لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف مولانا سميع الحق ته طالبانو سره د خبرو واک ورکړى


په دغه ليدنه کې وزيراعظم نوازشريف د مولانا سميع الحق څخه خواهش کړى دى چې بايد طالبانو سره مذاکراتو پيل کولو ته لاره هواره کړي.
په دغه ليدنه کې وزيراعظم نوازشريف د مولانا سميع الحق څخه خواهش کړى دى چې بايد طالبانو سره مذاکراتو پيل کولو ته لاره هواره کړي.
پيښور-دپاکستان وزيراعظم ميانواز شريف په طالبانو کې خاص اثر لرونکي پاکستاني مذهبي سياسي مشر مولانا سميع الحق ته طالبانو سره د حکومت لخوا دخبرو اترو پيل کولو واک ورکړى اؤ مولانا سميع الحق وايي طالبانو زرترزره د تماس نيولو وروستو به د وضعيت په بابله احوال ښکاره کړي.
طالبانو د ډرون په يو بريد کې د خپل مشر حکيم الله محسود د وژل کيدو وروستو په ډاگه کړې ده چې هغوئ به د حکومت سره هيڅ قسمه مذاکراتو ته غاړه نۀ ږدي.
د نهې په ورځ د جمعيت علماء اسلام د خپلې ډلې مشر مولانا سميع الحق په پلازمينه اسلام اباد کې وزيراعظم ميانوازشريف سره يو په يو د يونيم ساعت اوږده ليدنه کړې اؤ سرچينې وايي په دغه ليدنه کې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ د جوړجاړي په غرض دخبرو پيل کولو په بيلابيلو اړخونو صلاح مشورې شوي دي.
سرچينې وايي په دغه ليدنه کې وزيراعظم نوازشريف د مولانا سميع الحق څخه خواهش کړى دى چې بايد طالبانو سره مذاکراتو پيل کولو ته لاره هواره کړي.
وزيراعظم زياته کړې ده چې حکومت يې طالبانو سره جوړجاړي کې سنجيده دى اؤ غواړي د خبرو له لارې د ستونزې هوارى را اوځي.
مولانا سميع الحق ددغه ليدنې په اړه دپاکستان يو شخصي ټيليويژون چينل ته وئيلي نوازشريف سره يې دغه ليدنه دهغه په خواست کړې ده اؤ څومره چې يې له مخې کيږي هڅه به وکړي چې د ستونزې هوارى را اوباسي.
هغه وويل دامنيت پځايې کولو دپاره ضروري ده چې ډرون بريدونه اودرول شي اؤ امريکا په دې پوهه کړل شي چې طالبانو سره خبرې پيل کول به گټه ولري.
هغه وويل طالبان په دې خبره مرور دي چې حکومت په پردو تگلارو روان دى اؤ که چرې حکومت مذاکراتو ته سنجيده وي نو هغه تيار دى چې د خبرو په پيل کولو کې خپل ټول مخ مروت په کار راولي.
مولانا سميع الحق چې په پاکستان کې د يوې مذهبي سياسي ډلي مشري پغاړه لري ددې ترڅنگ دخيبرپښتونخوا په نوښار ضلع کې د يوې سترې ديني مدرسې دارالعلوم حقانيه مشر هم دى چرته چې په زرگونو طالبان ديني زده کړي ترلاسه کوي اؤ مولانا سميع الحق دعوه لري چې د پاکستاني اؤ افغاني مشرانو د تحريک زياتره مهم مشران د هغه د مدرسې څخه فارغ شوي دي.
پاکستاني طالبانو دمخه په ډاگه کړې ده چې هغوئ به حکومت سره هيڅ قسمه خبرې اترې نۀ کوي اؤ دخپل وژل شوي مشر حکيم الله محسود د وژنې انتقام اخستو دپاره به خپل بريدونه نور هم چټک کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG