لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي ډرون بريدونه يې دخپلواکۍ اؤ بشري حقونو خلاف ورزي ده


 هغه په دې خبره دانديښنې څرگندونه وکړه چې دقرارداد مسوده کې منل شوي بين المللي قانوني اصول دډرون حملو داستعمال دقواعدو بنياد نۀ د ى جوړ کړل شوى
هغه په دې خبره دانديښنې څرگندونه وکړه چې دقرارداد مسوده کې منل شوي بين المللي قانوني اصول دډرون حملو داستعمال دقواعدو بنياد نۀ د ى جوړ کړل شوى
پاکستان پخپله خاوره دډرون حملو داودرولو دريځ تکرار کړى اؤ وئيلي يې دي چې په دغو بريدونو کې دبې گناه اولسي وگړو دوژل کيدو له امله دبشري حقونو خلاف ورزي کيږي.
دوزيراعظم نواز شريف په گډون دپاکستاني چارواکو لخوا پخپله خاوره دډرون حملو داودرولو غوښتنو وروستو له هغې زور نيولى چې دروانې مياشتې په لمړۍ نيټه يو امريکائي ډرون حمله کې دپاکستاني طالبانو دمشر دوژل کيدو سره دپاکستاني چارواکو په قول طالبانو سره دمذاکراتو عمل تالا ترغه شو.
دخارجه چارو په اړه دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز تيره اوونۍ دسينيټ دبهرنو چارو په حواله د قائمه کميټۍ په وړاندې ادعا کړې وه چې امريکا ورته طالبانو سره دمذاکراتو په مهال دډرون حملو نۀ کولو باور ورکړى ، خو په پاکستان کې داپوزيشن گوندونو لخوا په سرتاج عزيز سختې نيوکې هاغه مهال وشوې کله چې دهغه ددغه بيان څخه يواځې يوه ورځ وروستو دخيبرپښتونخوا په هنگو سيمه کې په يوه مدرسه دډرون څخه ميزائيلي بريد ترسره شو، کوم چې دهيواد په بندوبستي سيمو کې دخپل نوعيت لمړى بريد گڼل کيږي.
د ډرون بريدونو اودرؤلو په حقله په ملگرو ملتونو کې دپاکستان مستقل استازي مسعود خان دغه څرگندونې دملگرو ملتونو دکميټې له لوري دهاغه قرارداد دمنظورولو وروستو کړي چې پکې دبې پائيلټه الوتکو داستعمالولو په اړه په قانوني پوښتنو دنړيوال اتفاق په ضرورت زور راوړل شوى.
دملگرو ملتونو ددريمې کميټۍ لخوا په منظوره کړل شوې دغه مسوده دپاکستان ددريځ دسپيناوي په اړه سفير مسعود خان وويل کله چې وسله وال ډرون بې وسلې ، بې گناه وگړي وژني نو دنړيوال قانون خلاف ورزي کيږي
هغه وويل امريکائي ډرون حملې دپاکستان دخپلواکۍ اؤ سالميت څخه سرغړونه ده اؤ بايد په سمدستي توگه اودرول شي.
هغه په دې خبره دانديښنې څرگندونه وکړه چې دقرارداد مسوده کې منل شوي بين المللي قانوني اصول دډرون حملو داستعمال دقواعدو بنياد نۀ د ى جوړ کړل شوى خو په دې خبره يې دخوشحالۍ څرگندونه وکړه چې دغه مسوده کې دترهه گرۍ دمخنيوي کارروائيو کې دډرون داستعمال په لمړي ځل يادونه شوې ده خو په دغه لړ کې داړونده هيوادونو ترمينځ دموجودو تړونونو دقانوني حيثيت بيا دسره دجاج اخستو ضرورت دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG