لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپرويز مشرف طبې راپورونه محکمې ته ښودل شوي


په پاکستان کې د جنرال پرويز مشرف په ضد دغدارۍ د مقدمې چليدو په اړه تاودۀ بحثونه روان دي اؤ ځينې څيړونکي امکان څرگندوي چې پخوانى پوځي امر جنرال پرويز مشرف د علاج په نامه ډير زر دپاکستان څخه بهر تلونکى دى
په پاکستان کې د جنرال پرويز مشرف په ضد دغدارۍ د مقدمې چليدو په اړه تاودۀ بحثونه روان دي اؤ ځينې څيړونکي امکان څرگندوي چې پخوانى پوځي امر جنرال پرويز مشرف د علاج په نامه ډير زر دپاکستان څخه بهر تلونکى دى
پيښور- دپاکستان دپخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف په ضد دغدارۍ دمقدمې اوريدونکې محکمې ته دنهې په ورځ دمشرف دناروغۍ په اړه طبي راپورونه وړاندې کړل شوي چې له دې وروستو عدالت هغه ته دنهې اؤ شورو په ورځ محکمې ته دوړاندې کيدو څخه استثنا ورکړې ده.
په عين حال کې ددفاع سيکرټري ياسين ملک خبريالانو ته وئيلي دي دپرويز مشرف دمقدمې سره دپاکستاني پوځ هيڅ تعلق نشته.
په پاکستان کې د جنرال پرويز مشرف په ضد دغدارۍ د مقدمې چليدو په اړه تاودۀ بحثونه روان دي اؤ ځينې څيړونکي امکان څرگندوي چې پخوانى پوځي امر جنرال پرويز مشرف د علاج په نامه ډير زر دپاکستان څخه بهر تلونکى دى.
څيړونکي دا هم وايي چې پاکستان ته د سعودي عرب د خارجه وزير سعود الفيصل اوسنى سفر هم د پرويز مشرف د ملک څخه د ويستو په لړکې دى خو دپاکستان حکومت اؤ پخپله سعودي چارواکي واضحه کړې ده چې اسلام اباد ته د هغه سفر د جنرال مشرف موضوع پسې هيڅ تړاؤ نۀ لري.
پرويزمشرف تيره اوونۍ وروستو له هغې دراولپينډۍ يو پوځي روغتون کې داخل کړل شوى ؤ چې محکمې ته د هغۀ د وړاندې کولو په مهال هغه ته دزړۀ تکليف پيښ شوى ؤ اؤ دغلته يې علاج روان دى.
دنهې په ورځ دجنرال(ر) پرويز مشرف په ضد دغدارۍ دمقدمې اوريدنه دجسټس فيصل عرب په مشرۍ کې يوه ځانگړې محکمه کې شوې اؤ محکمې دطبي دراپورونو په اساس په ٩مه جنورۍ ددليلونو ورکولو هدايت په ترڅ کې پخواني صدر ته دنهې اؤ شورو په ورځ عدالت ته دوړاندې کيدو څخه استثنا ورکړې ده.
بل لوري ته اسلام اباد کې دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو په اړه صلاح کار سرتاج عزيز سره يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دسعودي عرب خارجه وزير سعودالفيصل وئيلي دي دپرويز مشرف معامله دپاکستان کورنۍ چاره ده اؤ هغه پاکستان ته په دغه اړه کوم سازباز کولو لپاره نۀ دى ورغلى.
له دې وړاندې تيره ورځ عدالت دارمډ فورسز انسټي ټيوټ اف کارډيالوجي ته امر کړى ؤ چې دنهې په ورځ دې دپرويز مشرف دصحت دصورتحال په اړه محکمې کې يو ميډيکل سرټيفيکټ جمع کړي.
دپخواني صدر وکيل احمد رضا قصوري دعدالت څخه بهر خبريالانو ته وئيلي دځانگړې محکمې رجسټرار يوه بنده لفافه بينچ ته وړاندې کړې ، چې پکې دپرويز مشرف دطبي تجزيې راپورونه موجود وؤ.
دقصوري په وينا دبينچ مشري کوونکي جج جسټس فيصل عرب ددغو راپورونو د نتيجو دلوستلو وروستو خپلو ملگرو ججانو ته دغه راپورونه وښودل اؤ وې وئيل چې ددې نقلونه به داستغاثې اؤ موکل وکيلانو ته ورکړل شي.
احمد رضا قصوري وويل دطبي ماهرانو سره دصلا مشورو وروستو به په دغو راپورونو عدالت کې دليلونه ورکوي.
په پرويز مشرف دکال ٢٠٠٧م په ٣م نومبر دبيړني حالت پځايې کولو سره دهيواد دائين دماتولو اؤ سترې محکمې دججانو دنظربندۍ تورونه دې چې دوفاق په قول دهغه دغه گام دائين دشپږم ارټيکل لاندې دغدارۍ په زمره کې راځي.
دپاکستان وفاقي حکومت ددغه مقدمې دکارروايۍ لپاره درې کسيزه ځانگړې محکمه جوړه کړې اؤ دغه عدالت په ٢٤م دسمبر خپل کار پيل کړى ؤ.
خو تر دې مهاله دعدالت له لوري دمقدمې شوؤ اوريدنو کې پرويز مشرف محکمې ته په وړاندې کيدو کې بريالى شوى نۀ دى ، چې ورسره په هغه دغدارۍ فردجرم نۀ دى لگول شوى.
دپخواني صدر وکيلانو دځانگړې محکمې په جوړيدو اؤ ددغه محکمې دججانو په بې پلوۍ پوښتنې راولاړې کړي اؤ په دغه لړ کې درخواستونه هم ځانگړې محکمه کې جمع کړل شوي دي.
پرويز مشرف په ځان دلگيدلو تورونو څخه انکار کوي اؤ وائي ددريم نومبر کال ٢٠٠٧م په مهال هغه ايمرجنسي دټول هيواد دگورنرانو، وزيراعظم اؤ نورو لوړپوړو چارواکو سره دصلاح مشورو وروستو لگولې وه اؤ دغه گام چونکې هغه دپوځ دسرلښکر په توگه پورته کړى ؤ ، ځکه دې پرې مقدمه په کوم پوځي عدالت کې وچلول شي.
ددې ترڅنگ داسلام اباد دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت کې دلال جومات دامام غازي عبدالرشيد دوژنې په اړه دمقدمې اوريدنه هم نن وشوه ، په دغه مقدمه کې دپخواني صدر عدالت ته په نۀ وړاندې کيدو محکمې دهغه دميډيکل سرټيفيکټ غوښتنه وکړه.
داوريدنې په مهال دمشرف وکيلانو دخپل موکل له لوري عدالت کې دنننۍ اوريدنې څخه هغه ته داستثنا ورکولو يو درخواست هم جمع کړو.
دپرويز مشرف وکيلانو دريځ خپل کړو چې دهغوي دموکل صحت ښه نۀ دى اؤ ځکه دې عدالت ته وړاندې نۀ شو.
وروستو محکمې دنننۍ اوريدنې څخه مشرف ته داستثنا ورکولو درخواست منظور کړو اؤ دهغه دميډيکل سرټيفيکټ دجمع کولو امر يې وکړو.
داسلام اباد په لال جومات کې دکارروائي حکم دپاکستان پخواني صدرجنرل(ر) پرويز مشرف ورکړى ؤ، دغه کارروائي تر اتوؤ ورځو دوام لرلو چې پکې لږ ترلږه ٥٨ پاکستاني پوځيان اؤ دمدرسې طالب علمان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG