لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې دبهرنو ځواکونو په کاروان ځانمرگي حمله شوې

A clergyman stands near photos of people, killed in anti-government protests in 2014, during a commemoration near Independence Square in Kyiv. Ukraine will mark the first anniversary of the ousting of the pro-Moscow President Viktor Yanukovich next weekend, honoring the memory of the 100 or so civilians killed in protests against him.

افغان چارواکي وائي دجمعې په ورځ غرمه مهال کابل کې دنيټو په يو پوځي کاروان ځانمرگي حمله ترسره ، خو په سمدستي توگه ددغه بريد له امله داوښتې مرگ ژوبلې په اړه دقيق معلومات په لاس کې نۀ لري.
چارواکي وائي کابل کې يو ځانمرگي خپل دبارودو څخه ډک گاډى دنيټو دکاروان ترڅنگ په هاغه مرکزي سړک الوځولى چې ورسره نزدې گڼ شمير حکومتي اؤ پوځي ودانۍ موقعيت لري.
دکابل پوليسو يو وياند هشمت الله ستانکزئي يو بهرني خبري اژانس سره ددغه پيښې په اړه خبرو کې وويل دکابل جلال اباد په سړک خواؤشا يوه بجه يو ځانمرگي خپل موټر الوځولى اؤ دبهرنو ځواکونو کاروان يې په نخښه کړى
هغه وويل دپيښې په اړه دمعلوماتو راټولولو لپاره زمونږ امنيتي ځواکونه سيمې ته رسيدلي اؤ اوس مهال دمرگ ژوبلې په اړه معلومات په لاس کې نۀ لرو
دعيني شاهدانو په وينا دپيښې پځايې کې ايمبولينسونه اؤ دامريکا په مشرۍ دنيټو دځواکونو گاډي دچاؤدنې پځايې کې موجود وؤ اؤ سيمه دپوليسو لخوا تړل شوې ده.
بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددغه پيښې ذمه واري په غاړه اخستې اؤ وئيلي يې دي “” زمونږ دډلې جنگيالو نن غرمه دبهرنو عسکرو په کاروان يو موټري بم چاؤدنه کړې چې په نتيجه کې يې گڼ شمير بهرني عسکر مړۀ شوي اؤ دهغوي گڼ شمير گاډو ته زيان رسيدلى دى..
په افغانستان کې دنيټو يو وياند وائي چې دپيښې پلټنې روانې دي ، خو په دغه اړه يې نور معلومات نۀ دي ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG