لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

پيښور کې د دليپ کمار ٩١مه کليزه نمانځل شوې

کودک بودایی که پیش از زیارت در جریان فستیوال تایپوسام در شهر کوالالامپور مالیزیا غسل داده می شود.<br />
&nbsp;
کودک بودایی که پیش از زیارت در جریان فستیوال تایپوسام در شهر کوالالامپور مالیزیا غسل داده می شود.<br /> &nbsp;
فاروق فراق
دهندي فلمونو دنامتو هيرو دليپ کمار ٩١ سالگره د شورو په ورځ د هغه په پلرني ښار پيښور کې په درنو مراسمو سره نمانځل شوې ده چې پکې د هندوستان اؤ پاکستان د فلم انډسټرۍ نوميالو هنرمندانو، فلسمازانو،ليکوالانو،شاعرانو،اديبانو اؤ صحافيانو دليپ کمار ته زرينې پيرزوئنې وړاندې کړي دي..
په دغه موقعه دپاکستان دخيبر پښتونخوا دغير سرکاري کلتوري تنظيم کلچرل هيريټج کونسل په تابيا پيښور پريس کلب کې د دليپ کمار په لسگونو مينه والو دهغې د سالگرې کيک پرې کړو .
ددليپ کمار کورودانې په دغه مهال پخپلو ټيلي فوني خبرو کې دپيښور او دپيښور داوسيدونکو سره دخپلې ژورې مينې څرگندونه کړې ده او وئيلي يې دي چې دليپ کمار د پيښورسره زياته مينه لري اؤ کله يې هم دخپل پلرنى ښار مينه د زړۀ څخه نه ده وتلې.
هغې وويل وياړي چې د خپل ژوند يوه اوږده برخه يې د دليپ کمار د ژوند د ملگرې په توگه د هغه ترڅنگ تيره کړه اؤ په دغه ټوله موده کې يې دليپ کمار يواځې ديو لويې فنکار په توگه نۀ بلکې ديو خواخوږي انسان په توگه د نزدې څخه ليدلى دى.
د دليپ کمار د صحت په هکله د يوې پوښتنې په ځواب کې هغې وويل صحت يې ډير ښه دى اؤ د تيرو پينځۀ شپږو ورځو راهسې د خپلې کليزې په لړکې د مبارکۍ دپاره د هندوستان دبيلابيلو برخو څخه راغلو راتلونکو خپلو مينه والو سره نۀ يواځې ليدل کتل کوي بلکې په نزدې ورځو کې په شپږو ودونو کې برخه هم اخستې ده.
دهندوستان دفلم انډسټرۍ يو ستر مزاحيه فنکار جاني ليور هم په دغه موقع دپيښور ښاريانو سره د ټيليفون د لارې مخاطب شو اؤ يوسف خان ته يې د عقيدت زرينې پيرزوئنې وړاندې کړې .
هغه دليپ کمار سره د خپل ژوند د نزدې ورځو په ذکر کولو سره وويل "ما هم ورسره مينه کړې ده خو زۀ يې هم تل پخپله مينه نازولى يم"
جاني ليور وويل دليپ کمار هغه ستر هنرمند دى چې دهندي فلم انډسټري هر هنرمند ترې زده کړه کړې ده خو د لويې فنکارتر څنگ يو عظيم انسان هم دى ځکه چې دخپل ژوند زياته برخه يې د خپلې ټولنې د اولس دخيرښيگړې په کارونو صرف کړې ده.
دهندي فلمونو پخوانۍ هيروئن وحيده رحمان، فلمساز ساگرسرحدي، پاکستاني هنرمند قوي خان، ليکوال اؤ شاعريونس قياسي،سندرغاړي هدايت الله اؤ گڼو نورو شخصياتو هم د ټيليفون له لارې اؤ نيغ په نيغه دغه دستورې ته وينا وکړه اؤ دليپ کمار يې په ښو لفظونو ونمانځلو.
دسالگرې نمانځلو په دغه دستوره کې دخيبرپښتونخوا دوزيراعلي د معاون سردار گورن سنگهـ اؤ هندي فلم انډسټرۍ د لويې هيرو شاه روح خان د ترۀ دلور نورجهان ترڅنگ گڼ شمير ليکوالان ، خبريالان ، فنکاران ، وکيلان او دژوند دبيلا بيلو تپو سره تعلق لرونکي شخصيات موجود وؤ.
مقررينو پخپله وينا کې وويل دپښتنو خاورې دتاريخ په اوږدو کې ددليپ کمار پشان ډير لويې شخصيات زيږولي چې په هغې کې دهندي فلم انډسټرۍ ستر نوم راج کپور، پرتهوي راج ،ونود کهنه ، امجد خان،قادرخان، رنگيلا،طالش ، قوي خان ، لاله سدهير او ځينې نور شامل دي.
دستورې ته پخپله وينا کې دکلچر هيريټيج کونسل صدر او نوميالي ډرامه نگار يونس قياسي هم خبرې وکړې
هغه وويل يواځې پښتانۀ نۀ بلکې دفن ټول مينه وال ددليپ کمار سره مينه کوي او دا دپيښور دخلکو دپاره دوياړ خبره ده چې دليپ کمار دهغوي دخاورې سره تعلق لري.
هغه دحکومت څخه غوښتنه وکړه چې که ددليپ کمار دپلرني کور په بيعه اخستو کې دحکومت په وړاندې څه خنډان موجود وي نو هغه دې له مينځه يوسي او دغه کور دې تاريخي ورثه وگرځوي.
دليپ کمار چې په 11 دسمبر 1922ء کې دپيښور دقصه خوانۍ په محله خداداد کې دپينځوؤ مرلو په يو وړوکي کور کې پيدا شوى ؤ او د8ؤ کالو په عمر دخپل پلار سره هندوستان ته تلى ؤ،د91 کالو په اوسني عمر کې دهغه صحت کۀ هرڅو کمزورى شوى خو بيا يې هم د پيښور يادونه لۀ ذهن څخه نه دي وتلي اؤ په اکثرو موقعو خپل پلرني ښار پيښور سره د مينې اظهار کړى دى

See all News Updates of the Day

څېړونکي وایي د قبایلي ضلعو نه اوس د ناامنۍ لړۍ د پښتونخوا بندوبستي سیمو ته غځېدلې ده

په تېرو وختونو کې چې په قبايلي ضلعو کې وسله وال فعاليتونه زيات وؤ او د ناامنۍ پېښې ډېرې کېدې، اوس د ناامنۍ دغه لړۍ په خېبرپښتونخوا صوبه کې شامل ‏شوو ضلعو سره په پوله پرتو بندوبستي سيمو ته غځېدلې ده.‏

د امنيتي چارو کارپوهان وايي، په زياترو قبايلي ضلعو کې د سله والو ضد پوځي عملیات شوي او دعوې شوي چې دغه سيمې له ورانکارو پاکې کړل شوي خو په دغو ‏سیمو کې څه نه څه د وانکارۍ فعاليتونه بيا هم پاتې شوي او په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته وسله والو ډلو او په ځانګړي ډول تحریک طالبان ‏پاکستان ته ډاډ ترلاسه شوی دی.‏

د څيړونکو په وينا که چرې په صوبه او قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ د مخنيوي دپاره کوټلي اقدامات ونه شي نو په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل پاکستان ‏کې به بهرنۍ پانګونې هم اغېزمنيږي. ‏

په قبايلي ضلعو او خېبرپښتونخوا صوبه کې په امنيتي چارو نظر لرونکي کارپوهان وايي، په صوبه کې ورګډو قبايلي ضلعو کې د وړاندې نه وسله وال ‏موجود وو، که څه هم د پوځي عملياتو سره یې زور يو څه کم شوی وو.

خو د دوی په نظر په افغانستان کې د طالبانو د راتګ سره پاکستان کې په څه نا څه ‏شکل کې موجودو وسله والو ته نه يواځې ملاتړ ترلاسه شوی بلکې دوی د قبايلي ضلعو نه راپدېخوا هم د خپل فکر ملګري پېدا کړي او طريقه کار یې بدل ‏کړی دی.‏

د سیاسي چارو کارپوه خبريال فخر کاکاخېل وایي "مونږ دا ګورو چې کومې ښاریي دي په هغې کې د دوی هلې ځلې زياتې شوي ټانک ته وګوره بندوبستي علاقه ده، ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ‏مردان، بونیر، مونږ دا ګورو چې دا اوس ښاريز نوی جنګ شورو دی ".

پاکستان وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته دلته د ناامنۍ پېښې سېوا شوي، خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان ‏دغه تورونه رد کړي دي.‏

پاکستان کې حکومتي او پوځي چارواکي وايي، د ترهګرۍ ملا یې د وړاندې نه ماته کړې اؤ د تل پاتې امنيت په ځای کولو پورې به د ترهګرۍ ضد مبارزه ‏جاري ساتي.‏

د کارپوهانو په خبره، قبايلي ضلعې د وړاندې نه د ناامنۍ څخه اغېزمنې او شاته پاتې وې، د وسله والو ضد پوځي عملياتو سره نورې اغېزمنې شوي او ‏اوس دغه لړۍ د پښتونخوا نورو سيمو ته غځېدلې ده.‏

د دوی په وينا، په صوبه کې د ناامنۍ د پېښو سېوا کېدو سره به نه يواځې د پښتونخوا مشکلات سېوا کيږي، بلکې په دې سيمه کې ناامني به د ملک ‏دپاره د تاوان سبب ګرځي.‏

د څيړنیزې خبري ادارې خراسان ډايرۍ غړی احسان ټیپو وایي"په داسو کې چې په چينايانو په ۲۰۲۱ کې حمله شوې وه نهه چينايان پکې مړه شوي وؤ له هغې وروسته چينايان محتاط شوي او پانګونې یې هم د يو وخت پورې ‏ودرولې وې، هر يو ملک چې تاته پانګونې راوړي او خپل کسان کار له راولي هغه کله هم نه غواړي چې کسان یې په هدف شي".

پاکستان وايي نه يواځې وړاندې نه یې بهرنيو پانګه والو ته د امنیت زمينه برابره کړې بلکې د امنيت اوس یې د بهرنيو پانګونو ‏دپاره ځانګړی کمېشن هم جوړ کړی او د بهرنیو پانګه والو د امنيت دپاره نور کوټلي ګامونه پورته کوي.‏

د امنيتي مطالعو د څيړنې مرکز (سنټر فار ریسرچ اینډ سیکيورټي سټدیز) په نوم ادارې د رپورټ ترمخه سږ کال په وړومبيو درېوؤ میاشتو کې په ګرد هیواد ‏‏‏کې د ترهګرۍ او ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د ترهګرو پشمول ‏‎432‎‏ کسان وژل شوي دي چې پکې د ملکي خلکواو امنيتي ادارو د غړو شمېره ‏‎281‎‏ ده.‏

دغه اداره وایي د ‏‏ترهګرۍ تر ټولو زياتې ‏‎92‎‏ فيصده پېښې په بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو کې شوي دي.‏

د پاکستان د ونډو بازار پرله پسې د بره تللو وروسته نن ټيټ شوی دی

د نني بازار عمومي تاوان ډېر کم ګڼل کېږي خو سوداګرو د ورځې په وروستۍ برخه کې په ونډو خرڅولو شورو وکړه. د تېلو، ګېس او دې سره د تړلو تولیداتو ونډې په سهر کې په ګټه روانې وې خو وروسته په برقي پردو د ډېرو ونډو رنګ سور ښکاره کېدلو
د نني بازار عمومي تاوان ډېر کم ګڼل کېږي خو سوداګرو د ورځې په وروستۍ برخه کې په ونډو خرڅولو شورو وکړه. د تېلو، ګېس او دې سره د تړلو تولیداتو ونډې په سهر کې په ګټه روانې وې خو وروسته په برقي پردو د ډېرو ونډو رنګ سور ښکاره کېدلو

د پاکستان د ونډو بازار پرله پسې د بره تللو وروسته نن 09. (اعشاریه صفر نهه) ټيټ شوی دی. د ونډو بازار په سهر کې 71زره پواینټس (درجې) لوړ شوی وو خو وروسته د ونډو خرڅ پېل کېدو له امله بازار په عمومي کچه په تاوان وتړل شو.


د نني بازار عمومي تاوان ډېر کم ګڼل کېږي. د تېلو، ګېس او دې سره د تړلو تولیداتو ونډې په سهر کې په ګټه روانې وې خو وروسته په برقي پردو د ډېرو ونډو رنګ سور ښکاره کېدلو.

د ونډو بازار کې سور رنګ د تاوان او شین رنګ د ګټې نښه وي.

د ګل (دوشنبې) په ورځ د ونډو اېشیايي بازارونه په سور رنګ تړل شوي وو. څېړونکو د دې علت د ایران او اسرایل تر منځ تازه شخړې او د یادې جګړې د توکو په رسايۍ باندې ممکنه اغېز ښودلو.

د جاپان، اسټرالیا او هانګ کانګ د ونډو بازارونه چې کله پرون وتړل شول نو د ونډو عمومي رنګ سور وو. نن د لندن بازار هم ټيټ پاتې شوی او دلته په امریکا کې د ورځپاڼو تر مخه، سوداګر د سیمې په سیاست ژور نظر لري.

څېړونکي وایي نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف سره د پاکستان د کامیابو مذاکراتو اؤ د سعودي عرب له لوري پاکستان کې د 5 ډالرو سرمایه کارۍ په لړ کې د شوي پرمختګ له امله په مارکیټ د سرمایه کارانو باور پر ځای شوی دی اؤ له دې امله د پاکستان د ونډو بازار کې په چټکتیا سره نوي ریکارډونه جوړیږي.

اقتصادپوه خبريال وکیل الرحمان وايي، د پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې سره د پور د پروګرام د وروستي قسط خبرې قابو کامیابې شوي او بيا دوه د ‏نړيوالې مالياتي ادارې د پاکستان دپاره د پور د بل پروګرام په اړه هم بيان راغلی مطلب پاکستان ته یې مثبت ځواب ورکړی، ځکه د ونډو بازار په بره لاړو.‏

د وي او اې ډيوه خبریال فضل عزیز سره خبرو کې هغه ویلي، د ونډو بازار د اقتصادي ښه او بدو خبرونو سره ښکته بره کيږي اؤ دا مارکيټ مستقل په ځای نه ‏ودريږي "دا کله په بره ځي او کله په ښکته ځي"

خو نوموړي ویلي، "د پاکستان د اقتصاد ټول انحصار په قرضونو باندې دی د هغې خپل څه بنيادونه نشته، که مونږ ووايو چې په ملک کې پېداوار سېوا ‏شو يا ښه والی راغلو، زمونږ ښه والی دا دی چې مونږ ته قرض راکولو ته يو ملک تيار شو، يوه اداره قرض راکولو ته تياره شوه دا زمونږ دپاره ډېره غټه خبره ‏ده".‏

هغه زیاته کړه، "که دې د پاکستان اقتصاد ښه کېدل وایې او که د پاکستان بدبختي ورته وايو چې مونږ قرض ته خوشاليږو، وړاندې هم په قرضونو روان او ‏اوس هم روان دی"

د پاکستان وزیراعظم شبهاز شریف څو ورځې وړاندې ويلي وو، د ملک اوسنی اقتصادي حالت داسې دی چې د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) څخه ‏پاکستان ته د يو ارب ‏نه زياتو ډالرو د پور قسط تر لاسه کیږي خو دا د ملک دپاره پوره نه دی او پاکستان له به د آی اېم اېف نه د پور بل پروګرام ترلاسه ‏کول وي.

د فېض اباد پرلت د پلټنو رپورټ د ای ایس ای پخوانی مشر فېض حمید اؤ نور پوځي چارواکي بې قصوره بللي‌

د فېض اباد پرلت د پلټنو کمیشن پخپل رپورټ کې د پاکستان د استخباراتي شبکې ای ایس ای پخوانی مشر جنرال(ر) فېض حمید اؤ نور پوځي افسران بېګناه بللي.

یاد کمیشن په کال 2017 کې د ترسره شوي د توندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان د احتجاجي پرلت په مهال د اړي ګړي د رامنځته پېښو پړه د پنجاب د هغه وخت په حکومت اچولې چې مشري یې موجوده وزیراعظم شهباز شریف د وزیراعلا په توګه کوله.

د فېض اباد د پرلت په مهال د اړي ګړي د پېښو د پلټنو لپاره د پاکستان د سترې محکمې په امر جوړ کړل شوي د پلټنو کمیشن خپل رپورټ مرکزي حکومت ته سپارلی دی چې پکې په هغه وخت کې د پنجاب حکومت ددغو پېښو مسول یا ذمه وار ګرځول شوی دی.

کمیشن پخپل رپورټ کې ویلي چې د پلټنو په مهال داسې څه ثبوت مخې ته نه دی راغلی چې ګنې د دغه پرلت تر شا د کومې ادارې لاس ؤ.

په کال 2017 کې د شوي دغه احتجاجي پرلت نه وروسته د ای ایس ا ی د هغه وخت په ډایریکټر جنرل لیفټننټ جنرل (ر) فېض حمید تورونه لګول شوي وؤ چې د منتخب حکومت پرضد د توندروه ډلې دعه پرلت دده په لمسه راجوړ کړی شوی ؤ اؤ په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې هم مخې ته راغلې وې چې پکې جنرال فېض حمید د پرلت په برخه والو "لفافې" ویشلې.

په هغه وخت سیاسي اؤ ټولنیزو مشرانو اؤ خبریالانو دعوې کړې وې چې فېض حمید د پرلت په برخه والو پیسې ویشلي دي خو پوځي سرچینو بیا ویلي وؤ چې د پرلت خورولو لپاره د پرلت ځېنو برخه والو ته د ستنېدو لپاره د لارې کرایه ورکړل شوې ده.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د پخواني مشر سید اختر علي شاه په مشرۍ د پلټنو کمیشن پخپل رپورټ کې د پیسو په ویشلو تورن جنرال فېض حمید اؤ د هغه وخت د پنجاب د رینجر ځواکونو مشر میجر جنرال نوید اظهر حیات په هغوي د لګول شوؤ تورونو نه پاک کړي اؤ ویلي یې دي چې لیفټننټ جنرال فېض حمید یوازې په هغه څه عمل کړی چې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ جوړه شوې یوه غونډه کې یې ورته د کولو وینا شوې وه.

د درې کسیز کمیشن د رپورټ له مخې په 22م نومبر کال 2017م کې د تسره شوې غونډې د منټس یا روداد نه هم ددې خبرې پخلی کیږي چې فېض حمید هر څه د هغه وخت د حکومت په خوښه کړي دي اؤ د پرلت په اړه د شوؤ ټولو پرېکړه ذمه واري پخپله پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم منلې ده.

کمیشن پخپل رپورټ کې د پرلت ذمه واري په هغه مهال پنجاب کې د شهباز شریف په صوبایي حکومت اچولې ده اؤ ویلي یې دي چې د پنجاب حکومت له لوري دغه احتجاجي لاریون ته د اسلام اباد په لوري د تګ اجازه ورکول یو نامناسبه عمل ؤ.

رپورټ کې ویل شوي چې د شهباز شریف،احسن اقبال، زاهد حامد اؤ افتاب سلطان څخه هم پرلت کې د ایجنسیو د لاس لرنې په بابله پوښتنې شوې دي خو دغو ټولو ګواهانو هم په دې پرلت کې د کومې ادارې یا شخصیت د لاس لرنې پخلی نه دی کړی.

کمیشن ویلي چې د پنجاب حکومت په لمړي سر کې ددې احتجاجي لاریون مخه نیولی شوه خو دخپلو ووټونو بچ کولو لپاره یې داسې ونه کړل چې دا یو نامناسبه ګام ؤ اؤ باید د قصور وارانو په ضد اقدام وکړل شي.

کمیشن پخپل رپورټ کې سپارښتنه کړې ده چې د رینجرز اؤ ایف سي ځواکونه دې سرحدونو ته ولېږل شي اؤ ښاري سیمو ته باید هغوي را ونه بلل شي بلکې په دغو ځواکونو مصرفېدونکي وسایل دې په پولیسو مصرف کړل شي.

کمیشن په نېشنل ایکشن پلان د عمل کولو سپارښتنه هم کړې ده.

پښتونخوا کې د روانو بارانونو له امله 21 کسان مړه شوي، 32 ژوبل، د کابل سیند تر مورګو اوښتی

د قدرتي افتونو په مهال د مرستو صوبایي دولتي اداره پي ډي ایم ای وایي د تېرو څلورو ورځو پرله پسې بارانونو له امله 21 کسان مړه شوي اؤ 32 نور ژوبل شوي دي.

دا مهال د چارسدې په مقام د کابل په سیند کې د لوړې درجې سیلاب بهیږي اؤ اؤ سیلابي اوبه د خلکو په فصلونو ورماتې شوې دي چې له امله یې فصلونو ته سخت زیان رسیدلی دی.

د سیلاب نه د خلکو ژغورلو لپاره د چارسدې په مقام د کابل سیند په غاړه له ابادیو خلک خوندي سیمو ته ویستل شوؤ اؤ هم د سیمې خلکو خپل څاروي اؤ نور سامانونه په لوړه پروت موټروی (سړک) ته راویستلي اؤ هلته یې کډې اړولې دي.

د پي ډي ایم ای په رپورټ کې ویل‌ شوي چې په تېرو څلورو ورځو کې د بارانونو له امله مړو شوؤ 21 کسانو کې 9 ماشومان اؤ 3 ښځې هم شاملې دي.

د دولتي ادارې د رپورټ له مخې د پښتونخوا بیلابیلو ضلعو کې د دې بارانونو په مهال د کچه کوټو غورځېدو 330 پېښې مخې ته راغلي اؤ ددې ترڅنګ 53 کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي اؤ 277 کورونو ته څه نا څه زیان اوښتی دی.

پي ډي ایم ای ویلي چې د بارانونو اؤ سیلابونو نه په اغېزمنو سیمو کې یې خلکو ته مرستې لیږلې دي چې په هغې کې کمبلې، د اخلي پخلي سامانونه،درۍ ،تولایانې اؤ خوراکي توکي شامل دي.

ډان ورځپاڼې د نهې - سه شنبې په ورځ ویلي د زیاتو بارانونو له امله د چارسدې په مقام د کابل سیند راختلی اؤ سیلابي اوبه د خلکو په فصلونو ورماتې شوي چې له امله یې ولاړو د غنمو اؤ نورو فصلونو ته سخت زیانونه رسیدلي دي.

د چارسدې اؤ پېښور تر منځ د سیندونو پغاړه له ابادو کورونو خلک خوندي سیمو ته ویستل شوي اؤ هم یو شمیر ځایي خلک پخپله له کورونو وتلي اؤ خپل سامانونه اؤ څاروي یې په لوړه پرتې موټر وی ته خيژولي دي.

د بلوچستان په چاغي سیمه کې هم تېره شپه د بارانونو له امله حفاظتي بند مات شوی اؤ باراني اوبه د خلکو کورونو اؤ دوکانونو ته ننوتلي دي.

په بلوچستان کې د زیاتو بارانونو له امله خوړونه اؤ راختلي اؤ یو شمیر ژورې سیمې د سیلابي اوبو لاندې ګیرې شوې دي.

ډاڼ ورځپاڼه وایي چې په چاغي کې ګڼ شمیر کورونه د بارانونو له امله پریوتي اؤ هم د خلکو تیار فصلونه تباه شوي دي.

د موسمیاتو محکمې وړاندوینه کړې ده چې د 16م اپریل نه بیا د بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې راښکې کیدای شي چې تر 19م اپریل به دوام ولري.

د پاکستان د خزانې وزیر وايي ايي اېم اېف سره يې د نور قرض دپاره خبرې شروع کړي دي

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب په واشنګټن کې د ای اېف پي خبري ادارې سره مرکه کې وویل امکان دی چې ايي اېم اېف به پاکستان ته د موجوده دري بېلین ډالرو قرض د یو اشاریه یو بېلین ډالرو اخېری قسط دا میاشت منظور کړي
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب په واشنګټن کې د ای اېف پي خبري ادارې سره مرکه کې وویل امکان دی چې ايي اېم اېف به پاکستان ته د موجوده دري بېلین ډالرو قرض د یو اشاریه یو بېلین ډالرو اخېری قسط دا میاشت منظور کړي

د پاکستان د خزانې وزیر ویلي په ملک کې د اقتصادي اصلاحاتو دپاره يې نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنېشنل مانيټري فنډ سره د قرض د نوي پروګرام په اړه خبرې شروع کړي دي.

ايي اېم اېف سره د پاکستان د موجوده د نهمو میاشتو او د دریو بېلین ډالرو پروګرام وخت سر ته رسېدونکی دی. پاکستان دغه قرض په ادایګۍ کې کمی د پوره کولو دپاره اخیستی و. د قرضونو په بېرته اداکولو کې خسارې پاکستان د اقتصادي بحران څڼدې ته ورسوولی و.

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب په واشنګټن کې د ای اېف پي خبري ادارې سره مرکه کې وویل امکان دی چې ايي اېم اېف به پاکستان ته د موجوده دري بېلین ډالرو قرض د یو اشاریه یو بېلین ډالرو اخېری قسط دا میاشت منظور کړي خو پاکستان د مالیاتي ادارې سره د بلینونو ډالرو د نور قرض دپاره خبرې شروع کړي دي.

اورنګزېب وویل ايي اېم اېف سره د زیات او د اوږد مهاله قرض دپاره خبرې دا هفته شروع شوي دي.

د ايي اېم اېف ترجمان (نې) ای اېف پي ته وویل په موجود وخت کې د ايي اېم اېف توجو پاکستان سره د قرض موجوده پروګرام سرته په رسوولو ده.

د ايي اېم اېف ترجمان (نې) وویل د پاکستان نوي حکومت د قرض په نوي پروګرام کې د دلچسپۍ اظهار کړی دی او د ادارې عمله تیاره ده چې د نور قرض په پروګرام ابتدايي خبرې وکړي.

د واشنګټن د دورې په مهال به د پاکستان د خزانې وزیر په هغو غونډو کې هم شرکت کوي چې د ايي اېم اېف او د ورلډ بېنک په کوربتوب هرکال د سپرلي په موسم کې کېږي او د خزانې او ترقۍ وزیران، د اقتصاد دانشوران او شهري حقونو فعالان د نړۍ په اقتصاد بحثونه کوي.

د سږ کال غونډې به د نهې، سه شنبې، په ورځ په رسمي ډول شروع شوي او د نورو ترڅنګ په دوو اهم موضوعاتو به غور کوي، یوه د موسمي بدلون موضوع ده او بله د د نړۍ د مقروضو ملکونو مرسته کول دي.

د غونډو د شروع کېدو به موقع ايي اېم اېف نړیوال اقتصاد ته د کتنې په اړه خپل رپورټ ورلډ اکنامک اوټ لوک هم شایع کوي.

د پاکستان نوی حکومت د یو داسې صورتحال سره مخامخ دی چې د ملک اقتصاد ښه کولو دپاره به ځينې ګامونه اخلي چې ولس به يې ډېر نه خوښوي.

اورنګرېب وویل د پاکستان په اقتصاد کې بنیادي اصلاحات عملي کولو دپاره به لږ تر لږه د دریو کلونو قرض پروګرام غواړي. هغه زیاته کړه چې د اینده میاشت پورې به د ايي اېم اېف سره د نوي قرض څه شکل ښکاره شي.

پاکستان او د امريکې او چین سره اقتصادي تعلقاتو کې توازن

پاکستان د امریکې او چین دواړو سره نږدې اقتصادي تعلقات لري او هم د دې له قبله پاکستان په یو حساس صورتحال کې دی. دا ځکه هم چې چین او امریکا د یو بل سره په اقتصادي جنګ کې ښکیل دي.

اورنګزېب وویل امریکا د پاکستان د ټولو نه لوي اقتصادي همکار ملک دی، همیشه يې د سرمایه کارۍ په برخه کې د پاکستان ملاتړ کړی دی نو ځکه امریکې سره تعلق د پاکستان دپاره ډېر اهمیت لري.

بلخوا، اورنګزېب وویل، د سي پېک منصوبې دلارې به پاکستان کې په خصوصي توګه د بنیادي اسانتیاو په برخه کې ډیره سرمایه کاري شوې ده.

د اصلاحاتو پروګرام

د اقتصاد د بنیادي اصلاحاتو ترمخه چې د پاکستان مخکنی حکومت پې د ايي اېم اېف سره متفق شوی و، پاکستان هغو حکومتي ادارو د خرڅولو عمل شروع کړی چې په نقصان کې چلېږي.

د دغو ادارو د فهرست په سر کې د پاکستان قومي هوايي کمپني پي ايي ای ده. اورنګزېب وویل په اینده میاشت نیمه کې به معلومه شي چې پي ايي ای اخیستلو دپاره ممکنه بولي ورکوونکي څوک دي.

د پي ایي ای د خرڅېدو وروسته به معلومېږي چې د حکومت د پراېوېټایزېشن دا عمل څنګه دوام لري. د پاکستان د خزانې وزیر وویل په اینده کلونو کې د پراېوېټایزېشن عمل ګړندی کول غواړي.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG