لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتو ستر علمي ادبي شخصيت قمر راهي په حق رسيدلى


ټاکل شوې ده د نوموړي جنازه به د جمعې په ورځ د خيبر پښتونخوا صوبې دمردان سيمې د پيرانو ډاگې څخه پورته کولى اؤ پخپله پلرنۍ اديره کې به خاورو ته سپارلى شي
ټاکل شوې ده د نوموړي جنازه به د جمعې په ورځ د خيبر پښتونخوا صوبې دمردان سيمې د پيرانو ډاگې څخه پورته کولى اؤ پخپله پلرنۍ اديره کې به خاورو ته سپارلى شي
پيښور- دپښتو ژبې نوميالى شاعر،اديب اؤ کالم نگار قمر راهي د ٨٩ کالو په عمر کې د زيارت په ورځ په حق رسيدلى
قمر راهي د منفرد اسلوب هاغه شاعر ؤ چې په لر وبر کې يې ادبي هڅو ته د قدر په سترگه کتل کيدل اؤ په ادبي چارو کې به د هغۀ علمي رايې د يوې مستندې حوالې په په توگه گڼل کيده.
نوموړي په پښتو کې درې کتابونه ځله،څيره اؤ مشال ليکلي اؤ چاپ کړي دي چې دغو دريوؤ واړو کتابونو يو تاريخي حيثيت موندلى اؤ هر د پښتو شعر مينه وال ورته په درانۀ نظر گوري.
د ښاغلي قمر راهي د شهرت وجه کۀ چرته د هغۀ لوړ علمي شخصيت،تنقيدي بحثونه اؤ په تول پوره معياري شاعري گڼل کيږي نو هلته د پښتو علمي ادبي مجله "قند" هم د ښاغلي قمر راهي په ټوله پښتنه نړۍ کې د ځلولو سبب جوړه شوې وه.
قند دپښتو هغه علمي ادبي مجله وه چې د قمر راهي په ادارت کې خواوشا درې لسيزې وړاندې د مردان شوگر ملز له لوري چاپ کيده اؤ پکې به د عصر د نوميالو اؤ وتلو ليکوالو علمي مضامين، مقالې اؤ شاعري خپريده اؤ ددې ترڅنگ به قند په علمي ادبي موضوعاتو اؤ شخصياتو ځانگړي نمبرونه هم ويستل چې هغه نن په ټوله پښتنه ادبي نړۍ کې ستائيلى اؤ يادولى شي.
قمر راهي د تيرې څه مودې راهسې د بيمارۍ له کبله په کټ پروت ؤ اؤ د زيارت په ورځ د ورپيښې ناروغۍ له امله په حق رسيدلى .
د نوموړي جنازه د جمعې په ورځ د خيبر پښتونخوا صوبې دمردان سيمې د پيرانو ډاگې څخه پورته شوې اؤ پخپله پلرنۍ اديره کې خاورو ته سپارل شوی-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG