لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک : بمي چاؤدنه کې يو پوليس عسکر وژل شوى، درې ژوبل


سرچينې وائي دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دپيښې پلټنې يې پيل کړي دي.
سرچينې وائي دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دپيښې پلټنې يې پيل کړي دي.

پيښور_ راپورونه وائي دزيارت په ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې ترسره شوې يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې يو پوليس عسکر وژل شوى اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

پيښور_ راپورونه وائي دزيارت په ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې ترسره شوې يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې يو پوليس عسکر وژل شوى اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دټانک دصدر پوليسو دتاڼې گاډى دمعمول په گزمه بوخت ؤ چې په پتهر نومې سيمه کې دسړک دغاړې ريموټ کنټرول بم چاؤدنه وشوه، چې له امله يې دعزيزالله په نوم يو پوليس عسکر ووژل شواؤ درې عسکرعصمت الله، رحمت الله اؤ اشرف علي ژوبل شول.
سرچينې وائي دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دپيښې پلټنې يې پيل کړي دي.
که هر څو دپوليسو په گاډي دشوې دغه بمي چاؤدنې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو له دې وړاندې دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې په امنيتي ځواکونو دترسره شوؤ زياترو بريدونو پړه دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستې ده.
تيرکال دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې ترسره شوي دډرون يو بريد کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو دپاکستاني طالبانو نوي سخت دريځي مشر مولانا فضل الله دپاکستان حکومت سره نۀ يواځې دا چې دهررقم خبرو څخه انکار کړى بلکې دخپل وژل شوي مشر دانتقام اخستو دړکه يې هم کړې ده.
.اخوا دچارسدې په پړانگ سيمه کې ددوؤ مخالفو ډلو ترمينځ شوې نښته کې درې کسان وژل شوي دي ، چې پکې يو پلار اؤ اؤ دهغه دوه زامن شامل دي.
همدغه شان چارسده کې په يوه بله پيښه کې تندلارو دچارسدې په ډهب بانډه سيمه کې دجينکوپه سکول کې دبارودي موادو چولو له امله دسکول دروازه تباه شوې اؤ ودانۍ ته يې زيان رسيدلى دى، خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG