لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مري:خوړ ته دبسونو رغړيدو له امله شپاړس کسان مړۀ شوي


دپښې د خبر رسيدو سره سم مرستندويه کارمندان اؤ د سيمې خلک د پيښې ځايې ته رسيدلي اؤ د امدادي هلې ځلې يې پيل کړي دي.
دپښې د خبر رسيدو سره سم مرستندويه کارمندان اؤ د سيمې خلک د پيښې ځايې ته رسيدلي اؤ د امدادي هلې ځلې يې پيل کړي دي.
پيښور- دپاکستان د پنجاب ايالت د سيلگرۍ دسيمې مري په سالگرا علاقه کې دوه بسونه پخپلو کې د جنگيدو له ژور خوړ ته رغړيدلي چې له امله يې ١٦کسان مړۀ اؤ ٣٤ نور ژوبل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وئيلي دغه پيښه د شورو په ماښام هاغه مهال رامينځته شوه کله چې د خراب موسم اؤ کمې رڼا له امله دوه بسونه يو بل له په ډغره ورغلل.
دبسونو جنگيدو سره سم دغه بسونه خواوشا يو نيم سل فټه ژور خوړ ته پريوتي چې پکې ناست کسان په گڼ شمير کې مړۀ اؤ ژوبل شوي دي.
دپښې د خبر رسيدو سره سم مرستندويه کارمندان اؤ د سيمې خلک د پيښې ځايې ته رسيدلي اؤ د امدادي هلې ځلې يې پيل کړي دي.
سرچينې وايي تر دې دمه شپاړس مړي اؤ څلور ديرش زخميان راويستل شوي چې زنانه اؤ ماشومان هم پکې شامل دي.
دسرچينو په وينا سيمه کې د خراب موسم اؤ کمې رڼا له امله د مرستې په فعاليتونو کې سخت خنډان مخې ته دي.
په پيښه کې ژوبل شوي کسان د اسلام اباد پمز هسپتال ته رسول شوي چې دغلته هم د يو شمير ژوبلو حالت نازک ښودل شوى اؤ له دې امله د مړو شمير کې د زياتوالي انديښنه ده.
مري د پاکستان د پلازميني اسلام اباد سره نزدې د سيلگرۍ هاغه يخه غرئيزه سيمه ده چرته چې زياتره وخت غرونو څخه د گاډو د رغړيدو پيښې رامينځته کيږي اؤ تر دې مهاله په دغه سيمه کې رامينځته شوؤ د سړک پيښو کې په گڼ شمير خلکو خپل ژوند د لاسه ورکړى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG