لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونو د ډرون د ناقانونه بريدونو په ضد قرارداد منظور کړى


قرارداد کې وئيل شوي دي چې دډرون حملو په اړه په راپورته کيدونکو پوښتنو دغړو هيوادونو ترمينځ درايې داتفاق ضرورت دى.
قرارداد کې وئيل شوي دي چې دډرون حملو په اړه په راپورته کيدونکو پوښتنو دغړو هيوادونو ترمينځ درايې داتفاق ضرورت دى.
دملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ دشورو په ورځ يو قرارداد منظور کړى اؤ دترهه گرۍ دمخنيوي دگام په توگه دډرون بريدونو په استعمالونکو هيوادونو يې غږ کړى چې په دغه اړه دنړيوال قانون تعميل وکړي.
دترهه گرو په ضد دبې پائيلټه الوتکو دمنظم کولو په اړه دغه غږد دترهه گرۍ دمخنيوي په مهال دبشري حقونو اؤ بنيادي ازادو دتحفظ په سرخط د٢٨ؤ پيراگرافو په قرارداد کې شوى، چې پکې دډرون حملو په اړه برخه دپاکستاني هيئت لخوا دشوؤ سختو هڅو په نتيجه کې شامله کړل شوې ده.
دا لمړى ځل دى چې دملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ دوسله والو ډرون الوتکو په استعمال غږ پورته کړى، کوم چې دترهه گرۍ په ضد( پاکستان کې دموجودو هدفونو په ضد هم) دامريکائي جگړې يوه بنيادي خو کړکيچنه برخه ده.
قرارداد کې وئيل شوي دي چې دډرون حملو په اړه په راپورته کيدونکو پوښتنو دغړو هيوادونو ترمينځ درايې داتفاق ضرورت دى.
قرارداد کې په هيوادونو ټينگار شوى چې دا خبره دې باوري کړل شي چې دبې پائيلټه الوتکو داستعمال پشمول کوم گامونه يا ذريعې چې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره پکارولى شي، دې دنړيوال قانون، چې پکې دملگرو ملتونو چارټر، بشري حقونه اؤ انټرنيشنل هيومنيټيرين قانون هم شامل دي، لاندې دخپلو ذمه وارو سره په مطابقت کې راولي
دجنرل اسمبلۍ ترمخه ډرون حملو کې بې گناه خلک وژل کيږي اؤ دميزائيلي حملو له امله ترهه گرۍ کې اضافه هم کيږي ځکه نو نړيواله ورورولي دې دډرون حملو په اړه بين المللي قانون په نظر کې ونيسي.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف سږکال په ٢٧م ستمبر دملگرو ملتونو دجنرل اسمبلۍ غونډه کې دډرون حملو معامله راپورته کړې وه اؤ دا يې دپاکستان دخپلواکۍ اؤ سلامتۍ په ضد گرځولې وې.
بل لوري ته دپاکستان خارجه دفتر وئيلي دي چې موجوده حکومت په اقتدار کې دراتللو وروستو دډرون حملو معامله په هره کچه راپورته کړې چې پکې ملگري ملتونه هم شامل دي.
نواز شريف جنرل اسمبلۍ ته پخپله وينا کې وئيلي وؤ چې دغه حملې دامن مذاکراتو په لاره کې خنډ جوړيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG