لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جليل عباس : افغانستان څخه به دامريکا په مکمل ډول وتل سودمند نه وي


جليل عباس جيلاني وويل دامريکائي پوځيانو متوقع وتلو سره به پاکستان اؤ امريکا ته په افغانستان کې دامن اؤ ثبات لپاره دزيات نزدې څخه مرسته کول وي.
جليل عباس جيلاني وويل دامريکائي پوځيانو متوقع وتلو سره به پاکستان اؤ امريکا ته په افغانستان کې دامن اؤ ثبات لپاره دزيات نزدې څخه مرسته کول وي.
په داسې حال کې چې دسږکال په پايې کې امريکا جگړه ځپلي هيواد افغانستان څخه دخپلو پوځيانو دويستو تيارۍ کوي په امريکا کې دپاکستان سفير جليل عباس جيلاني وائي افغانستان څخه دټولو امريکائي پوځيانو وتل گټور نۀ دي.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان سره په يوه مرکه کې جليل عباس جيلاني وئيلي دي (افغانستان څخه دامريکائي پوځيانو دوتلو) خبرې هم خپلې اغيزې کول پيل کړي اؤ پاکستان ته دوړاندې څخه زياتو افغان کډوالو تگ شروع کړى چې ترې په ډاگه کيږي دافغانستان اولس هم ويره لري.
امريکا دسږکال تر اخره افغانستان څخه دخپلو زياترو امريکائي جنگي پوځونو دويستو پلان لري اؤ غواړي افغان پوځ ته دتربيت ورکولو اؤ دالقاعده سره دتعلق لرونکو جنگيالو په ضد عملياتو کې دمرستې کولو په غرض افغانستان کې خپل يو څه پوځيان پاتې کړي ، خو کابل په دغه اړه په يو امنيتي تړون لاسليک کولو کې دځنډ څخه کار اخلي.
پاکستاني سفير ددې خبرې سره اتفاق وکړو چې ٢٠١٤م به په جنوبي ايشياء کې دامريکائي کردار دمتعين کولو په اړه مهم کال وي خو زياته يې کړه دا اندازه لگول گران دي چې حالات څه رقم جوړيږي.
هغه وويل که چرې (افغانستان څخه ) په گڼ شمير کې پوځيان ووځي ، نو لويه ذمه واري به زمونږ په اوږو پريوځي اؤ زياته يې کړه هاغه امنيتي ذمه وارۍ به چې په تير وخت کې ټولو ترسره کولې په ځانگړې توگه په پاکستان پريوځي ، کوم چې به يو لويې چيلنج وي.
جليل عباس جيلاني وويل دامريکائي پوځيانو متوقع وتلو سره به پاکستان اؤ امريکا ته په افغانستان کې دامن اؤ ثبات لپاره دزيات نزدې څخه مرسته کول وي.
په هاغه امريکائي استخباراتي راپور چې پکې وئيل شوي وؤ کۀ دنيټو ځواکونه افغانستان څخه اوځي نو طالبان به يوځل بيا خپل اثرورسوخ ترلاسه کړي ، پاکستاني سفير وويل طالبان په افغانستان کې يو مهم عامل دى اؤ تر دې مهاله دطالبانو اؤ نورو ترمينځ دجوړجاړي راوستو په اړه هڅو کومه نتيجه نۀ ده ورکړې.
هغه وويل زمونږ داندازې مطابق به هغوي يو مهم کردار ادا کول دوامداره ساتي اؤ ځکه خو پاکستان گڼي چې دجوړجاړي عمل په افغانستان کې مهم دى.
دهغه وينا وه دافغان حکومت ، طالبانو اؤ افغانستان کې دنورو ډلو ترمينځ جوړجاړى زيات مهم دى.
جليل عباس جيلاني زياته کړه سږکال افغانستان کې ترسره کيدونکې ازادې اؤ روڼ انده ټاکنې هم ثبات راوستو کې مهم کردار ادا کولى شي.
هغه وويل طالبانو سره مذاکرات دپاکستان يوه مستقله تگلاره پاتې شوې ، کومه چې غلطه لوستل شوې اؤ په غلطه توگه يې سپيناوى شوى ، خو اوس نړۍ دپاکستان نقطه نظر مني.
جليل عباس جيلاني ددوحې دمذاکراتو عمل يو مثبت پرمختگ وگرځولو اؤ وې وئيل کوم طالبان مشران چې دوحې ته تللي وؤ، هغوي اوس هم هلته دي کوم چې په مذاکراتو کې دهغوي دوامداره دلچسپۍ لوري ته اشاره کوي.
ښاغلي جيلاني دځينو امريکائي قانون سازانو له لوري دا دعوه رد کړه چې گنې پاکستان په لفظي توگه خو افغانستان کې دامن دپلان ملاتړ کوي ، خو په پټه دتندلارو ملاتړ کوي اؤ زياته يې کړه مونږ ديو مثبت کردار لوبولو لپاره هرممکن گام اخستى، په افغان پوله دپوځيانو تعيناتي اؤ زمونږ نورې هڅې کور ډلې چې پکې پاکستان، افغانستان اؤ امريکا شامل دي ستائيلي دي.
هغه وويل په داسې حال کې چې پاکستان پخپله قبائيلي پټۍ کې دتندلاريتوب دله مينځه وړلو لپاره هڅې کوي ، مونږ گڼو چې ځينې ذمه وارۍ دنيټو اؤ ايساف په پوځيانو هم پريوځي.
هغه وويل تندلارو ته افغانستان ته داوړيدو لپاره ٢٠ کلو ميټره سفر کول دي اؤ کابل ته درسيدو لپاره ٣٠٠ کلو ميټره ، نو اوس دغه ٣٠٠ کلو ميټره کنټرول کول دچا ذمه واري ده؟، مونږ په افغانستان کې پوځي موجودگي نۀ لرو.
جيل عباس جيلاني وويل دتيرو دوؤ کلونو راهسې دپاکستان، افغانستان اؤ امريکا ترمينځ مرسته تر ډيره حده سيوا شوې اؤ دپوځونو په کچه اؤدانټلس جنس په کچه اړيکې هم ښې شوي دي.
پاکستاني سفير دا تاثر رد کړو چې گنې پاکستان په افغانستان کې دهند دکردار لوبولو په ضد دى اؤ وې وئيل پاکستان به دهر هيواد لخوا په جائز اختيار استعمالولو اعتراض نۀ کوي ، خو کله چې هغوي ددغه جائز اختيار څخه ورپورې اوځي ، نو مونږ به سختې انديښنې لرو.
هغه وويل که هند دثبات راوستو لپاره کردار ادا کوي نو مونږ هيڅ ستونزه نۀ لرو، دپاکستان دبې ثباته کولو لپاره به دافغانستان دخاورې په استعمالولو مونږ سخته انديښنه لرو.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا هند په بلوچستان کې ستونزې پيدا کولو کې ککړ دى هغه وويل هند يو مثبت کردار نۀ ادا کوي اؤ يقيناً هغوي ککړ دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG