لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرائيل پخوانى وزيراعظم شيرون د٨٥ؤ کلونو په عمر کې مړ شوى


براک اوباما پشمول نړيوالو مشرانو دهغه په مړينه اسرائيل اؤ دشيرون کورنۍ سره دغمرازۍ څرگندونه کړې ده
براک اوباما پشمول نړيوالو مشرانو دهغه په مړينه اسرائيل اؤ دشيرون کورنۍ سره دغمرازۍ څرگندونه کړې ده
داسرائيل پخوانى وزيراعظم ايرئيل شيرون اتوؤ کلونو پورې په کوما کې دپاتې کيدو وروستو د٨٥ؤ کلونو په عمر کې مړى شو ى اؤ هغه ته داسرائيلي مشرانو له لوري دعقيدت پيرزوئينې وړاندې شوي دي.
دامريکا دصدر براک اوباما پشمول نړيوالو مشرانو دهغه په مړينه اسرائيل اؤ دشيرون کورنۍ سره دغمرازۍ څرگندونه کړې ده، فلسطين ،چاچې پخوانى اسرائيل وزيراعظم خپل سخت دښمن گڼلو دهغه په مرگ دخوشحالۍ څرگندونه کړې.
دهغه ځوې گلاډ خبريالانو ته په هسپتال کې وئيلي هغه تللى، هغه هله لاړو چې دتللو فيصله يې وکړه
اسرائيلي وزيراعظم بنجمن نيتهن ياهو وئيلي دي چې اسرائيل به شيرون تل ياد ساتي.
پخپل يو بيان کې اسرائيلي وزيراعظم وئيلي دي چې دپخواني وزيراعظم اريئل شيرون په مړينه داسرائيل رياست خپل سر ښکته کوي اؤ دهغه په مړينه يې دسخت خفگان څرگندونه کړې ده.
نيتهن ياهو وائي دهغه ياد به داسرائيلي قام په زړۀ کې دتل لپاره ژوندى وي.
داسرائيلي ميډيا له مخې ائريئل شيرون دخالي په ورځ دتل ابيب په يو هسپتال کې ساه ورکړې ده.
ايرئيل شيرون د٢٠٠١ء څخه ٢٠٠٦م پورې داسرائيل وزيراعظم پاتې شوى ؤ اؤ اتۀ کله دمخه دسټروک له امله هغه دکومې په حالت کې ؤ.
يوه اوونۍ مخه هسپتال کې ډاکټرانو وئيلي وؤ چې دايرئيل شيرون گردې اؤ دبدن نور غړي کار پريږدي.
ښاغلى ايرئيل شيرون دهيواد په پوځ کې پاتې شوى ؤ، خو کله چې يې په سياست کې قدم کيښودو ، نو دهغه شمير په بااثره سياسي شخصياتو کې کيدو.
ايرئيل شيرون په مقبوضه سيمو کې ديهودي کليو سخت پلوي ؤ، خو دهغه داخري گامونو څخه يو کې دغزې دپټۍ څخه داسرائيلي پوځ واپسۍ دهغه مينه وال حيران کړي وؤ.
دخپل ځوانۍ په وخت کې هغه خفيه يهودي وسله وال تنظيم هگانا کې گډون خپل کړى ؤ اؤ د١٩٤٨-٤٩ عرب اسرائيل جگړه کې يې دپلټون کمانډر په توگه برخه اخستې وه.
ايرئيل شيرون داسرائيل دجوړيدو څخه تر دې مهاله دهيواد ټولو جنگونو کې برخه اخستې وه اؤ هغه يو بهادر پوځي اؤ غوره عسکري پلان جوړونکى گڼل کيدو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG