لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا : ترهه گريزو بريدونو کې درې کسان وژل شوي


دپوليسو اؤ جنگيالو ترمينځ ډزو کې يو ترهه گر وژل شوى
دپوليسو اؤ جنگيالو ترمينځ ډزو کې يو ترهه گر وژل شوى
دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور اؤ ورسره نزدې سيمه مردان کې دجمعې په ورځ دترهه گرو لخوا په يوه امنيتي پوسته اؤ يو زيارت بريدونه ترسره شوي چې پکې ديو جنگيالي پشمول درې کسان وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه د٢٠ؤ څخه نيولې تر ٢٥ؤ جنگيالو دپيښور دمتنو سره نزدې دبډهـ بيرې تاڼې په حدودو کې په منظور شهيد نومې پوسته بريد کړى ، چې له دې وروستو دپوليسو اؤ جنگيالو ترمينځ ډزو کې يو ترهه گر وژل شوى اؤ نور بريد کوونکي په تيښته کې بريالي شوي دي.
دوژل شوي ترهه گر مړى دپيښور خيبرټيچنگ هسپتال ته رسول شوى
بلخوا دخيبرپښتونخوا په مردان سيمه کې دغازي شاه بابا په مزار هم دوسله والو لخوا بريد شوى چې پکې دوه کسان وژل شوي دي.
دمقامي پوليسو يو چارواکي اقبال خان وئيلي دي ددغو کسانو مړي دجمعې په ورځ دغازي شابابا مزار کې موندل شوي دي.
ددغه پيښې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې.
تيره اوونۍ کراچۍ کې هم ديو صوفي په مزار بريد کې شپږ کسان وژل شوي وؤ اؤ داقبال خان وينا ده په دې اړه پلټنې روانې دي چې ايا دغه دواړه پيښې پخپلو کې تعلق لري که نه؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG