لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ :په امام باړه دبريد هڅه کې دپوليسو په ډزو يوه ښځه وژل شوې


A policeman stands guard at the site of a bomb attack on a Shi'ite mosque in Sargodha, in Pakistan's Punjab province July 19, 2010. At least 15 people were wounded in the suspected suicide attack at a religious centre of minority Shi'ite Muslims in centra
A policeman stands guard at the site of a bomb attack on a Shi'ite mosque in Sargodha, in Pakistan's Punjab province July 19, 2010. At least 15 people were wounded in the suspected suicide attack at a religious centre of minority Shi'ite Muslims in centra

دشورو په ورځ دپاکستان د پلازمينې اسلام اباد سره پيوست ښار پينډۍ کې د يوې امام باړې ترڅنگ د شوې بمي چاودنې څخه وروستو دپاکستان اقتصادي ښار کراچۍ کې هم پوليسو په هاغو دوؤ ښځو ډزې کړي چې په ځان پسې يې بارود تړلي اؤ يوې امام باړې ته دننوتو هڅه يې کوله،

د راپورونو له مخې ددغو ډزو له امله يوه ښځه وژل شوې اؤ دوهمه ژوبل شوې ده.

سرچينې وايي دکراچۍ په خالد بن وليد روډ موقعيت لرونکې امام باړې ته په برقعو کې ورغلو دوؤ هاغو ښځو دننوتلو هڅه کوله چې په ځان پسې يې بارود تړلي وؤ، خو دامام باړې په امنيت مامورو ساتونکو په هغوي سمدستي ډزې کړي چې له امله يې يوه ښځه وژل شوې اؤ دوهمه ژوبل شوې ده.

دپوليسو په ډزو ژوبل شوې ښځه دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوې ده اؤ پوليس اؤ دپيښې په ځايې کې دعيني شاهدانو څخه دپيښې په اړه معلومات راټولوي.

دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې دتيرو څو مياشتو راهسې دشيعه اؤ سُني مسلمانانو ترمينځ فرقه ييز تشدد کې زياتوالى رامينځته شوى اؤ پينډۍ، لاهور اؤ کراچۍ کې دتيرو څو اوونو راهسې ددواړو مسلکونو مشران وژل شوي دي.

دنهې اؤ شورو په مينځ شپه هم پينډۍ کې ديوې امام باړې مخې ته ترسره شوي ځانمرگي بريد کې څلور کسان وژل شوي اؤ دپوليسو پشمول ١٤ کسان ژوبل شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG