لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف : اسلام کې د ترهگرۍ اؤ تندلاريتوب هيڅ گنجائش نشته


ټول پاکستان کې دنهې په ورځ مسلمانان داسلام دستر پيغمبرحضرت محمد(ص) دزيږون ورځ نمانځي اؤ په دغه موقع څلورو واړو صوبو کې سخت امنيتي گامونه اخستل شوي دي.
ټول پاکستان کې دنهې په ورځ مسلمانان داسلام دستر پيغمبرحضرت محمد(ص) دزيږون ورځ نمانځي اؤ په دغه موقع څلورو واړو صوبو کې سخت امنيتي گامونه اخستل شوي دي.
پيښور- پاکستان کې دنهې په ورځ دعيد ميلادالنبي په موقع سخت امنيتي تدابير نيول شوي اؤ دکومې ممکنه بدې پيښې مخنيوي لپاره دهيواد بيلا بيلو لويو ښارونو کې دموبائيل خدمات هم ځنډول شويدي.
ددغه هيواد وزيراعظم ميا نوازشريف د عيدميلادالنبي ص په مناسب خپل پيغام کې وئيلي اسلام د امن اؤ سلامتۍ دين دى اؤ په دې کې د تندلاريتوب ،فرقه واريت اؤ ترهگرۍ هيڅ گنجائش نشته.
د وزيراعظم په پيغام کې وئيل شوي اسلام ټول انسانيت ته يو شان درناوى لري ځکه دې کې ټول انسانان د يو برابر سلوک حقدار دي ،
ټول پاکستان کې دنهې په ورځ مسلمانان داسلام دستر پيغمبرحضرت محمد(ص) دزيږون ورځ نمانځي اؤ په دغه موقع څلورو واړو صوبو کې سخت امنيتي گامونه اخستل شوي دي.
هيواد کې دسختو امنيتي تدابيرو دنيول کيدو باوجود دنهې په ورځ دخيبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان سيمه کې دپوليسو ديو گاډي ترڅنگ بمي چاؤدنه ترسره شوې چې پکې دپوليسو دايس ايچ او پشمول اووۀ پوليس عسکر ژوبل شوي دي.
دترهه گرۍ څخه زياتې اغيزمنې صوبې خيبرپښتونخوا په زياترو برخو کې به دموبائيل فون سروس بند وي ،پيښور کې دموټرسائيکل په غبرگې سورلۍ اؤ ډي ائي خان کې په موټرسائيکل مکمله پابندي لگول شوې.
ناقراره صوبې بلوچستان کې هم دهيواد دنورو برخو پشان سخت امنيتي تدابير نيول شوي اؤ دنهې په ورځ دغلته هم دموبائيل فون سروس بند وي.
کراچۍ اؤ دسندهـ نورو برخو کې به دسحر داوؤ بجو څخه دشپې تر لسو بجو دموبائيل فون سروس بند وي،همدغه شان کراچۍ، حيدراباد، سکهر، ميرپورخاص اؤ لاړکانه کې دموټرسائيکل په غبرگې سورلۍ اؤ دوسلې په گرځولو هم دعيدميلادالنبي په موقع دامنيت باوري کولو لپاره دسندهـ حکومت دپينځوؤ ورځو لپاره پابندي لگولې.
دغه پابندي دجمعې دورځې څخه لگيدلې کومه چې به تر ١٥مې جنورۍ پورې دوامداره وي.
دپنجاب ١٢ ښارونه حساس گرځول شوي ، چرته چې به نن دموبائيل فون خدمات ځنډولي وي اؤ په دغه لړ کې پايتخت اسلام اباد کې هم ددريوؤ ورځو لپاره دموټرسائيکل په غبرگې سورلۍ پابندي لگول شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG