لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : دالوتکې تباه کيدو پيښه کې درې امريکايان وژل شوي


 دايساف دتگلارې سره سم ددغو عسکرو دقوميت په اړه څه نۀ دي وئيل شوي، خو سرچينې وائي وژل شوي ټول امريکايان دي.
دايساف دتگلارې سره سم ددغو عسکرو دقوميت په اړه څه نۀ دي وئيل شوي، خو سرچينې وائي وژل شوي ټول امريکايان دي.
راپورونه وائي دجمعې په ورځ دافغانستان په يوه ختيزه سيمه کې ديوې پوځي ايم سي-١٢ الوتکې دتباه کيدو پيښه کې درې امريکايان وژل شوي دي.
دنيټو وياند په يو بيان کې وئيلي دي چې ختيز افغانستان کې دالوتکې په يوه بده پيښه کې دنيټو دنړيوالو ائتلافي ځواکونو دوه عسکر اؤ دايساف يو غيرپوځي غړى وژل شوى دى.
دايساف دتگلارې سره سم ددغو عسکرو دقوميت په اړه څه نۀ دي وئيل شوي، خو سرچينې وائي وژل شوي ټول امريکايان دي.
دامريکا دفاعي چارواکو ددغه الوتکې دتباه کيدو پخلى کړى خو زياته کړې يې ده داسې معلومات په لاس کې نۀ لري چې ترې څرگنديږي دغه پيښه ددښمن لخوا رانسکوره کړل شوي وي.
ايم سي-١٢ په روايتي توگه دڅارونکې الوتکې په توگه استعمالولى شي ، چې پکې گڼ شمير کيمرې لگيدلې وي.
دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې هم نن دايساف يو وياند پخلى کړى ددسمبر په نيمائي چې کوم بليک هيلي کاپټر تباه شوى اؤ له امله يې شپږ عسکر وژل شوي وؤو هغه ددښمن دعمل نتيجه وه.
تيرکال افغانستان کې هم په دغه رقم فضائي پيښو کې خواؤشا ١٩ دنيټو عسکر وژل شوي اؤ اوسنۍ فضائي پيښه کې ددغو عسکرو دمړينې سره په روانه مياشت کې په دغه جگړه ځپلي هيواد کې دوژل شوؤ بهرنو عسکرو شميره څلورو ته رسيدلې اؤ تيرکال په مجموعي ډول افغانستان کې ١٦٠ عسکر وژل شوي وؤ.
ټاکل شوې ده دروان کال تر اخره به افغانستان څخه زياتره بهرني عسکر اوځي ، خو امريکا غواړي د٢٠١٤م څخه وروستو هم افغان پوځ ته دتربيت ورکولو اؤ دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد عملياتو کې دمرستې لپاره په دغه هيواد کې خپل ځينې پوځيان وساتي، خو ددې لپاره دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ په دوه اړخيزه امنيتي تړون( بي ايس اى) لاسليک کولو ته اړتيا ده.
امريکا غواړي کابل په دغه تړون زر تر زره لاسليک وکړي خو دافغانستان موجوده صدر حامد کرزى دريځ لري په دغه تړون دلاسليک کولو يا نۀ کولو پريکړه به سږکال افغانستان کې دکيدونکو انتخاباتو په نتيجه کې جوړيدونکي حکومت ته کول وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG