لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وايي د ډرون په ضد احتجاجونه پاکستان دتنهايۍ کندې ته غورځوي


وزيراعظم نوازشريف دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې د ډرون په ضد د احتجاج ساحه تر بلوچستان غځيدلې
وزيراعظم نوازشريف دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې د ډرون په ضد د احتجاج ساحه تر بلوچستان غځيدلې
پيښور- دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف د جمعې په ورځ پاکستان کې د ډرون حملو په ورځ دشوي احتجاج راجوړونکو خپلو سياسي مخالفينو ته ورياده کړې ده چې دهغوئ دغه احتجاج پاکستان د نړيوالې ورورولۍ د مينځ څخه د يواځيتوب کندې ته غورځوي اؤ دهغه حکومت د نورو هيوادونو سره امن اؤ دوستۍ ته ليواله دى.
اسلام اباد کې يوې دستورې ته په وينا کې ښاغلي شريف وئيلي دي "مونږ هڅه کوو چې موجوده دوستانه اړيکې ديوبل په ښيگړه يوې غوره شراکت دارۍ کې بدلې کړو ځکه چې مونږ په يونړيوال کلي کې اوسيږو چرته چې هيڅوک يواځې ژوند نه شي تيرولى"
هغه خبردارى ورکړو چې دا يواځيتوب يو رياست د نړيوالې ورورولۍ څخه بيلوي خو هغه په دغه موقعه د د پي ټي ايي اؤ جماعت اسلامي له لوري د ډرون بريدونو په ضد د کيدونکي احتجاج په ظاهري توگه يادؤنه ونه کړه دکوم له امله چې خيبرپښتونخوا کې د زمکې له لارې افغانستان ته د ناټو ځواکونو دپاره دکيدونکې سپلايۍ مخه نيول شوې ده .
وزيراعظم نوازشريف دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې د ډرون په ضد د احتجاج ساحه تر بلوچستان غځيدلې اؤ دغلته هم د افغانستان ته د ناټو د سامانونو د رسؤلو ځمکنۍ لاره تړل شوې ده.
دامريکا له لوري په پاکستان د ناټو سپلايۍ دپاره د لارو پرانستو غږ شوى اؤ تيره اوونۍ دامريکايي کانگريس لخوا د ملگرتيا د پاللو يا کوليشن سپورټ فنډ په اساس پاکستان ته د ورکړى کيدونکو پيسو پاکستان ته د ورکولو دپاره دناټو دسپلايۍ د لارو پرانستو سره د تړلو بل منظور کړل شوى ؤ.
وزيراعظم نوازشريف وويل دهغه حکومت د ترهگرۍ، انتهاخوښۍ اؤ اقتصادي بدحالۍ له امله د پيښو چيلنجونو څخه خبر ؤ .
هغه وويل حکومت يې افغانستان سره اړيکو کې پراختيا اؤ ښۀ والى،هندوستان سره دخبرو بحالي،چين سره د سټراټيجکي شراکت دارۍ پياوړتيا ،امريکا سره بيا له سره اړيکې جوړول ،اروپاسره اړيکې اؤ اسلامي نړۍ سره يووالي کې داضافې دپاره اقدامات کوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG