لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهمند ايجنسي:دوسله والو بريد کې درې عسکر وژل شوي


دامنيتي ځواکونو يو گاډى دمهمند ايجنسۍ په بائيزۍ نومې سيمه کې دراشن وړلو په غرض روان وؤ چې په ياري خيل سيمه کې پرې ناڅاپي وسله والو جنگيالو ناتاره ډزې پيل کړې.
دامنيتي ځواکونو يو گاډى دمهمند ايجنسۍ په بائيزۍ نومې سيمه کې دراشن وړلو په غرض روان وؤ چې په ياري خيل سيمه کې پرې ناڅاپي وسله والو جنگيالو ناتاره ډزې پيل کړې.
پيښور- دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍ کې دخالي په ورځ وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په يو گاډي ډزې کړي چې له امله يې درې عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
دامنيتي سرچينو ترمخه دامنيتي ځواکونو يو گاډى دمهمند ايجنسۍ په بائيزۍ نومې سيمه کې دراشن وړلو په غرض روان وؤ چې په ياري خيل سيمه کې پرې ناڅاپي وسله والو جنگيالو ناتاره ډزې پيل کړې.
سرچينې وائي ددغو ډزو له امله درې عسکر ووژل شول اؤ دوه نور ژوبل شول ، چې دعلاج لپاره روغتون ته رسؤل شول.
سرچينې دا هم وائي چې په امنيتي ځواکونو مومند ايجنسۍ کې دترسره شوي دغه بريد وروستو سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دشکمنو کسانو په ضد دلټونې عمليات پيل شوي دي.
مهمند ايجنسي دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چرته چې په تيرو وختونو کې پاکستاني پوځيانو دتندلارو په ضد څو څو کرته عمليات ترسره کړي اؤ پکې يې دلسگونو جنگيالو دوژنې ادعا کړې ، خو سيمه کې اوس هم دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دنښتو راپورونه اکثره مهال مخې ته راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG