لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منموهن سنگهـ : پاکستان سره دوستانه اړيکو ته ليواله يو


 منموهن سنگهـ وويل پاکستان سره دوستانه اؤ ښې اړيکې دسيمې دپرمختگ اؤ خوشحالۍ ضمانت ورکولى شي.
منموهن سنگهـ وويل پاکستان سره دوستانه اؤ ښې اړيکې دسيمې دپرمختگ اؤ خوشحالۍ ضمانت ورکولى شي.
دهند وزيراعظم ډاکټر منموهن سنگهـ وئيلي دي هند به په سيمه کې دامن اؤ ثبات لپاره دپاکستان پشمول دخپلو گاونډيانو سره دښو اړيکو جوړولو لپاره هڅې دوامداره ساتي.
دجمعې په ورځ په نوي ډيلي کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال هندي وزيراعظم دخپلې ملازمت دمودې دختميدو څخه دمخه پاکستان ته دسفر دخواهش څرگندونه وکړه.
هغه وويل دهغه ددغه دورې په نتيجه کې پاکستان سره دمذاکراتو عمل اؤ دټولو لويو ستونزو په هواري کې مهم پرمختگ رامينځته کيدى شي.
منموهن سنگهـ وويل پاکستان سره دوستانه اؤ ښې اړيکې دسيمې دپرمختگ اؤ خوشحالۍ ضمانت ورکولى شي.
دهغه وينا وه هند اسلام اباد سره ښو اؤ غوره اړيکو ته ليواله دى ، کومې چې دسيمې دامن لپاره ضروري دي.
هندي وزيراعظم د نيرندرا مودي دهيواد وزيراعظم جوړيدل به بربادي وي.
منموهن سنگهـ وويل چې په هند کې ديارلس کروړه اؤ اتيا لکه خلک دغربت دليکې څخه ښکته ژوند تيروي.
ښاغلي منموهن وويل دپاکستان دپخواني پوځي صدر جنرل (ر) پرويز مشرف دواکمنۍ په دور کې دواړه هيوادونه خپل مينځي اړيکو کې مهم پرمختگ ته نزدې شوي وؤ خو پاکستان کې دقيادت دبدلون له امله خبره مخکې لا نۀ ړه.
هندي وزيراعظم په ډاگه کړه چې ٢٠١٤م کې دپارليماني ټاکنو وروستو به هغه دوزيراعظم دعهدې کانديد نۀ وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG