لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چک هيگل وائي په امنيتي تړون سمدستي لاسليک کولو ته اړتيا ده


پينټاگون کې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال هيگل خبريالانو ته وويل “” د٢٠١٤م څخه وروستو چې امريکا اؤ ائتلافيانو ته يې په افغانستان کې ادا کول دي بايد دهغې په واضحه توگه سپيناوى وشي.
پينټاگون کې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال هيگل خبريالانو ته وويل “” د٢٠١٤م څخه وروستو چې امريکا اؤ ائتلافيانو ته يې په افغانستان کې ادا کول دي بايد دهغې په واضحه توگه سپيناوى وشي.
دامريکې خارجه وزير چک هيگل ټينگار کړى چې دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ په دوه اړخيزه امنيتي تړون په سمدستي ډول دلاسليک کولو ضرورت دى.
امريکا غواړي د٢٠١٤م څخه وروستو په افغانستان کې دخپلو ځينو پوځيانو ساتلو لپاره کابل دغه تړون دسږکال تر اخره لاسليک کړي ، خو صدر کرزى دريځ لري چې په دغه تړون د لاسليک کولو يا نۀ کولو پريکړه به افغانستان کې راتلونکي کال کې دکيدونکو ټاکنو په نتيجه کې جوړيدونکي حکومت ته کول وي.
په دغه تړون دلاسليک کولو لپاره دافغان صدر لخوا په ايښودل شوؤ شرطونو کې دفضائي حملو ، دافغانانو په کورونو دبهرني ځواکونو بريدونه اودرول اؤ طالبانو سره دجوړجاړي هڅو کې دمرستې په غرض پراخه امريکائي هڅې شامل دي.
پينټاگون کې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال هيگل خبريالانو ته وويل “” د٢٠١٤م څخه وروستو چې امريکا اؤ ائتلافيانو ته يې په افغانستان کې ادا کول دي بايد دهغې په واضحه توگه سپيناوى وشي.
خارجه وزير وويل د٢٠١٤م څخه وروستو(افغانستان کې) دموجودگۍ لپاره امريکا اؤ دهغې دائتلافيانو لپاره دلارو چارو دمنصوبه بندۍ په غرض ضروري ده چې دامريکا اؤ افغانستان ترمينځ بي ايس اى په فوري ډول لاسليک کول پکار دي.
هغه وويل افغانستان څخه دپوځيانو اؤ سازوسامان واپسي يو پيچيده کار دى اؤ زياته يې کړه چې دغه عمل په ذمه وارۍ اؤ احتياط سره ترسره کيږي اؤ دا به ديوې لمړۍ ترجيح په توگه دوام لري.
هيگل وويل دتورخم پولې ددروازې دبنديدو سره دامريکائي سازوسامان په واپسۍ اثر نۀ دى شوى اؤ زياته يې کړه چې دغه عمل دوخت څخه وړاندې دى، خو امريکا خپلې لارې چارې پرانستې ساتي چې پکې دشمالي سپلايۍ لاره هم شامله ده.
هغه وويل مونږ دشمال اؤ جنوب اپشنې لارې لرو اؤ اوس مهال فضائي لاره کاروؤ،خو مونږ ټول پوهيږو چې په فضائي لاره خرڅ زيات راځي اؤ مونږ ديو شمير نورو ځمکنو لارو په لوري هم ورسميږو، تورخم تړل شوى ، خو امريکا ددغه لارې دبيا پرانستې لوري ته پام گرځولى
خارجه وزير ومنله چې دافغانستان پوځيانو دخپل هيواد لپاره دامنيت باوري کولو په غرض اعلي کار دوامداره ساتلى.
هغه وويل افغان پوځ دافغانستان دکنټرول کولو لپاره خپلو مخالفو طالبانو ته دماتې ورکولو جوگه دي اؤ په زياترو موقعو په هغوي طاقتور ثابتيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG