لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : دتشدد پيښو کې ٨ کسان وژل شوي


 دکراچۍ دپوليسو وينا ده چې دغه کسان دتير زيارت په ورځ تښتول شوي وؤ اؤ دهغوي مړي وروستو سول هسپتال ته رسول شوي دي.
دکراچۍ دپوليسو وينا ده چې دغه کسان دتير زيارت په ورځ تښتول شوي وؤ اؤ دهغوي مړي وروستو سول هسپتال ته رسول شوي دي.

راپورونه وائي دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ کې دجمعې په ورځ دتشدد څخه ډکو پيښو کې ٨ کسان وژل شوي دي.

دسرچينو وينا ده دکراچۍ په زوړگوليمار سيمه کې دريکسرپل ترڅنگ دشپږو کسانو مړي ترلاسه شوي دي، چې پيژندگلو يې درضوان بلوڅ، شهزاد، ساجد الياس، عمر بلوڅ، گلزار اؤ دلاور پټهان په نومونو سره شوې ده.

دکراچۍ دپوليسو وينا ده چې دغه کسان دتير زيارت په ورځ تښتول شوي وؤ اؤ دهغوي مړي وروستو سول هسپتال ته رسول شوي دي.

ددغو کسانو دمړو ترلاسه کيدو وروستو سيمه کې تاؤتريخوالى پيدا شوى اؤ کاروباري ځائيونه هم بند دي.

دپوليسو وينا ده چې دغه پيښه ددوؤ ډلو لياري دعزيربلوڅ اؤ بابا لاډلا ترمينځ دروانې دښمنۍ نتيجه ده.

دماړي پورې دپوليسو دتاڼې په پخواني مشر( ايس ايچ او) شفيق تنولي دشوې حملې يو شکمن تن دجمعې په ورځ په هسپتال کې ساه ورکړې ده.

بلخوا دکراچۍ دفيروزاباد په خالد بن وليد روډ په يو کور نامعلومو کسانو دلاسي بم حمله کړې چې پکې يوه اووۀ کلنه ماشومه مړۀ شوې ده.

درينجرز ځواکونو په شريف گوټه، ابراهيم حيدري، کورنگي، لانډهي، زړه سبزي منډۍ، بلديه ټاؤن، ملير اؤ نورو سيمو کې کارروايۍ ترسره کړي اؤ ٢٥ شکمن کسان يې نيولي اؤ دهغوي څخه يې وسلې برامد کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG