لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوزيراعظم لخوا داعتزاز حسن لپاره دستارۀ شجاعت وړانديز


داعتزاز حسن دمړانې ددغه گام له امله دسلگونو طالب علمانو ژوند خوندى شوى
داعتزاز حسن دمړانې ددغه گام له امله دسلگونو طالب علمانو ژوند خوندى شوى

دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دهيواد صدر ممنون حسين ته هنگو کې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دوژل شوي طالب علم اعتزاز حسن لپاره دستارۀ شجاعت ورکولو وړانديز کړى دى.

دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دهيواد صدر ممنون حسين ته هنگو کې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دوژل شوي طالب علم اعتزاز حسن لپاره دستارۀ شجاعت ورکولو وړانديز کړى دى.
په دغه اړه دوزيراعظم هاؤس له لوري جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي دحسن دمړانې ددغه گام له امله نۀ يواځې دا چې دسلگونو طالب علمانو ژوند خوندي شوى بلکې هغه دمړانې اؤ وطن سره دمينې يو لوړ مثال قائم کړى دى.
اعتزاز احسن دهنگو هاغه ميړنى طالب علم ؤ چې دجنورۍ په شپږمه نيټه پخپل سکول دبريد په غرض ورغلي ځانمرگي ته يې غاړه ورکړې وه اؤ دغسې يې دخپل ژوند په تاوان دسکول نور ملگري بچ کړي وؤ.
بلخوا دخيبرپښتونخوا دسوات سيمې سره تعلق لرونکې پاکستانۍ طالب علمې ملالې يوسفزئي اعلان کړى چې هغه به داعتزاز حسن کورنۍ ته پينځه لکه روپۍ ورکوي اؤ دپاکستان په حکومت يې غږ کړى چې هغه ته دې لويې سويلين ايوارډ ورکړي.
ملالې يوسفزئي وئيلي دي چې په دې خبره راته دخفگان احساس شوى چې زما په هيواد کې تشدد ديو بل ماشوم ژوند اخستى، زۀ په دې خبره وياړ کوم چې دداسې هيواد سره تعلق لرم ، چرته چې داعزاز حسن پشان گڼ شمير ميړني خلک زيږيدلي دي
ملاله وائي چې دخپل ژوند په قرباني کولو سره حسن په سلگونو بې گناه ماشومان دقتليدو څخه ژغورلي، زۀ دهغه په دغه مقدس اؤ جرائتمندانه گام وياړم کووم اؤ خواهش لرم چې دهغه دغه گام زما دخلکو اؤ هيواد لپاره امن راوړي
په ملالې يوسفزئي پخپله هم دخيبرپښتونخوا دسوات په انتظامي مرکز مينگوره کې کال ٢٠١٢م کې دطالبانو لخوا قاتلانه حمله ترسره شوې وه چې پکې هغه سخته ژوبل شوې وه اؤ پاکستان دابتدائي علاج وروستو هغه دبرطانيې دبرمنگهم ښار کوئين الزبتهـ روغتون ته وړل شوې وه اؤ په دغه هسپتال کې دعلاج وروستو ملاله اوس په برطانيه کې تعليم ترلاسه کوي.
همدغه شان دجمعې په ورځ دپاکستاني پارليمان برني ايوان يعنې سينيټ غونډه کې تيره ورځ دکراچۍ چاؤدنه کې دوژل شوي ايس ايس پي سي ائي ډي پوليس اؤ ځانمرگي بريد کې دوژل شوي طالب علم اعتزاز حسن ته دعقيدت پيرزوئينو لپاره قرارداد په متفقه توگه منظور شوى دى.
سينيټ په هنگو کې دخپل سکول دماشومانو دبچ کولو لپاره ديو ځانمرگي په تعقيب کولو اؤ دخپل ژوند په قربانولو داعتزاز حسن ستائينه کړې اؤ دايس ايس پي سي ائي ډي چوهدري اسلم اؤ اعتزاز حسن لپاره يې فاتحه لوستې.
په عين حال کې دخيبرپښتونخوا دپوليسو مشر ناصر دراني صوبائي حکومت ته سفارش کړى چې بايددمړانې په څرگندونې طالب علم اعتزاز حسن داعلي سول ايوارډ لپاره ونوموي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG