لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : بمي چاؤدنه کې يو عسکر وژل شوى،پينځه ژوبل


ډي جي رينجرز ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دلانډهي دچاؤدنې پشان پيښې درينجرز ځواکونو حوصلې نۀ شي ماتولى
ډي جي رينجرز ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دلانډهي دچاؤدنې پشان پيښې درينجرز ځواکونو حوصلې نۀ شي ماتولى

دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ کې دزيارت په ورځ يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې درينجرز ځواکونو يو عسکر وژل شوى اؤ پينځه نور ژوبل شوي دي.

دغه چاؤدنه دکراچۍ په لانډهي سيمه کې دسندهـ رينجرز ديو گاډي سره نزدې ترسره شوې ده.

سرچينې وائي بم په يو موټر سائيکل پسې تړل شوى ؤ، کوم چې دريموټ کنټرول په ذريعه الوځول شوى.

دسرچينو وينا ده په دغه چاؤدنه کې دڅلورو څخه تر پينځوؤ کلو گرامو پورې بارود استعمال شوي اؤ پيښه کې ژوبل کسان جناح پوسټ گريجويټ ميډيکل سنټر ته رسول شوي دي.

دچاؤدنې وروستو سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دلټونې عمليات هم ترسره شوي چې پکې گڼ شمير شکمن کسان نيول شوي دي.

بلخوا ډي جي رينجرز ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دلانډهي دچاؤدنې پشان پيښې درينجرز ځواکونو حوصلې نۀ شي ماتولى اؤ کراچۍ کې به دعملياتو سره دښار حالاتو کې ښه والى راځي.

بايد وويل شي په پاکستان کې امنيتي ځواکونه دعوې کوي چې په کراچۍ کې يې د تيرو دريوؤ مياشتو راهسې د ورانکارو په ضد پيل شوؤ عملياتو کې په زرگونو ورانکاري نيولي خو دهغې باوجود هم ميډيا روزانه کراچۍ کې د مرگ ژوبلو د پيښو خبرونه خپروي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG