لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : په امنيتي پوسته بريد کې درې پوځيان ،١٠جنگيالي مړۀ


په پاکستاني پوځ دغه حمله داسې وخت کې شوې چې حکومت يو ځل بيا طالبانو سره دخبرو هڅې چټک کړي دي
په پاکستاني پوځ دغه حمله داسې وخت کې شوې چې حکومت يو ځل بيا طالبانو سره دخبرو هڅې چټک کړي دي
پيښور-دافغانستان د پولې سره لگيدلې دپاکستان قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د تندلارو لخوا په يوه امنيتي دترسره شوي بريد په مهال درې پاکستاني پوځيان وژل شوي اؤ لس بريد کوونکي وژل شوي دي .
دپاکستان په پوځيانو د وسله والو لخوا دغه بريد په داسې حال کې شوى چې د تيرې يوې اوونۍ راهسې ددغه هيواد د حکومت لخوا د وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې هڅې يو ځل بيا پيل کړل شوي اؤ د کورنو چارو د وزير په وينا حکومت طالبانو سره مذاکراتو دپاره يوه ځانگړې ډله هم جوړه کړې ده،
د شورو اؤ زيارت په مينځ شپه د سيمې څخه امنتي سرچينو وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وئيلي دغه نښته د جنوبي وزيرستان په گرين رچ نومې امنيتي پوسته هاغه مهال شوې ده کله چې په لسگونو وسله والو جنگيالو په پوسته ولاړو پوځيانو باندې ناڅاپي د سپکو اؤ درنو وسلو بريد وکړو.
دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانگې پخلې کړى چې په دغه بريد کې درې پاکستاني پوځيان اؤ دامنتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې لس بريد کوونکي وژل شوي دي.
جنوبي وزيرستان دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چرته چې په تيرو وختونو کې دپاکستان پوځ القاعده اؤ ظالبانو سره د تړلو جنگيالو په ضد په پراخه پيمانه عمليات کړي وؤ پوځ دعوه کوي چې دغه قبائيلي سيمه يې تر ډيره حده د جنگيالو د اثر څخه خلاصه کړې ده.
په گرين رچ نومې پوسته شوي بريد کې د رامينځته شوې مرگ ژوبلې د درستې شميرې په هکله پخلى د ازادو سرچينو له لوري له دې امله نۀ دى شوى چې په سيمه کې د روان تاؤژن وضعيت له امله دغلته د خبريالانو ورتگ يا ټيلفوني تماس نيول ناشوني شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG