لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکا دنوؤ بنديزونو وروستو ايران په جوهري پروگرام خبرې اودرولي

دايران له لوري دخبرو اترو داودرولو په اړه دغه غبرگون په داسې حال کې مخې ته راغلى چې يوه ورځ دمخه امريکا اعلان کړى ؤ ديو درځن څخه په زياتو کمپنو اؤ کسانو دبنديزونو باوجود ايران سره دکاروبار کولو په حواله بنديزونه لگوي.

ايران وائي دامريکا له لوري په نورو ايراني کمپنو بنديزونه لگول په ٢٤م نومبر دترسره شوي جوهري تړون خلاف ورزي ده اؤ احتجاجاً يې دنړيوالو قوتونو سره يې اتومي خبرې اترې اودرولي دي.

خو دامريکې خارجه وزير جان کيري اؤ داروپائي اتحاديې دخارجه چارو وياند کيترين اسټين هيله څرگنده کړې چې دمذاکراتو عمل به ډير زر پيل شي.

دايران سينئر سفارتکار عباس عراقچي ايراني ميډيا سره دخبرو په مهال دامريکا له لوري نور بنديزونه لگول غبرگ معيار وگرځولو اؤ زياته يې کړه دغسې گام په جنيوا کې دترسره شوي تړون څخه سرغړونه ده.

دايران له لوري دخبرو اترو داودرولو په اړه دغه غبرگون په داسې حال کې مخې ته راغلى چې يوه ورځ دمخه امريکا اعلان کړى ؤ ديو درځن څخه په زياتو کمپنو اؤ کسانو دبنديزونو باوجود ايران سره دکاروبار کولو په حواله بنديزونه لگوي.

دايران دجوهري پروگرام ختمولو اؤ ددې په بدله کې دامريکا له لوري په لگول شوؤ بنديزونو کې دنرمۍ کولو لپاره تيره مياشت دايران اؤ نړۍ دشپږو نړيوالو قوتونو ترمينځ يو موقتي تړون ترسره شوى ؤ.

په جنيوا کې ترسره شوي دغه مهم موقتي تړون کې دامريکا ترڅنگ برطانيه، روس، فرانس، جرمني اؤ چين هم شامل وؤ اؤ داسې گمان کيدو چې ددغه تړون سره په مينځني ختيز کې دجنگ دخطرو کمولو اؤ پراخه جوړجاړي دعمل لپاره لاره هواره شوې ده.

له دې وړاندې په ٢٤م نومبر ددغه تړون وروستو دايران نوي صدر حسن روحاني دغه تړون دلويديز سره دتاؤتريخوالي په ختمولو کې دمددگار ثابتيدو دهيلې څرگندولو په ترڅ کې وئيلي وؤ دايراني خاورې څخه ديورينيم افزودگي يې حق دى ، کوم چې په دغه تړون کې نړيوالو قوتونو منلى دى.

خو دامريکې خارجه وزير جان کيري په ډاگه کړې وه چې دغسې هيڅ يادونه نۀ ده شوې چې گنې ديورينيم افزودگي دايران حق دى.

بلخوا دروس دخارجه دفتر وياند روئيټرز سره خبرو کې وئيلي دي دامريکا له لوري په نورو کمپنو اؤ کسانو دبنديزونو لگولو سره دجنيوا په تړون عمل درامد کې ستونزې رامينځته کيدى شي.

خو دامريکا خارجه وزير جان کيري هيله څرگنده کړې ده چې تکنيکي مذاکراتو کې پرمختگ روان دى اؤ زياته کړې يې ده زما په فکر مونږ دمذاکراتو په هاغه پړاؤ کې يو، چرته چې ايراني هيئت ته دخپلو لوړپوړو چارواکو سره دصلاح مشورو ضرورت پيښ شو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG