لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف وائي دترهه گرۍ خاتمه اؤ دمعيشت بحالي زمونږ په اوليتونو کې دي


 نواز شريف وويل موجوده حکومت په څلور نکته ييزه ايجنډا عمل کوي چې پکې دترهه گرۍ خاتمه، دمعيشت بحالي، د انرژۍ په بحران قابو موندل اؤ دامداد اخستو پځايې په نړيواله کچه تجارت ته وده ورکول شامل دي.
نواز شريف وويل موجوده حکومت په څلور نکته ييزه ايجنډا عمل کوي چې پکې دترهه گرۍ خاتمه، دمعيشت بحالي، د انرژۍ په بحران قابو موندل اؤ دامداد اخستو پځايې په نړيواله کچه تجارت ته وده ورکول شامل دي.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي پاکستان دنړيوالې ټولنې اؤ په ځانگړې توگه دخپلو گاونډي هيوادونو سره دوستانه اړيکو ته دودې ورکولو اراده لري.
دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دخارجه دفتر دودانۍ دنوي بلاک پرانستې دستورې ته په وينا کې وزيراعظم نواز شريف وويل پاکستان سيمه ييز اؤ نړيوال امن ته په وده ورکولو کې خپل کردار لوبوي.
نواز شريف وويل موجوده حکومت په څلور نکته ييزه ايجنډا عمل کوي چې پکې دترهه گرۍ خاتمه، دمعيشت بحالي، د انرژۍ په بحران قابو موندل اؤ دامداد اخستو پځايې په نړيواله کچه تجارت ته وده ورکول شامل دي.
نواز شريف هيله څرگنده کړه چې پاکستان به دنړيوالې ورورولۍ په مدد سره په پيښو ستونزو اؤ چيلنجونو قابوراولي.
وزيراعظم وويل پاکستان دافغانستان اؤ هند پشمول دخپلو گاونډي هيوادونو سره دمضبوطو اړيکو جوړولو لپاره په جذبې سره کار کوي.
هغه وويل چين سره دخپلو سټريټجک اړيکو په غځولو اؤ امريکا سره ددوه اړخيزه درناوي اؤ دبرابرۍ په کچه داړيکو په جوړولو ژمن يو.
هغه وويل پاکستان اسلامي هيوادونو سره هم خپلو اړيکو ښه کولو ته ليواله دى اؤ زياته يې کړه چې نړيوالې ورورولۍ اؤ گاونډي هيوادونو سره اړيکې مضبوطول اؤ تجارت ته وده ورکول زمونږ دسفيرانو ذمه واري ده.
دهغه وينا وه دنړۍ بيلا بيلې برخې يو بل ته زياتې نزدې شوي اؤ پاکستان په يوه کچه هم دځانله کيدو توان نۀ لري.
هغه دموجوده دور دضرورتونو مطابق په روايتي سفارت کارۍ کې دبدلونونو راوستو په ضرورت زور راوړو.
وزيراعظم وويل دترهه گرۍ دله مينځه وړل اؤ دمعيشت بحالي دموجوده حکومت په اوليتونو کې شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG