپټمبر د کوټې په کېنټ پوليس تاڼه کې شوې ده.

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

د ونې په پاڼو د انځورونو جوړول یا لیف ارټ هنر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00
XS
SM
MD
LG