لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا وائي خيبرپښتونخوا کې به موجوده حالات اوږدمهاله اغيزه نۀ لري


وياندې وويل اوس مهال امريکا دتورخم په لاره دسامانونو دوړلو جوگه نۀ ده، ځکه چې فکر نۀ کوي دغه لاره دډرائيورانو دکار کولو لپاره خوندي ده.
وياندې وويل اوس مهال امريکا دتورخم په لاره دسامانونو دوړلو جوگه نۀ ده، ځکه چې فکر نۀ کوي دغه لاره دډرائيورانو دکار کولو لپاره خوندي ده.
دامريکا دخارجه محکمې وياندې وئيلي دي امريکا افغانستان څخه دسازوسامان دواپسۍ لپاره دپاکستان د ځمکنو لارو استعمالولو په حق کې ده اؤ هيله يې څرگنده کړې چې دتورخم دلارې په حواله به خيبرپښتونخوا کې موجوده صورتحال اوږد مهاله اثرات ونۀ لري.
دامريکا دخارجه محکمې مرستيال وياندې ميري هارف ديو بريفنگ په مهال وويل مونږ دپاکستان له لارې دخپلو سامانونو درسد په حق کې يو ، ځکه چې په دغه لاره مصرف کم راځي اؤ هيله لرم چې دموجوده صورتحال له امله به زمونږ دواپسۍ په عمل کومه اوږدمهاله اغيزه ونۀ وشي
دامريکائي پوځي سازوسامان دمنتقلۍ لپاره دپاکستان دځمکنو لارو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وياندې وويل افغانستان څخه ٢٠١٤م کې دعسکرو دويستو په تناظر کې دتورخم په لاره دسامان دمنتقلۍ دځنډ دغه اوسنى گام دعارضي نوعيت دى.
تيره ورځ پينټاگون وئيلي وؤ امريکائي پوځ په پاکستان کې دکيدونکو احتجاجونو له امله دټرکونو ډرائيورانو ته دپيښو خطرو په نظر کې نيولو سره دپاکستان په ځمکنۍ لاره افغانستان څخه دسازوسامان ويستو عمل ځنډولى دى
دامريکا له لوري دغه گام په داسې حال کې اخستل شوى چې دپاکستان په خيبرپښتونخوا صوبه کې دواکمن گوند پاکستان تحريک انصاف کارکوونکو پاکستان کې په ترسره کيدونکو ډرون حملو احتجاجاً دسرښار پيښور په رينگ روډ افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لپاره دسامان وړونکو گاډو لټول پيل کړي، ترڅو هغوي دنيټو لپاره سامانونه يونۀ وړل شي.
دخارجه محکمې وياندې وويل اوس مهال امريکا دتورخم په لاره دسامانونو دوړلو جوگه نۀ ده، ځکه چې فکر نۀ کوي دغه لاره دډرائيورانو دکار کولو لپاره خوندي ده.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دخارجه محکمې وياندې په ډاگه کړه چې امريکا دفضائي اؤ سمندري لارو اؤ ځمکني ټرانسپورټ پکار راوستو لپاره دخپل مجموعي نظام په غوره کولو کار کوي ، ځکه ځينې وخت داسې پيښې رامينځته شي کيږي چې يوه ځانگړې لاره داستعمالولو جوگه پاتې نۀ شي.
ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې هغې وويل دامريکا ځانگړى استازى جيمز ډوبنز دافغانستان دوره کوي، کومه چې دباضابطه سيمه ييزو صلاح مشورو برخه ده.
ميري هارف وويل دهغه په خبرو اترو کې به ٢٠١٤م کې دافغانستان دصدارتي انتخاباتو ترڅنگ دپاکستاني وزيراعظم دکابل اوسنى سفر هم شامل وي.
هغې په ډاگه کړه چې دامريکا اؤ افغانستان ترمينځ دوه اړخيزه امنيتي تړون به هم ددغو خبرو اترو برخه وي اؤ امريکا به په دغه تړون دزر تر زره لاسليک کولو لپاره دکابل ډاډگيرنه کوي.
XS
SM
MD
LG