لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خارجه دفتر : افغانستان کې امن دپاکستان په گټه دى


pakistan foreign office
pakistan foreign office
پيښور- دجمعې په ورځ دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وئيلي دي پاکستان خپل گاونډي هيواد افغانستان کې امن، تحفظ اؤ پرمختيا غواړي ځکه چې دا دپاکستان په گټه هم دي.
اسلام اباد کې خبريالانو ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياندې وويل پاکستان دجوړجاړي دعمل له لارې افغانستان کې دامن ته دودې ورکولو لپاره هره ممکنه هڅه کوي.
دافغان طالبانو دپخواني دوهم مشر ملا عبدالغني برادر سره دافغانستان دامنيتي شورا دمذاکراتو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې تسنيم اسلم وويل پاکستان ملا برادر دافغان صدر حامد کرزي په خواست خوشې کړى ، ترڅو هغه په امن عمل کې برخه واخستل شي.
هغې وويل چې پاکستان ددغه ليدنې په حواله يواځې اسانتيا ورکړې وه اؤ په اړه يې نور تفصيلات په لاس کې نۀ لري ، خو افغانستان کې دامن عمل لپاره به پاکستان هر هاغه څه کوي چې په وس کې يې وي.
په امريکائي کانگريس کې دپاکستان دامداد دنيټو دسپلايۍ دلارې دپرانستو سره دمشروط کولو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وياندې وويل پاکستان سره په دې حواله هيڅ رابطه نۀ ده شوې ځکه چې دا دامريکې کورنۍ معامله ده.
خو هغې وويل چې دزياتو ځاني اؤ مالي زيانونو له امله دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان دخلوص په اړه داندازو کولو ضرورت نشته.
دخارجه دفتر وياندې دملگرو ملتونو دجنرل اسمبلۍ له لوري دډرون حملو په ضد دقرارداد دمنظورۍ هرکلى وکړو اؤ وې وئيل دا دبين المللي رايې عامه عکاسي کوي اؤ پکې دډرون حملو په قانوني اؤ غيرقانوني اړخونو هم خبره شوې ده.
هغې دډرون حملو په اړه دپاکستان دا دريځ تکرار کړو چې دغه حملې دهيواد دخپلواکۍ په ضد اؤ حادثاتي زيانون اړوي.
وياندې وويل دډرون حملو په ضد به دپاکستان راتلونکى گام په جنيوا کې دملگرو ملتونو دبشري حقونو کميشن پورې رسد وي اؤ هلته به هم ددغسې قرارداد دمنظورولو لپاره هڅې کولى شي.
هغې وويل پاکستان به دډرون حملو په ضد دنړيوالې رايې عامه جوړول دوامداره ساتي اؤ زياته يې کړه چې دملگرو ملتونو دجنرل اسمبلۍ لخوا دقرارداد منظوري دې خبرې لوري ته اشاره کوي چې دډرون حملو په ضد رايې عامه په زياتيدو ده.
دډرون حملو دغندلو په اړه دجنرل اسمبلۍ په منظوري کړل شوي قرارداد دتبصرې په مهال هغې وويل چې دغه قرارداد دډرون حملو په ضد دپاکستان، نړيوالې ټولنې اؤ بشري حقونو دتنظيمونو لخوا دشوي احتجاج په نتيجه کې ممکن شوى دى.
هغې وويل بايد ددغه قرارداد موازنه دامنيتي شورا دنورو قراردادونو سره ونۀ شي ځکه چې په دې قرارداد دعمل درامد کولو لپاره کوم ادارتي ميکانيزم نشته ، هغې سپيناوى وکړو چې يواځې دامنيتي شورا دپينځوؤ مستقلو غړو له لوري منظور کړل کيدونکى قرارداد دعمل درامد ميکانيزم لري.
وياندې وويل کشمير کې په لا ئن اف کنټرول صورتحال دقابو لاندې دى اؤ ددواړو هيوادونو ډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز به په ٢٤م دسمبر ليدنه کوي اؤ زياته يې کړه دپاکستان له لوري دا تجويز دى چې دډي جي ايم اوز په غونډه کې بايد ددواړو هيوادونو دخارجه دفتر استازي شامل وي، خو هند دغه تجويز نۀ دى منلى.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغې وويل پاکستان اوس هم دايران پاکستان گيس پائپ لا ئن دمنصوبې په مکملولو ژمن دى ، خو داقتصادي خنډونو له امله پاکستان ددغه منصوبې لپاره پاکستان دپيسو په ترلاسه کولو کې دستونزو سره مخ دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG