لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جيمزډوبنز: پاکستان دې د ناټو د سامانو رسد باوري کړي


هغه وويل کۀ چرې ايران سره په ايټمي معاملو د شخړو هوارى رااوځي اؤ د ايران اؤ امريکا اړيکې ښې کيږي نو هيله ده دې سره به افغانستان کې هم د وضعيت په ښه والي کې مرسته وشي
هغه وويل کۀ چرې ايران سره په ايټمي معاملو د شخړو هوارى رااوځي اؤ د ايران اؤ امريکا اړيکې ښې کيږي نو هيله ده دې سره به افغانستان کې هم د وضعيت په ښه والي کې مرسته وشي
افغانستان اؤ پاکستان دپاره د امريکا ځانگړي استازي جيمز ډوبنز وئيلي په خيبرپښتونخوا صوبه کې دپاکستان تحريک انصاف د کارکنانو لخوا د ناټود سامانو د رسد دلارې د تړلو دهڅو باوجود امريکا هيله لري چې دپاکستان حکومت به افغانستان ته د ناټو د سامانونو رسد باوري کړي.
وائس اف امريکا سره په يوه مرکه کې ښاغلي ډوبنز وئيلي امريکا وړاندې څخه پاکستان سره افغانستان کې دناټو ځواکونو ته د سامانونو ورتيرؤلو په لړکې يو تړون لري اؤ هيله لري چې پاکستان به په دغه تړون ژمن پاتې شي.
هغه ددغه مرکې په مهال هنگو کې د ډرون د ترسره شوي بريد په هکله د پوښتنې د ځواب څخه په انکار کولو وويل "دې لړکې دامريکا تگلاره اوس هم هاغه ده چې خارجه وزير جان کيري په پاکستان کې څرگنده کړې وه"
پاکستان ته دخپل وروستي سفر په مهال جان کيري وئيلي وؤ امريکا د ترهگرۍ په ضد جگړه کې گټې مومي اؤ ډرون حملې زر اودريدلى شي خو وروستو بيا دامريکا دبهرنيو چارو محکمې د سپيناوي په کولو سره وئيلي وؤ چې د ډرون حملو ختمولو دپاره هيڅ موده نۀ ده ټاکل شوې.
جيمز ډوبنز د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل في ا لحال په افغانستان کې طالبانو سره هيڅ رقم مذاکرات نۀ دي روان ځکه جې دوحه کې د طالبانو د دفتر تړل کيدو څخه وروستو طالبان تيار نۀ دي چې افغان حکومت سره څه رقم خبرې وکړي.
امريکايي استازي ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل د ايران د ايټمي پروگرام په هکله شوى تړون عارضي دى اؤ لا تراوسه امريکا ايران سره په ډيرو چارو شخړې لري.
هغه وويل "ځکه نو دا وئيل به د وخت څخه د مخه وي چې امريکا دناټو سامانونه د ايران د لارې په ليږلو غورکوي"
هغه وويل کۀ چرې ايران سره په ايټمي معاملو د شخړو هوارى رااوځي اؤ د ايران اؤ امريکا اړيکې ښې کيږي نو هيله ده دې سره به افغانستان کې هم د وضعيت په ښه والي کې مرسته وشي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG